غزل

خوږ خوږ چې راګورې ستا نظر دې خدای هميش لري
کلـــه خــــراب مشې ستا بشر دې خـــــدای هميش لري
هرسړی ېې سيوري ته دمــــــه کوي راځي چــــې څوک
ښه دهــــرچــا کيږي پرې نښتر دې خدای هميش لري
دوه مين يوبل ته ور لــــــه غاړې شي خوشالــــــه شي
ټول ياران دعا کړي چې اختر دې خدای هميش لري
جونه چې ګودر ته درومي لار پرې ښايسته ښکاري
داجونه منګي او داګــــــودر دې خدای هميش لري
زه(تنها ) پنځــــــه وخته لمانځــــــــه کې دا دعا کوم
ټول پښتانه وروڼه لـــر اوبر دې خدای هميش لري
شاهد خان تنها پکتيا