غزل

سترګې مې ديدن پسـې ړندې شـوې ومې نه ليـده
زلفې يې چې ملاپورې اوږدې شوې ومې نه ليـــده
زه ورته دسـاعت په تمـه راغلمــه دېـره شـــــــــومـــه
تېرې پرمادلته ډېرې شپې شــــوې ومـــې نه ليـــــده
يو دېـــــوال موجـود بـه وه زمـا اودجــانــان ترمنــــځ
لـېرې چې منـزل اوفاصـلې شـوې ومــې نه ليـــــده
خلاص مې شو ګرېوان اوپه فرياد يې داسې وويـل
اوښــــكې مې دســترګومېلمنې شوې ومې نه ليـــده
نن مې له اشنـــاسره په خپل كوركې مېــلمه شومــه
ماتـــې لـــه حيانه پرې خــولې شــوې ومې نه ليـــده
مايي په زخمـي زخمـــي زيګرډېــرانتظــاروكــــــــړو
پورته مې له زړه سوې نارې شــوې ومې نه لېـــــده
ماخــــودجـــانــان دوصــــال ډېـــرخوبـــونه وليـــــدل
خاورې مې په خاوروكې اصرې شوې ومې نه ليــده
ر/ روشن