ســوي وزرونه
زمادخـــوب په طلايي پاڼوکــې
ته لکه ښــکلى خوب اوده غوندې وې
تاته به لاهم زه پرد ى ښـــکارېدم
خوته مې روح اوته مې زړه غــوندې وې
٭٭٭٭٭
مابه په خوب کې هروخت ستوري ليدل
زه درڼاپه کـــروندکې ورک وم
مادســحرناوې ونه ليدله
دچـــادزلفوپه تياروکې ورک وم
٭٭٭٭٭
زه مې په هريوخوب باورلرمه
په کې له مانه مروره نه وې
ته شهزازکۍ وې دبلاسندرو
خيرکه نغمه نه وې سندره نه وې
٭٭٭٭٭
تياره تياره ومه منشوردکړمه
چې دې په توره شپه لاسونه راکړل
توردوزخي وم جنتي شولمه
تاچې له نوره ډک لاسونه راکړل
٭٭٭٭٭
زه له خوبونونه منکرانسان وم
اوس يې په هرښکلي تعبيرمين يم
نه مې ليدلى نه مې خيال ته راځي
دداسې ښکلي په تصويرمين يم
٭٭٭٭٭
اوس هم ويده وم خوناڅاپه ويښ شم
چې هسې نه درځينې هېرنه شمه
جنون مې واخلي عقل کډه وکړي
دنورله کرښونه درتېرنه شمه
٭٭٭٭٭
ماچې خوبونه کول ستالپاره
قسم په خداى کې به په شپومين يم
دچادمينې زکرهم نه کوم
دخپلواوښکوپه تسبومين يم
٭٭٭٭٭
ټولې کيسې زماپه زړه کې اوسي
زماله زړه به هديرې ته ورځي
خوداخوبونه تعبيرونه غواړي
دابه دسيند هرې څپې ته ورځي
٭٭٭٭٭
نوربه سهاراوماښام نه درځمه
بس ښکلېدوته دې لاسونه راکړه
چې ستادمخ رڼاته وسوځېدل
بېرته هغه سوي وزرونه راکړه
1388کابل ،نوى ښار-٢٥سلواغه
وروستي