مطبوعاتي اعلامیه: د بریښنايي پيژند پاڼو په اداره کې اداري فساد

نیټه :  د ثور ۲۱، ۱۳۹۶
اړیکه :  ۰۷۹۳۹۴۱۹۳۶،  
anticorruptionnetwork16@gmail.com
 
په ۲۰۰۹ کال کې چې کله د بريښنايي تذکرو اداره جوړه شوه نو دی لپاره ۲۲۲ میلیونو ډالرو ته اړتیا وه. چې ددی پروسی شاوخوا  ۹۵ سلنه لګښت د امریکا  متحده ایالتونو د نړیوالی پرمختیايې اداری یا  USAID او  اروپايي اتحادیې  او ۵ سلنه افغان حکومت په غاړه واخست. د ۲۲۲ میلیونو ډالرو څخه ۱۰۱ میلیون ډالره د پروژی د وسایلو او د سسټم د نصبولو او ځای پر ځای کولو او پاتی ۱۲۱ میلیونه ډالره د د کارتونو د ویش او اداري لګښتونو لپاره ځانګړی شوی وی. *
د ۲۰۱۵ زیږدیز کال پوری حکومت ددی پیسو څخه ۶۴.۵ میلیونه ډالره په دی پروژه مصرف کړي دي. چې له دی جملی څخه ۷.۵ میلیونه امریکايي ډالر د کورنیو چارو وزارت د مامورینو په معاشاتو او ۵۷ میلیونه د سسټم په جوړولو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی د وزارت لخوا د سسټم په نصبولو لګولي. **
د پیژندپاڼو په پروژه او اداره کې اداري فساد

    • مالي فساد
      • دوه قراردادونه ورکول شوي چې یو يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی دوزارت لخوا مدیریت کیده چې ټول لګښت یې ۱۰۱ میلیون ډالره وو او د GTR  په نوم یو شرکت ته د سسټم د نصبولو، د موادو د تدارکاتو او د سافټ ویر د پلورلو لپاره وو . په دی کې حکومت سهل انګاري کړی او ددی لپاره چې قرارداد ډیر تخنیکي وو په سمه توګه یې نه دی ارزولی
      • او بل قرارداد چې د ۵۰۰،۰۰۰ زره ډالرو په ارزښت وو د اورینج ګروپ  Orange Groupپه نوم یو شرکت ته د پیژندپاڼو په اړه د عامه خبرتیا په موخه ورکول شوی. ددی قرارداد مدیریت د کورنیو چارو وزارت کړی دی.  دا قرارداد د واحدی سرچینی (منبع) له لاری ورکول شوی او د فساد لويې نښی پکی شته دي. لومړی دا چې ولی دغه قرارد د واحدی سرچینې له لاری ورکول  شوی موجح دلایل شتون نلري.
      • د IOM  نړیوالی اداری چې کوم مواد د تذکرو د اداری لپاره اخستي وو د ۵۰ سلنې څخه زیات يې اختلاس شوي دي
 
  • د ګمارنې په برخه کې فساد
 
    • د ټولو څخه لوی فساد ددی اداری په ګمارنه کې شوی دی. او دزیانمننې (آسیب پذیری) سلنه پکی ډیره زیاته ده.
    • په دی اداره کې د استخدام لپاره هیڅ ډول پروسیجر او حتی قانون په نظر کې نه دی نیول شوی. او همدا لامل وو چې ډیری ګمارنی زیانمنونکی وی او وي به که کومه ځانګړی پروسه ورته په پام کې ونه نیول شي.
    • یواځی د ۳۲۱ تنو ګمارنه د ازادی سیالۍ له لاری ترسره شوی چې دا پروسه هم تر ډیره کچه رڼه نه وه
    • سره له دی چې د نړیوالو ادارو سره موافقه شوی وه چې ګمارنې به دیوې رڼې پروسی له لاری صورت مومي خو په دی اداره کې د ۵۱۹ تنو ګمارنې د کورنیو چارو د هغه وخت د وزیر له خوا په مستقیم ډول پرته د رقابتي پروسی څخه تر سره شوی وی.
    • نوری ګمارنی هم رڼی نه وی او ټولی د اړیکو پر بنسټ ترسره شوی دي
د پیژندپاڼی په اداره کې د اصلاحاتو لپار سپارښتنې
  • د پيژندپاڼو لپاره باید اوسنی اداره خپلواکه شي
  • د مشرتابه له پاره باید بست اعلان او د آزاد رقابت له لاری ګمارنه وشي
  • د ګمارنی اوسنی پروسه باید ژر تر ژره  ودرول شي
  • د روڼتیا او  حساب ورکوونې لپاره باید په یو قوي میکانیزم کار وشي
  • د تذکری د ویش په ټولو پړاوونو کې د مدني ټولنې رول په پام کې ونیول شي
  • د تقلب او تخلف په صورت کې د کلکو مجازاتو ګامونه په نظر کی ونیول شي  
  • ددی لپاره چې د پیژند پاڼو ویش یو ډیر حساس کار دی د فساد د مخنیوي لپاره باید کلک تدابیر په نظر کی ونیسو
  • او داچې د ټولو قومونو ډاډ تر لاسه شي، موږ سپارښتنه کوو چې د تذکرو  د ویش په ټولو پړاوونو کې د قومونو ترکیب او انډول په پام کې ونیول شي