د کمپنۍ د عوایدو ( څېړنه)
Analysis of Firm s Revenue
د کمپنۍ یا کارخانی د حالت د معلومولو لپاره د کمپنۍ د عوایدو او لګښتونو پېژندل ډېر اړین دي چې په تېر درس کې مو د لګښت په اړه معلومات درکړل، اوس غواړم د عوایدو په اړه هم بحث وکړم. کله چې یو کمپنۍ اقتصادي کړنې ترسره کوي، نو بېلابېل عواید تر لاسه کوي چې هر یو يې په لاندې ډول تر څېړنې لاندې نیسو:
ټوله ییز عواید(Total revenue): ټوله یيزه عواید هغو عواید ته ویل کېږي چې يوه کمپنۍ د تولید شوي توکي له خرڅلاو څخه تر لاسه کوي.
وروستي عواید(Marginal revenue):وروستي عواید هغو عوایدو ته ویل کېږي چې کمپنۍ د اضافه شوي مقدار په وجه تر لاسه کوي.
منځني عواید(Average revenue): هغو عوایدو ته ویل کېږي چې د فی واحد توکي څخه تر لاسه کېږي د منځنیو عوایدو ټول عواید ویش په تولید مقدار کولی شو تر لاسه کړو.
په بشپړ سیاليز بازار کې د کمپنۍ دوروستي او منځنیو عوایدو اړیکه: د بشپړ سیاليز بازار کې د پلورنکو شمېر ډېر وي يو پلورنکی په بازار کې د عرضې په تغير سره قیمت نشي تغيرولی ټول پلورنکي خپل توکي په معلوم قیمت سره پلوري نو هر پلورنکی مجبور دی تر څو په بازار کې په شته قیمت سره خپل توکي وپلوري کولی شو د منځنیو او وروستيو عواید اړیکه په لاندې جدول کې سره وڅيړو:
مقدار |
ټوله یيزه عواید |
وروستي عواید |
منځني عواید |
1 |
5 |
- |
5/1 = 5 |
2 |
10 |
10- 5 = 5 |
10/ 2 = 5 |
3 |
15 |
15-10 = 5 |
15/ 3 = 5 |
4 |
20 |
20- 15 = 5 |
20/4 = 5 |
5 |
25 |
25- 20 = 5 |
25/5 = 5 |
پورتني جدول کې څرګنديږي چې په بشپړ سیالۍ بازار کې وروستي او منځني عواید سره مساوي دي کولی شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو:
په پورتني ګراف کې MN په بشپړ سیالۍ بازار کې وروستیو عواید او منځني عواید څرګندوي چې سره مساوي دي.
په نابشپړه سیالۍ او انحصاري بازار کې د وروستیو او منځنیو عوایدو اړیکه: په نا بشپړ سیالۍ بازار کې د پلورونکو شمېر کم وي، نو ځکه هره کمپنۍ د عرضې ځانګړی مقدار لري او کمپنۍ کولی شي چې د عرضې په وسیله په بازار کې قیمت اغېزمن کړي او د کمپنۍ تولیدوونکی توکي له نورو بېل وي او تولیدات په بازار کې یو د بل بدیل نه وي چې دې ته انحصاري سیالۍ هم وايي.
او که سیالۍ شتون ونه لري، نو انحصار ورته وايي انحصار هغه حالت ته ویل کېږي چې ټوله عرضه د یو توکي یوه کمپنۍ تر سره کوي او د توکو نژدې بدیل هم شتون ونه لري. په نا بشپړه سیالۍ او انحصاري بازار کې د وروستیو او منځنیو عوایدو په لاندې جدول کې روښانه کړو:
خرڅلاو مقدار |
ټوله یيزه عواید |
منځني عواید |
وروستي عواید |
1 |
10 |
10/1=10 |
10 |
2 |
18 |
18/2= 9 |
18- 10 = 8 |
3 |
24 |
24 / 3 = 8 |
24 – 18 = 6 |
4 |
28 |
28/4=7 |
28 – 24 = 4 |
5 |
30 |
30/5=6 |
30 – 28 = 2 |
6 |
30 |
30/ 6 = 5 |
30- 30 = 0 |
7 |
28 |
28 / 7 = 4 |
28 – 30 = -2 |
که پورتني جدول ته ځير شو، نو لیدل کیږي چې کله چې د خرڅلاو مقدار ډېر شي تر یو حده منځني او وروستي عواید ډېريږي خو تر يو ټاکلي حد وروسته بیا دواړه سره کميږي خو وروستي عواید بیا له منځنیو څخه په تیزی کمېږي. کولی شو په ګراف کې هم روښانه کړو.
په پورتني ګراف کې AR منځني عواید او MR وروستي عواید ښکاره کوي چې د تولید په ډېرښت سره تر یو بریده ډېريږي، خو کله چې تولید لا ډېر شي نو وروستي او منځنیو عوایدو مقدرا ورسره کمېږي، خو وروستي بیا تر منځنیو لګښت ګړندي کميږي.
ټوله یيزه عواید(Aggregate revenue): ټوله یيزه عواید هغو عواید ته ویل کېږي چې يوه کمپنۍ د تولید شوي توکي له خرڅلاو څخه تر لاسه کوي . ټوله یيزه عواید د توکو د خرڅلاو له ډېرښت په لومړي سر کې ډېريږي خو تر یو حد وروسته بیا کميږي او نزولي لار نیسي:
چې کولی شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو:
په پورتني ګراف کې ox کرښه د تولید مقدار او د oy کرښه د ټوله ییزو عواید ټولګه او TR د ټوله یيزه عوایدو کرښه ده . کله چې خرڅلاو مقدار ډېريږي نود ټوليیزو عوایدو مقدار هم ورسره ډېریږي، خو کله چې خرڅلاو لا پسې ډېر شي نو د ټولیيزو عوایدو مقدار ورسره کميږي او نزولي لار نیسي.
نور بیا ...