
د روسانو د وتلو يويشتم كال د روسي امپراتوري د را نسكوريدو لامل
په افغانستان يرغل او كه له افغانستان نه وتل؟!
د يوې تاريخي پېښي په توګه په كال 1989م د فبروري په 15 نيټه د روسيې آخري ټانگ له افغانستان څخه ؤ وت, د روسانو وتنه له افغانستان څخه دافغان باتور قوم لپارة يوه لويه او تاريخي لاسته راوړنه ده , هغه ملت ڇې دى روسي يرغل په وړاندې يې په ميړانه او شهامت مقاومت وكړ, څرنګه يې چې د انګلسي امپراتوري په وړاندې په شهامت او ميړانه مقاومت کړي ؤ .
د روسانو د څو كالو د حاكميت په نتيجه كي يو نيم ميليونه افغانان شهيدان ، او تقريبا يو مليون نور ټپيان او معيوبه شول ، او پنځه مليونه پاكستان او ايران ته مهاجر شول , د فبوري پنځلسمه نيټه په افغانستان كى دى استقلال او آزادى د ورځي په څير لمانځل كيږي ، او دا د افغانانو دوياړ ورځ ده ، ڇي سږ كال د افغانانو په ذاكره باندي ځانگړى اغيزه لري , چيرته چې په هلمند کې د روسانو په څير وحشي يرغل توره شپه جوړه کړي ده ،د ګنهکار او بي ګناه ترمنځ توپير نکوي 0
د روسيه ځني كار پوهان او كتونكى د نړۍ له بعضى كار پوهانو سره په دي باورمتفق دى ڇى ګواكي د روسيه د امپراتورۍ د نړيدو لامل او علت په افغانستان باندي يرغل او تجاوز وا , او همداراز د دى يرغل په نتيجه كي يى خپل نړيوال حيثيت هم په منطقه له لاسه ور كړ ،اود روسيې د نظامي مشرتابه په قول روسيې پدي تورو غرونو کې له خپل تاريخ سره سره خپله جغرافيه هم له لاسه ورکړله .
خوپه مقابل لوري كي د روسيې نور كار پوهان او صاحب نظران په دې نظر دي چه د روسيې د امپراتورۍ د نړيدو لامل او سبب د روسانو وتل له افغانستان څخه دى ، چه په سيمه كي يى خپل حيثيت هم له لاسه ور كړ, او امريكا او اوروپا(نـاټو) ته يې د يرغل او تجاوز زمينه هم برابره كړه ، ورسته له 12 كالو څخه اوس مهال په افغانستان كې د امريكا او ناټو 13 عسكري اډي موجودى دي 0
سربيره په دې دا كارپوهان په دې باور دي ، ڇه له افغانستان څخه د روسانو د قوتونو وتلو زمينه برابره كړه ، تر څو د شوروي اتحاد له جمهوريتونو نه هم روسان ؤ وځي, او يا په بل عبارت له افغانستان څخه وتل ، د روسيه د امپراتوري د را پرزيدو اصلي لامل گڼلي کيږي, نوځكه دا هغه تاريخي سياسي تيروتنه وه ، ڇه د روسيه د وخت جمهور رئيس ګورباڇوف وكړه ، پكار وه ڇه روسيې خپل موجوديت ته د ديرو نورو كلونو لپارة ادامه ور كړی وی 0
د دې دو متقابلو نظرونو ترمنځ د روسيې دبهرني سياست موسسې زيار ايستلي دی تر څو د افغانستان په سياسي جرياناتو كښي خپل تاثير پريږدي ، او دا تاثير د افغانستان په تيروسياسي پيښو کې په ګوته كولي شو، ڇيرته ڇه د تاجيك او اوزبك قومونو سره چه د شمالي ټلوالي په نامه شهرت لري ، او احمد شاه مسعود يې مشرى كوله نظامي كمك كوي ، او تر خپل سياسي او عسكري حمايت لاندي يى ساتى , كله چه احمد شاه مسعود د 11 سبتمر نه څو ورځي وړاندى و وژل شو، نو امريكا ته د 1۱ستمبر حملو زمينه برابره كړه تر څو د طالبانو په حكومت باندي جګړه پيل كړي .
