
وایي چې پوتین،بوش او کرزی درې واړه ناست وو او له یوه پیري څخه یې پوښتنې کولې تاسو ټول پوهیږﺉ چې پیری ډېر عمر لري .
پوتین ورته وویل چې پیریه دا ووایه چې روسیه
به کله بیا په خپلو پښو ودریږي ؟
پیري وویل چې پنځوس کاله وروسته.
پوتین په ژړا شو ویل یې چې پنځوس کاله وروسته خو به زه نه یم.
بوش پوښتنه وکړه چې دا ووایه چې امریکا به کله ټوله نړۍ ونیسي ؟
پیري وویل چې یوسل او پنځوس کاله وروسته.
بوش په ژړا شو ویل یې چې يوسل او پنځوس کاله وروسته خو به زه نه يم.
کرزي ویل شه دا ووایه چې افغانستان کې به ارامي کله راشي؟
دا ځل پیری په ژړا شو او ویل یې هلته به زه نه یم.