د لګښت شننه (څېړنه)
Cost Analysis
په تېر بحث کې مو د توليد او د توليد د عواملو ترمنځ پر اړيکې خبرې وکړې، اوس په دې برخه کې غواړو د توليد لګښتونه تر څېړنې لاندې ونيسو. په توليد کې لګښت په حقيقت کې د توليد د عواملو قيمت دی چې د توکو او چوپړتياوو په توليد کې کارول کېږي .هغه اړيکه چې د توليد د مقدار او د توليد د لګښت ترمنځ ده، د لګښت تابع ورته وايي. د توليد تابع او د لګښت تابع يو له بل سره مخامخ اړيکه لري. په کوچني اقتصاد کې موږ په ټوله یيزه ډول د لګښت دوه ډوله تابع لرو لنډ مهاله تابع او اوږد مهاله تابع، خو لومړی د لګښت ځینې ډولونه دي چې پېژندل یې اوسمهال ډېر اړین دي.
محاسبوي او اقتصادي لګښت
Accounting and Economic Cost
کله چې یو متشبث وغواړي تولید ترسره کړي، نو هغه مجبور دی چې د تولید د عواملو قیمت تادیه کړي، د کارګرو اجوره ورکړي، اومه مواد قیمت تادیه کړي، کرایه، د پانګې پر سر سود ورکړي چې دې ټولو ته د تولید لګښت وايي . یو محاسب یوازې هغه لګښتونه له ځانه سره لیکي چې تادیه شوي او هغه فیس چې د متشبث لخوا د توکو د عرضې په وخت کې عرضه کوونکو ته ورکول کېږي، محاسبوي لګښت ورته وايي. اقتصادي لګښت هغه لګښت دی چې یو متشبث پیسې په نور ځایو کې لګولی او ګټه یا سود یې ترلاسه کړای وای یا کله چې متشبث په بل ځای کې کار کړی وای نو د هغه چوپړتیاوې هم په کې راتلو خو دا دواړه لګښتونه محاسب نه لیکي چې دا اقتصادي لګښت دی.
اقتصادي لګښت = محاسبوي لګښت + ضمیموي لګښت .
موقیز لګښتOpportunity Cost) ): موقیز لګښتونه په اوسني پیر کې ډېر مهم ځای لري په اقتصاد کې او دا هغه لګښتونه دي چې د یو توکو د تولید له کبله بل توکی تولید نه شي. د ساري په توګه: یو شخص دی یو توکی تولید وي خو دا پريږدي د دې پر ځای بل توکی تولیدوي چې دیته موقیز لګښت وايي.
خصوصي او ټولنیز لګښت (Privat and Social Cost): دا اړینه ده چې د خصوصي او ټولنیز لګښت ترمنځ توپیر وشي، هغه ټول لګښت چې یو متشبث یې د توکو د تولید په وخت ترسره کوي خصوصي لګښت دی او ټولنیز لګښت هغه لګښت دی چې د يو کمپنۍ څخه ټولنې ته اړول کېږي، په ټولنیز لګښت کې هم خصوصي لګښت راځي او هم هغه اغېزې چې کمپنۍ د خپلو کړنو له کبله ټولنې ته اړول دي.
د لنډ مهال او اوږد مهال مفهوم: د تولید ځینې داسې عوامل دي چې کولی شو هر وخت کې په کې تغير راولو کمپنۍ کولای شي چې نوي کارګر ونیسي کله چې وغواړي د تولید مقدار ډېر کړي. هغه عوامل لکه کارګر، اومه مواد، کیمیاوي توکي او نور عوامل کولای شو هر وخت ورته تغير ورکړو چې دې ته متغیر عوامل وايي. په همدې ډول یو شمېر نور عوامل دي لکه ثابتې شتمنۍ، مشرتابه پلاوی، مدیریت پانګیز توکي نه شو کولای، هر وخت په کې تغير راولو په دې شیانو کې تغير ډېر وخت ته اړتیا لري چې تغير وخوري یا د نوی کمپنۍ رامنځته کول او نور. د دې لپاره چې اقتصاد پوهان د متغیرو او ثابتو عواملو ترمنځ توپیر رامنځته کړي نو د لنډ مهال او اوږد مهال توپیر رامنځته کړو. لنډ مهال هغه وخت دی کله چې دتولید په مقدار کې تغير روالي ډېر یا کم شي خو یوازې د متغیرو عواملو د مقدار د تغير له کبله د ساري په توګه: له کارګر ، اومه مواد او نور. اوږد مهال هغه وخت دی چې کله د تولید مقدار تغير وکړي موږ وکولی شو چې د تولید په ثابتو عواملو کې تغير راولو د ساري په توګه: د پانګیز توکو تغير، د کمپنۍ د تعمیر تغير او نور.
