اقتصاد پېژندنه/ (۲۲ مه برخه)

د حاصل د کمښت يا د لګښت د ډېرښت قانون
د مقیاس یا عامل په وړاندې نزولي حاصل
Decreasing Return to Scale
که موږ هر څومره د کار او پانګې په مقدار کې زياتوالی راولو د ځمکې په وروستي توليد کې تر يو ځانګړي حد پورې زياتوالی راځي، چې دغه حد ته معياري حد ويل کېږي. کله چې دغه حد ته رسيږي، نو بيا که د کار او پانګې په مقدار کې هر څومره زياتوالی راولو په وروستي توليد کې کمښت راځي چې دې قانون ته د حاصل د کمښت قانون ويل کېږي. که په توليد کې زياتوالی د توليد د عواملو د زياتوالي په پرتله کم وي، نو دې ډول قانون ته د حاصل د کمښت قانون وايي. پروفيسور بنهم د حاصل د کمښت قانون داسې تعريف کړی: که د توليد د عواملو په مجموعه کې د يو عامل په تناسب کې زياتوالی راشي، له يوې نقطې وروسته د دغه عامل په وروستي توليد کې کمښت راځي . همدارنګه پروفيسور الفرد مارشال د حاصل د کمښت قانون په اړه وايي: که ګروندګر په ځمکه د پانګې او کار واحدونه له يو ځانګړي مقدار څخه زيات کړي نو د ځمکې توليد د هغوی په نسبت کميږي، په دې شرط چې د کرنې په هنر کې بدلون رانه شي چې کولای شو په لاندې جدول کې ښه روښانه کړو:
 

د پانګې او کار مقدار
ټول توليد
وروستی توليد
1
100ټنه
100ټنه
2
180 ټنه
80=100-180
3
240ټنه
60=180-240
4
280ټنه
40=240-280
5
300ټنه
20 =280-300
په پورتني جدول کې لیدل کیږي چې د کار او پانګې د يو واحد توليد سل ټنه دی خو کله چې د پانګې او کار په مقدار کې زياتوالی راځي د هغه په پرتله په نهايي توليد کې کمښت راځي. همدارنګه کولای شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو:

په پورتنې ګراف کې لیدل کیږي کله چې د کار او پانګې واحد يو وروستي توليد سل ټنه وي، خو کله چې د کار او پانګې واحدونه دوه کېږي وروستی توليد اتيا ټنه کېږي او کمښت په کې راځي همدارنګه د نورو واحدونو په زياتوالي سره په وروستی توليد کې کمښت راځي ګراف مخ ښکته راځي.
د حاصل د کمښت د قانون دويم نوم د لګښت د ډېرښت قانون دی، ځکه کله چې موږ په توليداتو کې ډېرښت راولو، نو د کار او پانګې په عواملو کې ډېرښت راولو چې ورسره په منځينو لګښتونو کې ډېروالی راځي لاندې جدول ته ځير شئ:
د پانګې او کار اندازه
ټول توليد
ټول لګښت
منځنی لګښت
1
100
1000
10 =100/1000
2
180
2000
11.11=18/2000
3
240
3000
12.50=240/3000
4
280
4000
14.29=280/4000
5
300
5000
16.67=300/5000
په پورتني جدول کی لیدل کیږي چې کله چې د کار او پانګې واحد يو وي ټول توليد سل ټنه ټول لګښت يې زر افغانۍ او منځنی لګښت يې لس افغانۍ ده، خو کله چې د کار او پانګې واحدونه دوه شي ټول توليد 180 ټنه کېږي ټول لګښت دوه زره افغانۍ او په منځني لګښت لوړيږي له لسو افغانيو څخه (11.11) افغانيو ته پوره کېږي په همدې ترتيب د نورو واحدونو په زياتوالي سره په منځني لګښت کې زياتوالی راځي چې همداسې ادامه پيدا کوي.

