د روهي ويبپاڼې قدرمنو لوستونکو ته يو ځانګړی زيری

قدرمنو لوستونکو سلام , ښې چارې !
‎زه په اخلاص او صداقت سره رېښتیا چې له تاسې سره په خبرو اترو ډېر خوشالیږم. هیله ده چې زما د نن ورځې زیری ستاسې په زړونو کې د خوښيو وسيله شي. زما تګلاره خپلې دغې موخې ته ډېره ګرانه او ستونزمنه وه. یوازې دا هیله او باور، چې یوه ورځ به زما دغه هڅې د ګران هېواد خلکو ته ګټورې وي او همدا ډول ستاسې تلپاتې ملاتړ ما ته دا قوت او جرئت راکولو، چې خپل دغه پیل شوی کار ترسره کړم.
‎ملګرو! تاسې په دې ښه پوهیږئ، چې په یوه داسې جګړې ځپلي هېواد کې خپلې موخې ته رسېدل څومره سخت کار دی. څومره سخته او دردناکه ده، زموږ د ښکلي هېواد خلکو، کوڅو، ښارونو لیدل، چې د سرطان په یوه داسې رنځ اخته دي ، چې ورځ تر بلې دغه دانه نوره هم لویږي.
‎کله نا کله مې زړه غواړي چې نارې او چیغې ووهم. پریږدئ ، چې د نهيلۍ، ستومانۍ او ژړا دغه چیغې او ازانگې د هر هغه چا غوږونو ته ورسیږي، چې د دغه حالت مسولین دي او د دې قدرت لري، چې دغه ليونتوب نور ودروي. بس کړئ نور دغه غم زېږونکې جګړه! زموږ ښکلی هېواد نور مه ورانوئ! د یوبل له وژنې څخه نور لاس واخلئ!
‎ګرانو ملګرو! د ډیرو احساساتي خبرو نه ډېره بخښنه غواړم، د دغه حالت په لیدو سره مې په زړه کې زخم ورځ تر بلې تازه کیږي. له تاسې سره ژمنه کوم، چې تر دې وروسته به یوازې د خوشالیو، حیرانتیاوو نه ډکې خبرې، خبرونه او لیکنې له تاسې سره شریکوم.
‎په هر حال ما مخکې هم یادونه کړې وه، چې هر څه، چې موږ یې په خپله پاڼه کې له تاسې سره شریکوو، اصلي موخه مو ستاسې خدمت دی، تل مو کوښښ کړی دی، چې په خپل وخت تاسې له هر اړخیزو خبرونو، لیکنو او پېښو څخه خبر کړو. موږ زیارباسو ترڅو په خپله پاڼه کې اوسنۍ او عصري ټکنالوژي وکاروو، له نړېوالو پاڼو څخه شاته پاتې نه شو.
‎موږ د احصائیوي څېړنې له ترسره کولو وروسته داسې یوې پایلې ته ورسیدلو، چې زموږ د وېبپاڼې ستره شمېره کتونکي د ګرځنده ټلیفونو له لارې دي، نو داسې مو وپتېیله، چې د پاڼې د لوستلو لارو چارو د اسانیدو لپاره موبایل اپپ(mobile application) جوړ کړو.
‎اوس تاسې که د نړۍ او ګران هېواد په هر ګوټ کې یاست کولای شئ د دغه اپپ له لارې زموږ د پاڼې له منځپانگې څخه خوند واخلئ.
‎په دې هیله، چې د دغه نوښت(mobile application) په هکله مو خپل نظرونه، تبصرې، وړاندیزونه او څرګندونې له موږ ونه سپموئ.
‎زموږ د موبایل اپس ځانګړتیاوې دا دي، چې له لارې یې نه یوازې روهي وېبپاڼه کتلای شئ، بلکې د افغانستان او نړۍ ټول ټلویزیونونه هم لیدلای او راډیوګانې اوریدلای شئ.
‎زه په دې باور یم، چې زموږ دغه نوې پروژه به تاسې ته اضافي فرصتونه پرانيزي، په نورو هیوادونو کې د خلکو د کلتور، دودونو او ارزښتونو په هکله به ستاسې په لار کې یو نوی پل جوړ شي.
‎ګرانو ملګرو، د نن لپاره همدومره، دا ټول هغه څه وو، چې غوښتل مې ستاسې سره یې شریک کړم ، په دې هیله، چې موبایل اپس، موبایل تلویزیون او راډیو به ستاسې په زړونو کې ځای ونیسي. زه ژمنه کوم، چې موږ به پر ځای ولاړ نه، بلکې له عصري ټکنالوژۍ سره په یوه تګلاره قدم وهو. کوښښ به کوم، چې تاسې په نورو ډېرو ګټورو پروژو خوشال کړم. په دې نږدې راتلونکي کې به تاسې سره د نوو پلانونو او پروژو په هکله مالومات شریک کړم.
‎په افغانۍ مینه او درنښت،
‎نیک محمد ویال د روهي وېبپاڼې مسئول او پازوال