لنډ مهاله لګښتونه (Short Run Costs): لنډ مهاله لګښتونه په دوه ډوله دي:
چې په پورتني مساوات کې:
TC = ټول لګښت
FC = + ثابت لګښتونه
VC= متغیر لګښتونه
کولی شو د لګښت پورتني او نور ډولونه په لاندې جدول کې هم روښانه کړو:
8 |
7 |
6 |
5 |
4 |
3 |
2 |
1 |
MC |
AC |
AVC |
AFC |
TC |
VC |
FC |
Q |
- |
90 |
30 |
60 |
90 |
30 |
60 |
1 |
10 |
50 |
20 |
30 |
100 |
40 |
60 |
2 |
5 |
35 |
15 |
20 |
105 |
45 |
60 |
3 |
10 |
28.75 |
13 |
15 |
115 |
55 |
60 |
4 |
20 |
27 |
15 |
12 |
135 |
75 |
60 |
5 |
45 |
30 |
20 |
10 |
180 |
120 |
60 |
6 |
د ثابتو او متغیرو لګښتونو تر څنګ لګښت يو شمېر نور ډولونه هم لري چې په لاندې ډول دي:
ټول منځني لګښتونه(Average Total costs): کله چې ټول لګښتونه د توليد په مقدار ووېشو، نو ټول منځني لګښتونه په لاس راځي چې د توليد د هر واحد لګښت راښي چې تابع په دې ډول ده:
ATC = TC / Q
توليد مقدار/ ټول توليد= ټول منځني لګښتونه
متغیر منځني لګښتونه(Average variable costs) : کله چې متغير لګښت د توليد په مقدار ووېشو منځني متغير لګښتونه په لاس راځی. متغیر منځنی لګښت د في یونټ متغیر تولید لګښت دی په ټوله ییز ډول منځني لګښتونه د تولید د ډېریدو له کبله کميږي.
د منځنيو متغیرو لګښتونو او منځني تولید ترمنځ اړیکه: د منځنيو متغیرو لګښتونو او د تولید د متغیرو عواملو منځنی تولید في یونټ سره. که چیرته Q د ټولو تولید مقدار سره څرګند کړو، L د متغير عامل پرې څرګند کړو دا به کارګر فرض کړو W د متغیر عوامل د یو یونټ قیمت فرض کړو AP منځني تولید د متغیر عامل لپاره وکارو او موږ د فرض کړو چې د متغیر عامل قیمت قیمت تغير نه کوي، کله چې نور متغیر عامل موږ وکاروو، نو Q=AP×L AP منځنی تولید د کارګر، L متغیر عامل او هغه مقدار چې کارول شوی دی.
AVC =TVC / Q
توليد مقدار / ټول متغير لګښت = منځني متغير لګښت
کله چې ټول متغیر لګښت(AVC) مساوي دی د متغیر عامل (L)له مقدار سره چې په کار وړل شوی او ضرب دی، د متغیر عامل د فی یونټ(W) له قیمت سره نو AVC=L.w نو له دې کبله AVC=L.w/Q او Q=AP×L نو داسې پایله راوستلی شو چې: AVC = L.w/ AP×L=w/AP=w(1/AP)
نو د متغیر عامل قیمت w منځنی متغیرلګښت مساوی دی د منځني تولید له معکوس ضرب دی ثابت w.
له پورتنیو شننو څخه راڅرګنديږي د منځنيو متغیرو لګښتونو او منځني تولید ترمنځ اړیکه معکوسه ده. کله چې د متغیر عامل منځنی تولید ډېر شي نو د متغیر عامل نور یونټونه و کارول شي نو منځني متغیر لګښتونه کميږي.