په پورتني ګراف کې لیدل کېږي، که د کار او پانګې واحد يو وي منځنی لګښت لس افغانۍ خو که د کار او پانګې واحدونه دوه کړو منځنی لګښت (11.11) ته لوړيږي همداسې که هر څومره د کار او پانګې واحدونه ډېر کړو ورسره منځني لګښتونه ډېرېږي.
د قانون فرضیې: د لګښتونو د ډېرښت د قانون فرضيات په لاندې ډول دي:
● د ټاکل شويو عاملينو په مقدار کې نه بدلون: د لګښتونو د ډېرښت قانون هغه سم ثابتيږي چې ټاکل شويو عاملينو په مقدار کې تغیر رانه شي اود پخوا په اندازه پاتې شي.
● د توليد په طريقه کې نه بدلون: د دې قانون سم ثابتولو لپاره بايد دا خبره په پام کې ونيول شي چې د توليد په طريقه هېڅ ډول بدلونه رانه شي.
● معياري حد تير شوی وي: د لګښتونو د ډېرښت قانون هغه وخت سم ثابتيږي، کله چې معياري حد تير شوی وي، معياري حد هغه حد ته ويل کېږي، چيرته نهايي توليد ډېر زيات وي.
● د برخو بڼه: د توليد په کومو عواملو کې چې تغیر راوستل کېږي، د ټولو برخو بڼه بايد يو شان وي، ځکه د توليداتو د کمښت ارتجاعيت له راټولېدو سره په برخو نه وي، بلکې د توليد معياري حد د تېرېدو له وجې وي.
کولای شو د حاصل درې واړه قوانين په يو ګراف او جدول کې هم روښانه کړو:
په عملي ژوند کې چې موږ کله کاروبار پيلوو، نو په پيل کې د پانګې او کار د واحدونو په اضافه والي سره په وروستي توليد کې ډېرښت راځي چې دلته د حاصل د ډېرښت قانون په عمل کې وي، بيا يو داسې وخت را رسيږي چې د پانګې او کار د واحدونو په زياتوالي سره وروستي توليد يو شان کېږي چې دلته د حاصل د مساوات قانون په عمل کې وي او بيا يو داسې حد رامنځته کېږي، که د کار او پانګې په واحدونو کې هر څومره زياتوالی راولو، نو وروستی توليد په کمېدو وي چې دلته د حاصل د کمښت قانون په عمل کې وي، کولای شو په لاندې جدول کې ښه روښانه کړو:
دکار او پانګې واحدونه
ټول توليد
وروستی توليد(ټن)
قوانين
1
10 ټنه
10
د حاصل د ډېرښت قانون
2
25 ټنه
15 =10-25
3
45 ټنه
20 =25-45
4
70 ټنه
25 =45-70
د حاصل د يو شانوالي
قانون
5
95 ټنه
25 =70-95
6
120 ټنه
25 =95-120
7
140 ټنه
20 =120-140
د حاصل د کمښت قانون
8
155 ټنه
15 =140-155
9
165 ټنه
10=155-165
 
10
170 ټنه
5 =165-170
په پورتني جدول کې لیدل کيږي کله چې د کار او پانګې په واحدونو کې زياتوالی راځي، تر څلورو واحدونو پورې په وروستي توليد کې ډېرښت راځي چې دلته د حاصل د ډېرښت قانون په عمل کې وي. له دې وروسته د پنځم او شپږم واحد په زياتوالي سره نهايي توليد سره يو شان وي چې دلته د حاصل د يو شانوالي قانون په عمل کې وي، له دې وروسته چې د کار او پانګې نور واحدونه زيات شول، نو نهايي توليد په کې کميږي چې دلته د حاصل د کمښت قانون په عمل کې وي، کولای شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو.
Untitled
په پورتني ګراف کې دوه مستقيم خطونه GF او GH لیدل کيږي چې د G په نقطه کې سره يو بل پرې کوي.  GFد کار او پانګې واحدونه ښيي او GHد وروستي توليد مقدار ښيې په لومړي سر کې لیدل کيږي  چې ګراف پورته خواته روان دی چې د حاصل د ډېرښت قانون دا په ګوته کوي  خو ګراف چې کله د (e) نقطې ته ورسيږي، نو دا نقطه موږ ته د حاصل د يوشان والي قانون راښیي، د (e) له نقطې وروسته ګراف نزولي سير نيسي چې موږ ته د حاصل د کمښت قانون راښيي. L,e او N درې خطونه موږ ته د حاصل درې قوانين راښيي.
همدارنګه کولای شو د لګښت درې قوانين هم په يو جدول او ګراف کې روښانه کړو:
د کار او پانګې واحدونه
ټول توليد
ټول لګښت
منځني مصارف
قوانين
1
10 ټنه
1000 افغانۍ
100=10/1000
د لګښت د کمښت قانون
2
25 ټنه
2000 افغانۍ
80 =25/2000
3
45 ټنه
3000 افغانۍ
66.67=45/3000
4
70 ټنه
4000 افغانۍ
57.14=70/4000
5
95 ټنه
5000 افغانۍ
52.63=95/5000
6
120 ټنه
6000 افغانۍ
50=120/6000
د لګښت د مساوات
قانون
7
140 ټنه
7000 افغانۍ
50=140/7000
8
155 ټنه
8000 افغانۍ
51.61=155/8000
دلګښت د ډېرښت
قانون
9
165 ټنه
9000 افغانۍ
54.54=165/9000
10
170 ټنه
10000افغانۍ
58.52=170/10000
 
