مرګ خو څه نويه خبره نه ده ځکه چي مرګ یوحقیقت دی ټول مرو خوخبر دناځواني دمرګ ده سهار مي چي فيسبوک خلاص کړ لومړي خبردعبدالغفور فيروز دشهادت وه ما فيروز دنژدي نه پيژاند خو دليکوالي اوفعاليتونونه يې خبر وم تر ددي مخکي هم په کندهار کي شهيد پتيال چي زموږ ځوانه هستي وه په ډیرۍ ناځواني يې شهيد کړ وروسته حشمت خليل کرزي،عبدالعلي شمسي،يما قريشی په څير ځوان استعدادونه مو له لاسه ورکړل.
ددې وطن بي هدفه جګړي دټولو زيانونو سره سره تر ټولو لوی زيان او تاوان دا دی چي دکار خلګ مو راڅخه اخلي او رښتيا خبره داده چي په دي وطن کي مرګ ډیر ساده او اسانه دی یعني دخپل ځان په اړه وايم هيڅ کله مي دمصونيت احساس نه دی کړي هميشه مو دارزښتونو خبره کړي ده او ددې خاوري دښمنان مو خپل دښمنان بللي دي.
زه دفيروز قاتلینو نه وايم څه مو لاسه راوړل ده ته مو شهادت ورپه برخه کړ او ددې وطن يو استعداد مو راڅخه واخيست دده هغه هيلي او ارمانونه چي دخپلي خاوري او وطن لپاره يې لرل مړاوي کړل،مګر دمرګونو لړۍ به لاهم جاري وي ځکه چي ددې خاوري دښمنان ډیرشعوري ددې وطن دتباهي پلانونه جوړوي مګر معصومه وينه بيا رنګ لري ازار لري او نور هم ددې وطن اصل بچيان خپله مبارزه کوي او نه تر شاه کيږي ځکه چي دحق په لاره کي دقرباتي څخه خوند اخلي.
په دي وطن کي دحق اواز پورته کول دارزښتونو خبره کول دهر چاه کار نه دی ځکه چي دا کارونه دسر په بدله کيږي دفيروز غوندي سر به خوري صحيح ده دفيروز غم دکورني او دوستانو لپاره درند دی خو په معنوي لحاظ دفيروز نوم به دتاريخ په زرينو کرښو کي وليکل سي.
په پای کي دلوی خدای ج څخه ددغو شهيدانو په روي په دي وطن کي د دوامداري سولي خواست کوم دشهيد فيروز کورني ته تسليت وړاندي کوم.
په درنښت
وروستي