غزل

څومره ډېر مي زوروي اشنا ستا مينه
ما و خوب ته نه پرېږدي اشنا ستا مينه
دا ستا ميني لېونى راڅخه جوړ كړى
ما په غم كي خندوي اشنا ستا مينه
كه مي غرونه فاصلې مابين كي راسي
تا زما و مخ ته دروي اشنا ستا مينه
ستا جفاوي په وفا راته تعبير كړي
څومره شه تعبير كوي اشنا ستا مينه
ته محب يه راته دومره ډېر محبوب كړې
آن په په آن مي زوروي اشنا ستا مينه
محيب ر حمتي