هېموګلوبين څه شی دي؟

  لکه څنګه چې د هېموګلوبين ماليکول د وينې د سرو حجراتو په نامه هم يادېږي د تنفسي سيسټم د غړو څخه نسجونو ته د اوکسيجن او د نسجونو څخه د کاربن دای اکسايد او يو هايډروجن اټوم  د لیږد دنده لري او په همدې وخت کې وينې ته د سره رنګ وربښونکی هم همدا هېموګلوبين دي. هېموګلوبين د وينې په سرو کوروياتو کې موجود وي خو د توليد اصلي ځای يې د هډوکو مغز او ځګر دی، د هېموګلوبین تر ټولو مهمه دنده داده چې د اوکسيجن د سږو سره راتلو سره سم د هېموګلوبين سره تړل کېږي او د وينې د دوران د سيستم په مټ د بدن ټولو حجرو ته رسول کېږي. د نورمال انسان په وينه کې د هېموګلوبين نورماله سويه 12-16 g/dl ده، د وينې د توليد لپاره تر ټولو مهم عنصر اوسپنه ده د نورمال انسان په بدن کې د 3-5g اوسپنه شتون لري. د هېموګلوبین د کمی په صورت کې د بدن غړو او حجراتو ته په پوره ډول اوکسيجن نه رسېږي نو دلته په بدن کې د کم خونۍ د علامو ليدل پيل کېږي، د انسان بدن بې حاله ، ستړی، د سر ګرځېدل، د پاملرنې او درک کموالی، د وېښتو تويېدل، په اساني مريض کېدل او د مريضيو په وړاندې د مقاومت کمېدل ليدل کېږي. د خپل بدن د هېموګلوبين د سويې د پوهېدلو لپاره تاسې د خپلې وينې ټېسټ ( ازموينې) کولو ته اړتيا لري که چېرته مو د وينې د هېموګلوبين سويه تر 12g/dl کمه وه نو لازمه ده چې د اوسپنې او ويټامينونو تقويه و کړي. لاندې خواړه او مېوې کولي شي ستاسې د کم خوني مشکل سره مرسته وکړي - غوښه - دچرګ سينه - غني حبوبات - لوبيا - پالک - نخود - روميان او د روميانو روب - د ماهي غوښه او داسې نور   ژباړن : منيب الرحمٰن رحماني