تر اوس مهاله پوري روسان د تاجيكانو او اوزبكانو كلك حمايت كوي ، خو دا يوازي هغه مهمه او استراتيژيكه سياسي ورقه نده ، چه دي روسانو سياسي موسسه يى په لاس كى لري ، تر څو د افغانستان په سياسى كړكيڇ كې ورنه كار واخلي ، سربيره پدې روسان هغه اکمالاتي لاره په واک کې لري ، چه امريكايى او اوروپايى قوتونو ته دي نظامى اكمالاتو زمينه برابروي ، او هغه خورا مهمه ځمكنۍ او هوايي لاره د دوي په واك ده ، چه امريكا او اوروپا(ناټو) ميشت قوتونه ور باندي اكمالات كوي0
دا يوه له هغو مهمو ورقو څخه ده چه روسان دى امريكا او ناټو سره په سياسي خبرو اترو كې ورنه كار اخلي ، او د همدې موقف په اساس كيدي شى چه روسانو خپل د وتلو يوويشتم كال ولمانځي , او مقابل لوري ته دا ورځ دي جمهور رئيس اوبا ما له هغه ليد سره سمون خوري ، كوم چه په افغانستان كې د قوتونو زياتول غواړي ، ڇه له 34 زرو څخه 68 زرو ته زياتيږي ، او د دفاع وزير روبرت گيټس يى پخلي كوي او دي څو مياشتو په اوږدو كي به بشپړ شى 0
دامريكا او ناټو يا د اتلاف د قوتونو د اكمالاتو په رابطه بايد روښانه شى چه 80 په سلو كې د ضرورت وړ شيان او 40 په سلو كې د سون مواد يې د پاكستان له خاوره څخه تيريږي ، او د پاكستان د امنيتي وضعيت دخرابيدو په صورت کې امريكا او ناټو بله لاره نلري ، پرته لدې چې د روسانو نه لاره وغواړي ، او ور نه گټه واخلي ، تراوس مهاله د امريكا او اوروپا د اكمالاتو لپاره د روسيه فضاء خلاصه ده ، او دا دي يو معاهدة په اساس ڇه تير كال دي فبوري دي مياشتي په 12 نيټه لاسليك شوي دي ، همدا رنگه روسانو په ډاگه كړي چه د امريكايانو سره يى يو تفاهم كړي ڇه په اساس يى دى روسيه له خاوري څخه خپل غير نظامى اكمالات كولي شى , چه دا په سياسي ډګر كي يو مهم بدلون دي چې دي دواړو خواوو تر منځ شوي دي ،خو سره له دى د امريكا د استخباراتو موسسه د روسانودهغه هڅې څخه ديره زيانمنه شوه چه لکبله يې روسانو وتوانيدل د امريكا نظامي اډه په قرغيزستان کې وتړي . ويل کيږي چې روسانو قرغيزستان وهڅاوه ، تر څو د امريكا نظامى اډه وتړي ، او دا د روسانو په دو مخي سياست دلالت كوى0
اوباما د ټاكنو پر مهال د افغانستان ثبات او سياسي استقرار دخپل خارجي پاليسي د مهمو ټكو برخه وګڼله , اوباما امر كړي ؤ ، تر څو د افغانستان په اړه استراتيږي په دريو سويو په اساس بيا وڅيړل شي ، او پدي بيا كتنه كي د سپيڼي ماڼي مشاورين ، دفاع وزارت او جنرال ديويد پيتريوس د امريكا د قوتونو مشرتابه په سيمه كي شامل ؤو، هغه استراتيژي چې دافغانستان د ثبات او استقرار لپاره منظوره شوه ، او دتنفيذ لپاره يې په سيمه کې خاص استازي هالبروک وټاکل شو ، چې سيمي ته په تګ راتګ ستړي شو ، خو کوم ځانګړی پرمختګ ونشو 0
اوس مهال په افغانستان كى څلويښت دولتونه كار كوي ، او په سلگونود بيا رغوني موسسي او مرستندويى موسسي كار كوي ، چه ملگرى ملتونه اود اتلاف ځواكونه هم په كې شريك دي . د اوروپا 13 ټيمونه او دنړيوال 26 گروپونه د افغانستان په بيا رغونه کې په مختلفو منطقو كي مصروف دى . اکثريت د دغو موسسو په افغاني ټولنه کې پرته له اداري فساد څخه بل څه ارمغان ندي راوړي ، هغه کومکونه چې نړيوالي ټولني د افغانستان د بيا رغوني لپاره وړاندي کړي ؤ، د همدغو موسسو په ذريعه له افغانستان څخه وتلي ، دبيا رغوني په ځاي يې يوي طبقه خلک په رشوت اخيستلو عادت کړل ، او خپل افغاني غرور او شهالت يې له لاسه ورکړ .
د افغانستان مسلمان اوخپلواک ملت هيله من دي چې د لوديځ دمتجاوز او يرغلګر ځواک د وتلو وياړ به هم وګټي . ان شا الله تعالی
عبدالرحمن فرقاني