دا هـرغـم او درد ورک کـړې خـدایه لـه ژوند د پښتنو
دا هرد ښمن او رقیب رســوا کړې زمونږ د پښتنـو
دا څوک ورانــوې ښـوونځې اومـدرسـې زمونږ خداېه
دا څوک وژنې هرعالم او لارښود زمونږ د پښتنـو
دا کوم ظالـم شیـنـدې تـیـزاب پـــه مونږه لوې خداېه
دا کوم ظالم ده چې ورانـوې کـور اوکـلې د پښتنـو
دا ولئ پـه ناحـقـه بنـد یا نیښو حلال لـیښو مونږه خداېه
دا ولئ بـمـباریــښې ودونــه او جـنـازې د پښتنـو
دا رقـیـبان ولئ راکوې نـــوم د تــــروریـست خداېه
دا دښمنان کوې هر ر نګه ټـیستـونه په کور د پښتنـو
دا واوره نـن چې هر ظـلـم کړې واردې ده دښمن د خدایه
دا واوره بیا د ټـیـنګې نه یئ کـه وار راغې د پښتنـو
دا د روس او انګـرېزتاریخ ته وګـوره ته دښـمن د خدایه
دا دوی څنګه وتـښـتـول شـول له وطــن د پښتنـو
دا ستاسولارښود دې شیـطان ریټـل شوې له پاک خدایه
دا ستاسولارښود ده جوړکړې پاک خداې د پښتنـو
دا دښـمنـان جوړه وې هر رنګه دسیسې مونږته خداېه
دا دښـمـنانو چور اوتالا کړښکولې وطن د پښتنـو
دا ده وطن تیاره مو رڼاکړې په صلح اوخپلواکې خدایه
دا دوعا د زبیح الله ده هره تیاره رڼا کړې د پښتنـو
ذبیح الله شریفې
ها لينډ
۲۳ــ۰۱ــ۲۰۱۰
وروستي