Untitled
په پورتني ګراف کې لیدل کيږي چې ګراف په لومړي سر کې مخ ښکته راځي، دا په دې مانا چې دا د لګښتونو کمښت ښیي، بيا يو داسې ځای رارسيږي چې ګراف د مستقيم خط شکل نيسي چې د لګښتونو يو شان والی ښیي او له دې وروسته ګراف بېرته مخ پورته ځي چې د لګښتونو ډېرښت څرګندوي.
د تولید د عواملو غوښتونکی جوړښت: د تولید په پروسه کې چې تولیدونکی یو له اساسي ستونزو سره مخامخ کېږي، هغه دا چې تولیدونکی په کومې اندازې سره د تولید عوامل ترکیب کړي، ترڅو مطلوب حالت رامنځته شي لکه څرنګه مو چې وړاندې ذکر کړ، د تولید د عواملو د بېلابېل جوړښت څخه یو شان تولید ترلاسه کېږي چې د تولید بې توپیره کرښه ورته وايي، نو موږ باید داسې ترکیب جوړ کړ چې د تولیدونکي لپاره مطلوب حالت رامنځته شي. هر متشبث غواړي ډېر ګټه ترلاسه کړي د دې لپاره هغه هڅه کوي چې لګښت خپلې ټيتې نقطې ته ورسوي، نو ددې لپاره متشبث دوه لارې له ځانه سره لري، د تولید تخنیکي چې وړاندې مو د يو ډول تولید په کرښه کې تشریح کړ او د تولید د عواملو قیمت چې به وروستیو برخو کې به تشریح شي.
مساوي لګښت شننه(څیړنه) Iso –Cost Analysis یا
د تولید د عواملو قیمت  Factor Price Analysis
د یو ډول لګښت کرښې هره نقطه د تولید د دوو عواملو ترکیب څرګندوي چې تولیدونکی يې په حقیقت کې له بازار اخیستلی شي د پانګونې مقدار او تولید د عواملو قیمت باید معلوم وي . کولای شو په مثال کې ښه روښانه کړو:
پانګونې مقدار = سل افغانۍ
کار واحد= 10 افغانۍ
پانګی واحد = 20 افغانۍ



کار واحد
پانګی واحد
ټول لګښت
10
0
100 افغانۍ
8
1
100 افغانۍ
6
2
100 افغانۍ
4
3
100 افغانۍ
2
4
100 افغانۍ
0
5
100 افغانۍ
پورتني ګراف کې لیدل کیږي چې تولید د بېلابېل عواملو ترکیب دی چې تولیدونکی په حقیقي ډول کولای شي له بازاره څخه واخلي.
د پراختیا لار Expansion Path)): لکه څرنګه چې مو وړاندې ذکر کړه چې تولیدونکی څنګه د تولید عوامل سره یو ځای کوي، نو اوس دا موضوع څيړو چې څنګه یو متبشث هغه تولید عوامل سره یو ځای کوي چې تولید ته پراختیا ورکړي، د تولید د عواملو په معلوم قیمت. د دې موضوع د روښانولو لپاره له لاندې ګراف څخه کار اخلو:

په پورتني ګراف کې د تولید دوه عوامل دي x او y چې د یو شان لګښت کرښه جوړ وي AB. د یو شان لګښت څلور کرښې دي AB,CD,UF,GH دي چې د ټول تولید بېلابېله اندازه څرګندوي. دا ټولې کرښې یو سره موازي دي مانا دا چې د دوو عواملو لګښت یو شان پاتې کېږي. که کمپنۍ وغواړي Q1 مقدار تولید وکړي یانې سل یونټه نو هغه به E1 جوړښت ټاکي ځکه لګښت تر ټولو کم ټکی دی ٍE1په نقطه کې AB له Q1 سره مماس ده، اوس نو کمپنۍ غواړي نور تولید هم وکړي، نو هغه Q2 مقداره تولید ترسره کوي، نو متشبث E2 نقطه ټاکي چې دلګښت تر ټولو ټيټه نقطه ده. په همدې ترتیب Q3,Q4 سره تولید ترسره کوي اود E3,E4 نقطې ټاکلي چې دلګښت تر ټولو ښه نقطه ده، نو د ټولو E1,E2,E3,E4 له نښلولو څخه د پراختیا لار ترلاسه کېږي، نو د پراختیا لار داسې تعیفولو شو چې د يو ډول تولید او یو شان مصرف د کرښو له اتصال څخه چې کومه کرښه راځي د پراختیا لار ورته وايي.