څو نوي بيتونه

د تېر په شانتې نه ده سندرغاړې،سندرغاړې
نړۍ له منځه لاړه چې ته لاړې ،سندرغاړې
دردونه،کړاوونه او ويجاړې سندرغاړې
همدا مې شوې د ژوند د کتاب ژباړې سندرغاړې
توبه!په دې پوهېږم نه چې ژاړې سندرغاړې
او يا په بېلتانه باندې مې وياړې سندرغاړې
په خوب کې پاچا کېږم،ته مې غواړې سندرغاړې
لاسونه تاووې زماله غاړې سندرغاړې