ثابت منځني لګښت(Average Fixed costs) : د ثابت لګښت وېش له ټول توليد څخه ثابت منځني لګښت په لاس راځي:
AFC = FC/ Q
توليد مقدار / ثابت لګښت = ثابت منځني لګښت
وروستی لګښت Marginal Cost)): وروستی لګښت د توليد د اخري واحد لګښت دی. يانې د نوي واحد د زياتوالي لګښت دی.د ساري په توګه: که د دوه واحدونو ټول لګښت 95 افغانۍ وي، که موږ دريم واحد وراضافه کړو ټول لګښت 115 افغانۍ کېږي چې د دريم واحد د وروستی لګښت د پيدا کولو لپاره 115 منفي 95کوو چې 20 په لاس راځي مانا دا چې دريم واحد وروستی لګښت 20افغانۍ دی. د تعريف له مخې کولای شو تابع په داسې رسم کړو:
MC = TCn – TCn-1
د وروستي او منځني لګښت ترمنځ اړیکه: د وروستني او منځني لګښت ترمنځ ډېره اړینه اړیکه شتون لري. کله چې وروستني لګښت له منځنی لګښت څخه کم وي منځنی لګښت کميږي او کله چې وروستني لګښت له منځني لګښت څخه ډېر وي، نو منځنی لګښت ډېرېږي . د ساري په توګه: د کرکټ د لوبی یو مثال ورکړو که چیرته د شهزاد د لوبو اوسط پنځوس وي او په راتلونکی لوبه کې دی له پنځوسو منډ کمې وکړي یانې 45 منډې وکړي نو اوسط یې کمېږي، ځکه چې وروستی منډی له پخواني اوسط منډو څخه کمې دي خو که چېرته 55 منډې وکړي، نو اوسط یې لوړېږي، ځکه چې وروستنۍ منډې له پخواني اوسط څخه ډېرې دي او دا اړیکه کولی شو چې په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو:
په پورتني ګراف کې لیدل کيږي چې ox د تولید مقدار، oy د لګښتونو مقدار،MC وروستني لګښت کرښه،AC منځني لګښت کرښه څرګندوي کله چې کله چې وروستنی لګښت د منځني لګښت له پاسه وي نو منځني لګښت ډېریږي نو وروستنی لګښت منځنی لګښت پورته خوا ته کشوي له بلې خوا که چیرته وروستنی لګښت له منځني لګښت څخه لاندې وي نو منځنی لګښت ورسره کميږي نو دلته وروستنی لګښت منځنی لګښت لاندې خوا ته کشوي. او کله چې دواړه سره مساوي شي یانې د L په نقطه کې منځنی لګښت په خپل حال پاتې کېږي، وروستی لګښت منځنی لګښت افقي لور ته کشوي.
همدارنګه د توليد د بېلابېلو ډولونو تر منځ اړيکه په لاندې ګراف کې روښانه کړو:
د وروستی توليد سير په لومړيو کې صعودي او بيا وروسته نزولي بڼه غوره کوي چې دا کړنه په کرنه کې ډېره عامه ده چې دې ته د نزولي بهرې قانون هم وايي.کله چې ټول توليد د کار په واحدونو ووېشو، نو منځنی توليد په لاس راځي چې مقدار يې په څلورمه ستنه کې ښودل شوی.
د ټول توليد، وروستی توليد او منځني توليد د ګراف تر منځ اړيکه کولای شو په څلورو مرحلو کې روښانه کړو:
۱- په لومړۍ مرحله کې ټول توليد، وروستي توليد او منځني توليد ډېريږي. د کار د هر واحد په زياتوالي سره د تير واحد په پرتله کې زياتوالی راځي په دې مرحله کې د وروستي توليد مقدار د ډېرښت مقدار حد اکثر ته رسيږي.
۲- په دويمه مرحله کې ټول توليد او منځنی توليد ډېريږي خو وروستی توليد کميږي د دې مرحلې په اخر کې وروستی توليد له منځني توليد سره چې مقدار يې حد اکثر ته رسيږي مساوي وي.
۳- په درېيمه مرحله کې ټول توليد د ډېرښت خپل اخري حد ته رسيږي، خو منځنی او وروستی توليد کمېږي، د کار د بېلابېلو واحدونو د زياتوالي سره سره منځنی توليد کمېږي او د دې مرحلې په اخر کې صفر کېږي چې ټول توليد د ډېرښت خپل وروستي حد ته رسېږي.
۴- په څلورمه مرحله کې ټول توليد کمېږي او وروستی توليد منفي لوری نيسي، يانې د کار د يو واحد په زياتوالي سره ټول توليد د ډېرېدو پر ځای کمېږي چې منځنی توليد هم په دې مرحله کې کمېږي.
