جمال قدير او وهل او ښکنځل  يې په ولايتي شورا کې!

د ننګرهار د ولايتي شوراپه اړه مې له جوړيدو وړاندې يې دا اندېښنې اورېدې خو نه مې منله،ماويل د حاجي قدير د زوى جمال قدير په اړه اندېښنې چې وېل کېدل،ولايتي شورا ته بريالى کېدونکى او د ناسمو اخلاقو او ټوپکمار فکر څښتن دى،دروغ به وي،خو داسې نه وه،دا هر څه رېښتياول،همداسې وشول،جمال قدير لکه د مشر ورور ظاهر قدير يې ټوپکمار وخوت،رېښتيا ټوپکمار به پخوا هم و خو په رسمي ډګر کې يې هم ځان همداسې ثابت کړ،دا ډېره نه خو لږه تفصيلي کيسه غواړي که ستړي کېږئ نه لږ خبر به مو کړم.
کيسه داسې ده چې افغانستان هسې هم له ډېرو کلونو راهيسې ټوپکمارو،قانون ضدو او خپلسرو خلکو يرغمل کړى،ننګرهار هم د هېواد يو له دغو سيمو ده چې داسې پکې شوي،دا ولايت سره له دې چې د سولې کور ګڼل شوى او پاتې شوى خو بيا هم له بده مرغه چې ټوپکمارو پرې په بېلا،بېلو بڼو واک او راج چلولى او لا يې هم د هڅولو تکل او هڅه لري.
جمال قدير يو له هغو کسانو دى چې همدا هڅه لري،هغه وروسته له دې چې ورور يې د سولې کاروان په نامه يوه ډله جوړه او له ځانه سياسي سړى جوړ کړ ،په سياسي توګه د خپلې ټوپکمارۍ د دوام ارمان وکړ،ورور يې د خپلې ډلې لخوا د ننګرهار د ولايتي شورا څوکۍ ته کانديد کړ،د ولايتي شورا څوکۍ سره له دې چې يوه ډېره د قدر وړ څوکۍ ده خو له بده مرغه چې د لوست کوم ښه معيار ورته نه دى ټاکل شوى او يا هم که ټاکل شوى نو ټوپکمار به ترې مستثناپاتې وي.
کيسه مې د ولايتي شورا کوله،د ولايتي شورا ټاکنو ته لا له وړاندې د سولې کاروان چې په حقيقت کې د سولې پر ضد هڅې لري،جمال قدير او څو نور ټوپکمار لکه ابرارالله او ځينې نور چې له حاجي ظاهر سره يو ځاى يې په ختيز کې د سرحدي قومندانۍ د دندې پر مهال د نيشه يي توکيو قاچاق کې شريکان وو او بيا له همدې امله له دندو ګوښه هم شول،دوى د نيشه يي توکيو له کاروباره د ګټلو پيسو په ډاډ د ولايتي شورا څوکيو ته کانديدان شول،خداى مې دې غاړه نه بندوي چې همدا اختر محمدو که د ټاکنو د کمېسون کوم بل چارواکى،هغه سره يې خبره پخه کړه،خدايزه څومره پيسې يې ورته له دې خبرې سره ومنلې چې دوى به چې هر څنګه وي د ولايتي شورا څوکيو ته کاميابوي،همداسې وشول د کرزي له درغلۍ ډک حکومت دى،فساد خو هسې هم د ورځې شعار ګرځېدلى،جمال،ابرار او ورسره نور ملګري يې د ولايتي شورا غړي ونومول شول،البته دا خبره په دې مانا نه ده چې د ننګرهار ولايتي شورا ته کامياب شوي ټول کسان به همدغسې وي،په دې کې د مفتي معين شاه حقاني په شان کسان چې ها د چا خبره د سهار او ماښام ډوډۍ ته به حيران وو،داسې خلک په ولس کې د پراخ محبوبيت او رېښتيني ايماندارۍ په مټ بريالي شول،داسې کسانو د فاسد والي شېرزي او فاسدې ادارې د سمولو شعار يې ورکړى و،هماغسې پاتې هم شول،لکه د مولوي عزيز خيرخواه غوندې يې يوازې د اسلام او قانون په نامه رايې نه وې اخېستې،د هغه په شان دوه مخيتوب يې نه زده،اوس يې هم چې په ځينو رېښتينو رسنيو کې مرکې او خبرې ګورم،په هماغه دريځ ولاړي او انشالله ولاړ به اوسي،دا خبره مې د مفتي صيب د ستانيې لپاره ونه کړه،بلکې موخه مې دا وه چې يو شمېر خلک چې د جمال غوندې وي،د مفتي صيب په شان خلک نه شي زغملاى،ځکه مفتي صيب په څرګنده جمال ته ويلي وو ته د شورا د رياست وړتيا نه لرې؟نالوستى يې او کراري چېرته کېنه،خو هغه کله پوهېږي،ډېره خواري يې وکړه د خپل لالا ظاهر په لمسه يې منډې ډېرې وکړې،ابرار او څو نور کسان يې د پيسو په مټ ځان سره کړل خو له ښه مرغه د شورا د رياست له چوکۍ بې برخې پاتې شوه،خو له خپلو ناسمو او تخريبوونکو هڅو په شانه شول،اوس هم هماغسې...دي،کيسه داسې ده چې ډېر څه به يې کړي وي د همدې شورا له جوړيدو راوروسته چې د کولو نه دي،په ځانګړې توګه شورا ته نه ورتګ يې خو په ډاګه خبره ده خو دا ښکاره ده چې معاش ښه په ټيټو سترګو اخلي،له ظابط امير،ابرار،لعل محمد دراني،لودين او ځينو نورو هم شانو سره يې يو ځاى...
