د دلاور پردېس «خالي جېب»

 
پر هر سړک ولاړې دي او ستا ځوانۍ ته ګوري
پردېسه غير حاضرې شوې نجونې په مکتب کې
شعر ليکل هنر دی او ښه شاعر هغه دی چې دا هنر ښه وپالي، په بېلابېلو هنري رنګونو يې ولړي او د شعر ناوې ته داسې شال ور پر سر کړي چې نور شاعران يې د پلو د ښکلا تر اغېز لاندې په هنري لپو د خپل شعر تنده خړوبه کړي.
د معاصرې دورې روښانتيا پړاو کې زموږ د ډېری شاعرانو د نظمونو او شعرونو منځپانګه انتقاد و، نيوکې وې او له حالاتو سرټکول وو، ورپسې د ويښتيا پړاو شاعرانو هم دا کار کاوه خو دوی خپله ژبه يو څه بدله کړه، په هنر يې ولړله، د روښانتيا پړاو شاعرانو کې مولوي صالح محمد کندهاري دومره رسا خبرې او سپينې خبرې وکړې چې د ده نيوکې او انتقادونه د دې لامل شول چې سراج الاخبار کې د نوموړي ليکنې بندې شي، خو د ويښتيا پړاو کې د الفت صيب په څېر شاعران او ليکوالان د پښتو ادب نظم او نثر په هنري اوبو کې غوپه کوي، ښه انتقاد کوي، کټ مټ د روښانتيا پړاو د شاعرانو پېغام خلکو ته رسوي خو په هنر باندې.
همدا د هنر کمال دی، چې خپل هدف به په ډاډه زړه خلکو ته رسوې.
اوسنی عصر چې د پښتو ادب لمن له بې شمېره شاعرانو ډکه ده، هر څوک پکې د خپل توان سره سمه بازي او پهلواني کوي، ځينې د شهرت لپاره کوي، خو يو شمېر نور واقعي دې ټولنې، ژبې او ادب ته کار کوي.
زه د دلاور پردېس صيب سره نزدې نه يم پاتې شوی، خو د ټولنيزو رسنيو په برکت يې د شعر سره لږ لږ بلد يم، نوموړی د شعر ليکلو په تخنيکونو پوهېږي او د پېغام د رسولو چل خو يې ځکه زده دی چې د غټو غټو خلکو پر قوارو خطا وځي او ګمان کوي چې جېب به يې خالي وي، خو خبره بله ده شاعر هغه دی چې د ټولنې د خلکو اواز راواخلي خو بڼه به يې بدله وي، په داسې بڼه چې هم د خلکو د زړونو خبرې وشي او هم هغه څوک غوږ ورته ونيسي چې دا ټولنه خبرې کول ورته غواړي او دا هنر ښاغلي پرديس ته ورمالوم دی، نو ځکه خو خالي جېب ګرځي.
زه خپله په دې اند يم چې شعر ليکلو کې بايد منظرکشۍ ته ډېر پام وشي، هغه شعر چې ښه انځور ولري، پر خلکو اغېز کوي کله چې شاعر د ښه انځوريز شعر د ليکلو وړتيا ولري نو بيا شعر کې خپل پېغام په اسانۍ لېږدولی شي، انځور کشۍ د ښاغلي پردېس د شعر ښه ځانګړنه ده، لکه:
پر هر سړک ولاړې دي او ستا ځوانۍ ته ګوري
پرديسه غير حاضرې شوې نجونې په مکتب کې
د شعر د خلکو لپاره ليکل کېږي، شاعر پکې د خپلې زمانې او خپل وخت خبرې کوي، که زه خپل شعر کې يوه پېړۍ وړاندې چارواکو، حاکمانو او ظالمانو څخه اوس ګيله کووم، ښايي ګټه به يې نه وي، خو که د اوسنۍ زمانې خبرې پکې وکړم، نو دا د خلکو غوښتنه ده.
زما په اند د «خالي جېب» يوه ښه ځانګړنه دا هم ده چې د ۲۱ پېړۍ له لغاتو ډک دی، دا به راتلونکې نسل ته د اوسنۍ زمانې ښه ترجماني هم وي، لکه (ويلډينګ، ريموټ کنټرول، سي ډي، کرولا موټر، مبايل) او دې ته ورته نور ډېر لغاتونه پردېس صيب په خپلو شعرونو کې راوړي دي.
دلته يوه خبره مهمه ده چې يو د لاور پردېس د شاعرۍ اړخ دی او بل د خالي جېب موضوعات دي، زه غواړم پر خالي جيب څو خبرې وکړم، خدای ج دې زموږ او ستاسو جيبونه ډک کړي، ههههه
خالي جېب کې تر ډېره طنزيه شعرونه راغلي دي، ژبه يې رسا او ساده ده، ښه ښه ترکيبونه، لغات او له اصطلاحاتو مالامال دی، لکه مخکې چې مې يادونه وکړه د خلکو د زړونو خبرې پکې شوي دي خو په داسې بڼه چې هم خلک ورته خاندي او هم يې زړونه تشيږي.
زه د طنز په اړه کله کله ملګرو ته وايم، طنز يو داسې هنر دی لکه چې چاته چې په شاتو کې زهر ورکوې، زموږ ټولنه کې پر حاکمانو، غټو خلکو، زورواکو او دې ته ورته نورو خلکو باندې نيوکه کول سخته ده، جرأت غواړي، هر څوک يې نه شي کولی، ښايي لامل يې دا وي چې د نيوکې کولو چل يې نه وي زده خو که موږ د انتقاد کولو هنر زده کړو بيا خبره عادي ده، هغه څوک چې ته نيوکه ورباندې کوې، پر ځای د دې چې تاته ګواښ وکړي، کوتڅنډنه درته وکړي، هم به دې نيوکې ته په پوره دقت غوږ وي او هم به درته د واه واه اوازونه کوي، دغه څه په طنز کېږي او پردېس صيب طنزيه شعرونه ډېر ليکي، نو د نيوکې کولو هنر يې هم زده دی، پر هغه چا چې نيوکه کوي شاتو کې ورته زهر ورکول کېږي، د شاعر هدف زهر ورکول نه وي خو نيوکه د زهرو په شان ترخه ده.
خالي جېب له ډېرو خبرو ډک دی، زموږ خلکو ته پکې ټولنيز پېغامونه پراته دي، ځوانانو ته پکې پټې پټې لارښوونې شوي دي، خپل کار، هدف او د ژوند د سمېدو لارې ته رابلل شوي دي لکه لاندې بيت کې:
ډېرې مې وعدې ورسره وکړلې
نن خو هغه ټولو کتابو راسره وژړل
رښتيا هم چې کتابونه ژاړي، موږ کتاب ته وخت نه دی ورکړی، هره خبره مو هوايي ده، هر څه مو نمايشي دي او په هر څه کې افراط کوو.
يا لکه لاندې بيت چې زموږ د پاتې والي ښه انځور دی:
اوبه په نل کې له برمې راوځي
شاعر تر اوسه پر ګودر بيده دی
داسې نورې هم ګڼې بېلګې شته دی، که دقيق ولوستل شي بې شمېره پېغامونه پکې پټ دي.
د خالي جېب مثبتې خواوې ډېرې دي، خو ځينې نيمګړتياوې هم لري، البته کتاب مې ټول نه دی مطالعه کړی خو د وړانديز په ډول ځينې شيان پردېس صيب ته لرم:

  • خالي جېب کې ۲۷ بېلابېل شعرونه د نورو شاعرانو د شعرونو پر مېنه / ځمکه ليکل شوي وو، دا کوم ناسم کار نه دی ښايي پردېس له دې امله ليکلي وي چې اغېز يې ډېر شي، خو د خپل فکر، خپل طرز او په خپله نقشه يو څه ليکل جلا او ارزښت يې ډېر وي، نو که راتلونکې کې دې ته پام وکړي او پر ځای د دې چې د نورو د غزلونو پر ځمکه د خپل شعر سرای جوړ کړي او ادبي غصب وکړي نو خپله لار دې وټاکي او د خپلې لارې بېلولو وړتيا پردېس صيب کې شته.
  • دغه راز د پردېس صيب په شعرونو کې د نورو شاعرانو اغېز هم څرګند دی، ځينې بيتونه يې داسې وو، چې ما فکر کاوه د بل شاعر دي لکه کاروان صيب وايي:
 
دا غريب سړی ګورئ له غرونو پرون راغی، نن
دومره جګ برجونه د سندرونو د ښار څه مانا
خو پردېس صيب وايي:
جوړ دې کړ د کوم غريب په وينو کور
ګرانه کيلواله رښتيا ووايه!
 
يوه لنډۍ ده وايي:
ستي ستي ورباندې زه شوم
په بخملي سينه دې بل کوي خوبونه
پردېس صيب وايي:
څوک دې په غم کې زورېدلی اشنا
څوک دې تر سر لاندې څنګل اړوي
وروستيو کې مې پردېس صيب ته يو وړانديز دا دی چې نظم کې د طنز ليکلو ښه وړتيا لرې، له دې وروسته طنزيه نثر ليکل هم پيل کړه، موږ به هلمند کې بيا داسې تشه هم ونه لرو چې موږ طنزي ليکوال نه لرو او له دې سره سره دې طنزيه شعرونه لږ په هنر هم ولړه، ډېری شعرونه دې رسا انتقاد دی، وچې کلکې خبرې دي که پر طنز د هنر مالګه لږه ور ډېره کړې نو تر دې به هم ډېر توپان وکړې.
پردېس او د پردېس هنر د نوموړي د لاندې بيت په څېر دی چې:
زه دې پر جېب باندې حمله نه کووم
خو پر تا هم ګمان د غله نه کووم
درنښت
بصيرالحق عادل
۱۳۹۶/۲/۲۲
د پردېس صيب د خالي جيب د مخکتنې غونډه