غزل

ډېر پرې خوښ يم لــــه ر ڼا نه متاثر دی
داچـــې زړه مـــــې لــــه يوچانه متاثردی
څــــه دعشق په تعريفونوپسې ګرځـــــې
عشق ښايست دی له ښکلانه متاثر دی
دا دروغ دي چې دګل ښايست پوره دی
دا ريښتيا ده چـــــې لـــــه تا نه متاثر دی
دسپېڅلــــي محبت په زور مې مات کړ
ډېر وخت کيږي چـــې له ما نه متاثر دی
په ايمــــــل باندې خندا خـــورا اثر کړي
خـــــو تر ډ ېره لـــــه ژ ړا نـــــه متا ثر دی

ايمل ښمر (منګل) پکتيا