د برایان تریسي څو مثبتې غونډلې یا جملې!

۱ـ د لمر خاته لوري ته مو لوری بدل کړئ تر څو سیوری ستاسو تر شا شي.
۲ـ بریالي وګړي تر ډېره د هغه فرصتونو او چانسونو پسې ګرځي تر څو له نورو سره مرسته وکړي. نابریالي وګړي هغه دي، چې تر ډېره دا پوښتنه کوي څه ګټه ماته لري؟
۳ـ ما دا وموندل، چې چانس د وړاند وینې وړ دی، که تاسو ډېر چانس غواړئ، نو باید ډېر چانسونه وازمویی، فعاله و اوسئ او تر ډېره د نورو په نظر کې اوسئ.
۴ـ تاسو په خپل ځان کې د پاملرنې وړ وړتیاوې لرئ تر څو وکولای شئ هغه ستونزې، چې ژوند ستاسو تر پښو لاندې کړې له منځه یې یوسئ.
۵ـ د هر هغه څه په اړه، چې پياوړی د باور احساس ولرئ، نو په واقعیت به درته بدل شي.
۶ـ ستاسو تر ټولو اړینه او مهمه شتمني د ګټې لاسته راوړل دي او تر ټولو ارزښتمنه زېرمه مو وخت دی.
۷ـ له وخت څخه بده ګټه اخستنه دا ده، چې خپل ډېر وخت په هغه کارونو ولګوئ، چې د ډېر وخت لګولو ارزښت ونه لري.
۸ـ هڅه وکړئ ځنې وخت پیسې مصرف کړئ تر څو وخت په لاس راوړئ، یعنې هغه کار او کړنه، چې لږ اهمیت درته لري هغه چا ته یې وسپارئ، چې لږ پیسې درڅخه غواړي.
۹ـ که دغه کار یا کړنه تر سره نه شي نو څه به وشي؟ که یو قانع کوونکی ځواب مو درلودو، چې د کار ارزښت درته روښانه کوي، نو هغه کار ترسره کړئ.
۱۰ـ هڅه وکړئ داسې دنده د ځان لپاره غوره کړئ، چې ستاسو وړ وي، که نه، نو ستاسو شغل او دنده به ستاسو لپاره د وخت تر ټولو ستره ضایع کوونکې شي.
۱۱ـ په ژوند کې د کلمو ارزښت ډېر اړین دی، ښې کلمې ښه او ښکلي فکرونه منځ ته راوړي.