اوږد مهاله منځنی لګښت(long run average cost) : اوس غواړو د لګښت اوږدمهاله کرښه رسم کړو اوږد مهال هغه وخت دی چې یوه کمپنۍ کولی شي چې د تولید د ټولو عواملو په مقدار کې تغير راولي. په اوږد مهال کې کمپنۍ نه د تولید عوامل ثابت دي او نه ثابت لګښت شتون لري په لنډ مهال کې ځينې عوامل ثابت وي او ځینې متغیر وي خو په اوږد مهال هیڅ ثابت عامل شتون نه لري دا یو داسې وخت دی که کمپنۍ وغواړی چې تولید ډېر کړي نو کولای شي چې ټولو عواملو ته په کې تغير ورکړي.اوږد مهاله منځني لګښت د تولید په مقدار باندې د اوږد مهال ټول لګښت د ویش څخه ترلاسه کیږي د لپاره چې موږ د منځني لګښت اوږد مهاله منحني کرښه رسمه کړو لومړی موږ درې د منځني لګښت لنډ مهاله منحني کرښې په پام کې نیسو د منځني لګښت لنډ مهاله کرښو ته د تعمیر کرښه هم وايي:
لکه څرنګه چې پوهیږو چې په لنډ مهال کې تعمیر ثابت دی او هر لنډ مهاله منځني لګښت کرښه د تعمیر پر اساس ده او کمپنۍ په لنډ مهالی کرښې خپلې کړنې ترسره کوي فرض کړی چې یوازې درې ډوله تعمیرونو د جوړيدو امکان شتون لري، د ورکړل شوي تعمیر پر اساس یا د وخت پر اساس په لنډ مهال کې کمپنۍ چې کله تولید ډېروي یا کموي، نو په متغیرو عواملو کې تغير راولي، خو په اوږد مهال کې کمپنۍ له درېیو څخه یو ټاکي چې د هریو لنډ مهاله د لګښت کرښه لري SAC1,SAC2,SAC3 په اوږد مهال کې يوه کمپنۍ دا پرېکړه کوي چې د کوم تعیر له مخې خپلې کړنې ترسره کړي. په لومړی سر کې OB مقدار تولید لومړی دا کمپنۍ ترسره کوي او له لنډ مهاله منځنیو لګښتونو SAC1 خپلې کړنې ترسره کوی په همدې ډول هغه کولی شي چې ,SAC2, هم توکي تولید کړي. د دې لپاره چې د اوږدمهال منځنیو لګښتونو کرښه رسم کړو د د ټولو لنډ مهالو کرښو لاندې نقاط سره نښلو چې له هغې وروسته دا کرښه په لاس راځي:
د وروستني لګښت اوږد مهاله کرښه(Marginal cost long run curve): په لومړیو درسونو کې مو د وروستني لګښت لنډ مهاله کرښه تشرېح کړه او په همدې ډول مو له منځني لنډ مهاله لګښت سره يې اړیکه هم تشریح کړه. د وروستني لګښت کرښه په اوږد او لنډ مهال دواړو کې ډېر ارزښت لري او دا مهمه ده چې د وروستني تولید اوږدمهاله کرښه څنګه رسمېږي د وروستني تولید کرښه کولی شو چې د اوږد مهاله ټول لګښت له کرښې په مخامخ ډول رسم کړو. په همدې ډول کولی شو چې د اوږد مهاله منځني لګښت له کرښې هم رسم کړو. ځکه چې د اوږدمهاله وروستني لګښت کرښه د اوږد مهاله منځني لګښت کرې پورې اړه لري. کولی شو په لاندې منحني کرښو کې توضیح کړو:
په پورتني ګراف کې لیدل کیږي چې څنګه د اوږد مهاله وروستني لګښت کرښه LMC د اوږد مهاله منځنیو لګښتونو له کرښې LAC څخه رسم کړو د لنډ مهاله منځنیو او وروستني لګښتونو له کورنۍ څخه رسمېږي. که OA مقدار تولید په اوږد مهال کې تولید کړو، نو دا باید د اوږد مهاله منځنیو لګښتونو په کرښه رسم کړو، H په نقطه کې چې د لنډ مهاله کرښې SAC1سره مماس دی کله چې OA مقدار تولید ترسره کېږي او دا باید د لومړی تعمیر مطابق تولید تسره کېږي چې SAC1 کرښه وي او د SMC1 کېږي. د H نقطې مطابق لنډ مهاله منځني لګښت کرښه SAC1 اود اږد مهاله منځني لګښت کرښه LAC او هلته یو بله نقطه N ده چې لنډ مهاله وروستي لګښت کرښه ده. دا په دې مانا چې چې OA مقدار تولید په اوږد مهال کې دی او وروستی لنډ مهاله لګښت يې AN دی. په همدې ډول که نور تولید هم تر سره شي نو د ټولو کرښو د اتصال څخه د وروستني لګښت اوږدمهاله کرښه په لاس راځي.