خو خبره دا ده چې څو ورځې وړاندې يې يو ډېر سپک کار چې همدې جمال قدير د خپلو بې فکره ملګرو په هڅونه وکړ،دا و چې په ولايتي شورا کې د ننګرهار او نورستان د شورا ګانو غړو ته د يوه جوړ ورکشاپ پر خونو ننوتل،هلته ښځينه او نارينه استازي چې د دوى برعکس سپېڅلي او د کار خلک ول،ويې ښکنځل،ښځو او نارينه وو ټولو ته يې وويل((په ډېرې بښنې))چې که بيا مو زما له اجازې پرته څه وکړل درکې به ننوځم،....
وروسته تر ډېرو سپکو،سپورو له شورا باندې راوځي،چې راځي د شورا د وره مخکې يو شمېر پوليسو ته چې د ولس د استازو د ساتنې پر سپېڅلې دنده بوخت دي،لومړى ټولو ته سپکې ،سپورې کوي او بيا يې څو تنه چې اوس يې نومونه له ما هېر دي،تر وهلو،ټکولو لاندې نيسي وايي ستاسې د هغه سالنګي((د ننګرهارد امنيې قومندان))داسې ،داسې وکړم چې تاسې يې دلته راوستي ياست،که هغه نر وي،ستاسې پوښتنه دې راڅخه وکړي او...
نو درنو لوستونکو!تاسې قضاوت وکړئ!د ننګرهار په شان ولايت کې چې يو فاسد او بې کيفايته والي پر دنده بوخت دى،ننګرهار يې لوټ کړ،عياشي،فحشا او بې عدالتي يې اوج ته ورسوله،واکمن وي او په ولايتي شورا کې يو شمېر هېواد پاله خلک د سمون او اصلاح هڅه کوي او هغه يې بيا د جمال،ابرار،دراني،لودين او يو شمېر نورو ځانغوښتونکو لخوا د هڅو مخه ونيول شي،سپکې ،سپورې ورته وشي،دا حال به پر کوم لوري ځي؟.
ښکاره ده چې عدالتي به لا هم اوج ته رسي،خبر شوى يم چې ولايتي شورا دا موضوع جدي نيولې،اړوندې مسولې ادارې يې پرې خبر کړي او جمال قدير نه يې شکايتونه کړي خو اوازې دي چې فاسد والي شېرزي د ولايتي شورا د شيندلي ساتلو او خپلو ناسمو موخو ته د لا رسيدو لپاره د جمال دا دوسيه د حاجي ظاهر په لمسه له اړوندو ادارو لېرې کړي او په شخصي توګه يې د حل و فصل غوښتنه کوي.
نو زما له دې لارې هيله ده چې بايد د ولس د دې رېښتينو استازو موخو ته د سپک نظر لرونکو په کلکه مخنيوى دې وشي،سزا دې ورکړل شي او نور دې د سولې په کور کې د ټوپکمارۍ،بې عدالتۍ،فساد او نورو ناقانونيو لړۍ ته د پاى ټکى کېښودل شي،کنه که د حاجي ظاهر،شېرزي او نورو خلکو همدا ناقانونۍ دوام وکړي نو د ولس دا رېښتيني استازي نه يوازې د ننګرهار بلکې د ټول ختيز زون يانې ختيز زون د هېواد پالو خلکو ملاتړ له ځانه سره لري،مظاهرې به وکړي،بدلون به غواړي او داسې ټوپکسالاران او قانون ماتونکي به پخپلو لاسونو په سزاوو ورسوي .
د يوه سوکاله،رېښتينې سوله لرونکي ننګرهار او افغانستان په هيله!