کورنۍ، کهول او په انګلیسي کې (family) یو او بل د بلې ژبې مترادفي کلیمي دي، چې د ټولنې یوه کوچنۍ برخه جوړوي همدا کورنۍ ده او د ټولنې د بنسټ په نوم هم یادیږي.
یوه کورنۍ باید د خپل ژوند د تیرولو لپاره ځانګړې اصول وضع کړي او د همدې اصولو پیروي وکړي.
ډير کله به مو اوریدلي وي، چې یو کس د کورنۍ تیر تاریخ ته په کتو ښه او بد معرفي کیږي او زمونږ د ټولنې اصلي ستونزه هم همدا ده؛ چې تیر تاریخ د یوې کورنۍ اصلي کړنه بولي.
مونږ هیڅکله دا فکر نه دی کړی، چې د اوسني شخص په کړنه د ده د کورنۍ تاریخ ولې را وسپاړل شي.
کله چې یو کس بد وي، نو ولې د کورنۍ د ښه تاریخ په درلودو سره د ده هره کړنه معاف شي او یو څوک چې ښه وي نو ولې د ده دا عمل د کورنۍ بد تاریخ تر سیوري لاندې راشي، دا هغه اندیښنې دي چې د یو چا په ظلم او ښو باندې په ډګر سترګي پټیږي.
هر خبره مثبت او منفي اړخ لري خو مونږ باید تل د مثبتو په فکر کې شو او له هغې ملاتړ وکړو داسې نه، چې د یو چا جرم پدې نوم پټ شي چې کورنۍ یې ښه وه او یا هم د چا ښې کړنې ته د هغه د کورنۍ بد تاریخ ته په کتو په نشت حساب شي.
په اسلام کې د یوې کورنۍ نظم او دسپیلن ته خاص پام شوی دی ځکه چې یوه کورنۍ منظمه نه وي، هغه بیا نه شي کولی، چې د خپلو ټولو غړو حقوقو ساتنه وکړي.
په قران او احادیثو کې د یوې ښې کورنۍ ټینګار د هغې په بنسټ ایښودونکي لکه ښځه او خاوند ترمنځ د مینې او محبت ژوند اختیارول او د هغې په رڼا کې د خپلو اولادونو په سمه روزنه کوي.
کله چې یوه کورنۍ د نظم او دسپیلن جوړولو اصول وضع کوي بیا د غړو ترمنځ وظیفوي ویش هم په عدالت ترسره کیږي.
څوک به درس وایې، څوک به د کور سرپرستي په غاړه اخلي او څوک به په بیلا بیلو نورو دندو یا کارونو کې مصروفیږي، چې پدې صورت کې بیا یوه کورنۍ هیڅکله هم د بد تاریخ د جوړیدو ډبره نه ږدي.
ځکه چې پدې کورنۍ کې منظم قانون پلي شوی دلته د کورنۍ هر غړي ته خپل مسؤولیتونه ور سپارل کیږي، چې بیا هغه یې د سرته رسولو هڅه کوي، نو داسې کورنیو کې بیا څوک نه پیدا کیږي، چې د کورنۍ په جوړښت کې د بدو کړنو تهداب کیښږدي.
پدا ډول کورنیو کې ټول څار هم د مشر ( والدین) لخوا کیږي او دا بیا دا وړتیا لري، چې د خپلې کورنۍ لپاره جوړ شوي اصول څنګه وڅاري او د سرغړونې په وخت کې له یو چا سره څنګه رویه وکړي.
نو د ښو کورنیو په اړه وروستۍ خبره دا چې دا کورنۍ بیا په راتلوونکي کې د ښه تاریخ لرونکي کورنۍ په نوم پیژندل کیږي.
رابه شو دې ته چې یوه کورنۍ څنګه بد تاریخ پریږدي ؟
دا به هم په لنډه توګه یاده وکړو، چې کله د پورته اصولو خلاف کړنه، د کورنیو په غړو نه څار او په یوه کور کې د مسؤولیتونو نه سپارل هغه عوامل دي، چې د دې کورنۍ راتلوونکی تیاره ښودل کیږي.
دا خو د یوې کورنۍ ملامتیا ده، چې دوی د خپل راتلوونکي په اړه فکر نه کوي، دا خلک بیا یوازې د لنډ وخت لپاره مادي ګټو ته ډيره ترجیح ورکوي او همدا علت دی، په کور، کلي او قوم کې لدوی کرکه کیږي.
دا چې بیا لدې کورنیو داسې یو څوک په میراث پاتې کیږي، چې هغه بیا د خپل پلار او نیکه خلاف د ښو کړنو لپاره ملا وتړي او هڅه یې دا وي، چې د خپلې ټولنې لپاره د زړه له تله خدمت وکړي، نو دا به بیا انصاف نه وي، چې د ده ښې کړنې د کورنۍ تیر تاریخ تر سیوري لاندې راشي.
جرم فردي دی الله ج هم هر چا ته د ده د اعمالو مطابق اجر او عذاب ورکوي، نو انسان ولې دومره کرکجن شي، چې د یو چا بد خو څه چې د ښو کړنو له منلو هم انکار کوي او د دې لپاره یې په ځان نه مني، چې ګواګي پلار او نیکه یې ښه تاریخ نه لري.
مونږ ولې دا هیره کړې ده چې الله ( ج) هم داسې یو ګنهګار بخښي چې د زړه له صدقه توبه ګار شي او دا کلکه وعده وکړي چې بیا به په کومې ګناه نه مرتکب کیږي.
زمونږ د ټولنو ستره ستونزه دا ده، چې ډير کله وینو او پوهیږو، چې یو کار بد دی، د ځان او ټولنې لپاره مضر دی، خو تابع یې ځکه یو، چې پخوانیو مشرانو مو یې اطاعت کړی.
زه خو وایم چې دا به مو د اوسني نسل سره ستره جفا کړي وي او پدې سره به مو مونږ هم هغه ناوړه دود او رواج پلی کړی وي، چې د دې بې بنیاده کرکې او نفرت لامل ګرځيدلی یانې مونږ به هم په غیر قصدي توګه د خپلو پلرونو او نیکونو غیر متوازنه عدالت پلوي کړي وي، چې د یوې کورنۍ بد او ښه تاریخ ته په کتو د یو چا ګناه هیڅ وبولو یا هم له ښو یې سترګې پټې کړو.
وروستي