افغان جګړه، د بنین سیوان اوخلیلزاد مأموریتونه!

کله چې تاریخی بحثونه کیږی، تر ټولو ویښ او زیرک ملتونه هغه دې چې د تیر تاریخ مثبت کرکترونه عملي کړي او له منفی کړنو څخه عبرت واخلي.  

یوه مشعوره مقوله ده: چي سوله د هوسۍ په ښکرکې ده هنر غواړی زه ورسره دا خبره ملګرې کوم چې د هنر خلک غواړي هغه بله ورځ چې روسان وتل ډاکټر نجیب الله د ولسمشر اشرف غني رول ادا کاوه او اوس طالبان د پخوانیو مجاهدینو رول اداکوي. خلیلزاد د بنین سیوان رول لوبوي، خو ښاغلی خلیزاد له اصل افغان دی، د افغانستان په ټولو قضایاوو پوه دی، دی باید د افغانستان لپاره ډیر محتاطانه او پاخه قدمونه واخلي.

زه چې د خپل وطن اوسني سیاسي مشران ګورم هغوی اوس هم له تاریخ څخه عبرت نه اخلي موږ اوس بیا د داسی یو سر نوشت سره مخامخ یو هم ډیر ښه فرصتونه لرو کیدای شي چې موږ ددغې اوږدې جګړې څخه خلاص شو او د یو ښه نظام او نوي افغانستان خاوندان شو. داهم ممکنه ده چې موږ یو ځل بیا کورنی جګړی ته ولاړ شو بیا مو ټانکونه او طیاری پاکستان ته په کباړي ډول لیلام شي.

 ښه اوس څه کول په کار دي؟ تر ټولو مهمه تدبیر او دافغانستان د ګټو لپاره پریکړي زه نه غواړم چې په دې مقاله کې ډیر اوږد او تاریخی بحث وکړم غواړم چې خپلو هیواد والوته په دې حساسو شیبو کې ستونزې او فرصتونه دواړه تشریح کړم د حل لاره هم راسره شته.

اول تر ټولو لوی مسئولیت په خپله د افغانانو دی موږ افغانان باید په صداقت او رښتنولی اوسنۍ د سولې فرصت مدیریت کړو حکومت، سیاسیون، طالبان، ټول باید اوسني فرصت ته فرصت ووایې د سرو او شنوکرښو نه باید تیر شي یو او بل ته دې زغم وکړي د پیغور زنده باد او مرده باد پر ځای دې د هیواد ملي وحدت یقني کړي ټول دې په غیږ کې سره ونیسی او د یو اسلامي عادلانه نظام لپاره ټول په ګډه کار وکړي.

امریکا: امریکا او ناټو دي خپل تیر اشتباهات ومني، د یو نوي افغانستان لپاره دې په خپلو ستراتیژیو کې تغیر راولي د افغانستان خارجې سیاست دې افغانانو ته پریکدي او دوې دې ورسره د یو پارتنر په شکل خپلو هکاریو ته ادامه ورکړي که دوی د مسئولیت احساس ونه کړي د هرډول کورنۍ جګړې مسئولیت به د دوی په غاړه وي.

افغان حکومت: ولسمشر محمداشرف غنی هم ډیر دروند او تاریخي مسئولیت لري په سوله کې دده هر ډول قربانې او تیریدنه دده د تاریخ پاڼې رنګینه کوي دی باید د سولې لپاره ډیر محطاط ، حوصله او تدبیر کار وکړي.

 احساساتې بر خوردونه هم ده ته تاوان رسوي هم سولې ته، ځکه چې د افغانستان ملت سوله غواړی.

طالبان: طالبانو ته هم نه ده پکار چې غرور وکړي، د انتقام په فکر هغوی نشي بریالې کیدلای هغوی باید د حوصلې او تدبیر نه ډیر زیات کار وخلي مخکې یې چې خپل ټول توان په جګړې مصرفاوه اوس دې خپل ټول توان په خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره مصرف کړي.

ګاونډیان او د افغانستان نژدې دوستان: دې هیوادونو له هم په کارده چې د افغانستان لپاره د سره فکر وکړي افغانستان نه د چا صوبه جوړیدای شي اونه یې کوم هیواد ګروګان نیولی شي. افغانستان په ګاونډیتوب او ملګرتیا کې ډیر تاریخې روایات لري د تقابل پرځای باید د ملګرتیا او حسن نیت پر اساس مخته ولاړ شي. د حسن نیت یوه بیلګه یې د ایران سره څلور متره مکعبه فی ثانیه د اوبو ورکړه ده د ښه نیت په خاطر د پاکستان سره د هند په جګړه کې د اعلی حضرت محمد ظاهر شاه بې طرفي ښه مثالونه دي.

د حل لارې: د افغانستان د اوسني کړکیچ د حل لارې چارې: تر ټولو مهمه د بې طرفه افغانانو طرحه ده هغه په دې مانا په اوس وخت کې دوه اړخونه دې.

 اول حکومت او دویم طالبان موږ داوایو: یواځې چې هر یوه اړخ ته د حکومت مسئولیت ورکړې ستونزه نشي حل کیدای په کډه یا ۵۰ په ۵۰ هم ستونزه نشي حل کولای تر ټولو مهمه داده موږ په داخل او خارج کې یو تعداد بې طرفه، ملي، متخصص د نیک شهرت خاوندان او کدرونه لرو چې هغوی حکومت ته هم واضع خبره کولای شي او طالبانو ته هم تر څو پورې چې په کور دننه چالشونه ختم نشې او دلته د یو محکم او مضبوت نظام بنسټونه جوړ نه شي ستونزې نشي حل کیدلای.

 اول امریکا او متحدین ګاونډیان باید ددې طرحې ملاتړ وکړي د افغانستان ټول اړخونه د طالبانو په شمول باید ددې طرحې او میکانیزم څخه خپل ملاتړ اعلان کړي بیا موږ کولای شو چې د نوي افغانستان لپاره چې کوم هیلې اومیدونه لرو هغوته ورسیږو هم باید داسې یو حکومت جوړ شي چې عدالت یې لومړیتوب وي خارجې سیاست یی باید وضاحتونه ولري افغانستان باید هیڅ هیواد ته خطر نوي او د نړی هیوادونه باید افغانستان سره دوستانه اړیکې ولري.