
د فبرورۍ په ۱۴ مه نيټه د هندوستان د پښتنو جرګې د مشر ثناالله خان په کور کې د ارواښاد اجمل خټک په ياد يوه غونډه جوړه شوه ، ناسته د جواهرلال نهرو پوهنتون د پښتو ژبې استاد مظهر د قرانکريم په څو مبارکو اياتونو پيل کړه ، هندي پښتو پوه منوهر سنګ بترا د اجمل خټک پر مړينه خپله ژوره خواشينې څرګنده کړه او د نوموړي ځينو کارا نامو ته يې د خپلې وينا په ترڅ کې اشاره وکړه ، همدارنګه دکابل پوهنتون استاد پوهندوی محمد اسمعيل يون هم چې په دغه غونډه کې ګډون درلوده د اروښاد اجمل خټک پر ژوند لنډې خبرې وکړې ، غونډه کې د آل انډيا راډيو د پښتو څانګې مشر ممتاز ولي هم خبرې وکړې همدارنګه د هندوستان د پښتنو د جرګې مشر ثناالله خان د اجمل خټک ځينو خاطرو ته اشاره وکړه په پای کې په هندوستان کې دافغانستان دسفارت کلتوري اتشه استاد خالق رشيد هم خپلې لنډې څرګندونې وکړې او د ثناالله خان څخه يې مننه وکړه چې په نوي ډيلې کې يې د ارواښاد پښتون مشر اجمل خټک په ياد دغه غونډه جوړه کړه . په غونډه کې د پورتنيو ښاغلو سر بيره دغه ښاغلو، محبوب الله محبوب ، اسدالله ساحل ، اجمل فداي ، عتيق الله او ځينو نورو پښتنو ..
هم ګډون کړی و غونډ د اجمل خټک روح ته په دعا کولو سره پای ته ورسيده