
بې روزګاري هم تور زیړی دی رب د انسان ترې ساتي.
له دندې په کور شوم، ښه وه دومره جېب کې راسره وې چې یو دوه میاشتې مې اوږده اوږده ګامونه پرې ووهل، په کومه ورځ چې راتمامې شوې په همغه ورځ د میږي په قدم روان شوم، د دندې په لټون شوم، داسې دنده نه پیدا کیده چې زه ترې د شپې پوهنتون ته هم لاړ وای، او که پیدا به هم شوه نو معاش به یې له پنځو زرو (۵۰۰۰) ډېر نه ؤ، دې ته به مې د ګوتو شمار شروع کړ: ۱۰۰ روپۍ تګ راتګ کرایه، ۷۰ د غرمنۍ، ۴۰ روپۍ، پوهنتون ته د تګ راتګ کرایه...
آخر به مې چې سره جمع کړې نو درې زره ( ۳۰۰۰) به مې له جېبه هم په کې لاړې، پایله به دا شوه چې ځان به مې پرې کوڼ او ړوند کړ چې؛ یعنې په دې دنده هېڅ خبر نه یم.
ځینې یاران مې ډېر ښه وو، رنګ ته په کتو به یې نازولم، خو دا نازول به هم زما په زړه کې ماته تازه سکروټه کیدل، پلار ته مې هم د ( سر ګرول) نور زړه نه منل، ډیرئ وخت به مې هڅه دا وه چې باید له کوم ملګري سره په بازار کې په دغه تش جېب کې مخ نه شم او که مخ هم شوم نو خدای د بیا همغه وخت زما تر پښو لاندې ځمکه دوه ځایه کړي، دا به بیا پر ما د لوی رب تر ټولو غټ احسان وي.
دغه حالت بیخي تنګ کړم، یوه ورځ مې پر خپل موټر سترګې ښخې شوې، فکر مې وکړ چې؛ همدا خرڅ کړه! چې دا تور شوی رنګ دې لږ سپینوالی راوړي او د جېب له کنسر نه خلاص شې.
همدا وه چې موټر مې له ښکر ونیو څک څیښ مې بارګین ته بوتلو کله چې سوداګر پرې راتاو شول، څټ په مخ، لاندې باندې، دننه او بهر یې شل وارې وکتلو، وروسته یې وویل: " په یولک اویا ( ۱۷۰۰۰۰) غواړو!
هغه موټر چې ما ته په څلور لک (۴۰۰۰۰۰) تمام ؤ نن یې دوه لکه دېرش زره ( ۲۳۰۰۰۰ ) تاوان راته کاوه، زړه مې ونه منله بېرته مې کور ته راوست، د شپې تر څلور بجو مې رډې سترګې په کوټه کې ښکته او پورته قدم واهه، د چای پیاله به مې سمه راسره ګرځوله، له هر قدم سره مې سرپ ترې پورته کاوه، د چای د ترموز بیخ مې ویست، سهار رانږدې ؤ، زه له بې اندازې فکر کولو وروسته دې پایلې ته ورسیدم چې باید په موټر کې سپارلۍ وچلوم!
همغه وه چې سمه سترګه نه وه راپورته، ما موټر له کوره ویست، له مونږ لاندې خوړې ته مې موټر راکوز کړ، خوړه له خړو ګردونو ډکه وه، هغه به نر ؤ چې د مخکې لارې سپارلیو لپاره له بل موټر مخکې شي، کرار کرار روان وم، د خوړې یو او بل خوا څنډو ته مې مخ تاوولو، خو څوک مې په نظر نه راتلل، لږ وړاندې چې لاړم، مخامخ مې درې کسان تر سترګو شول له ګرد یې پیژندګلوی نه کیده، بل دا چې له ګردونو یې پر مخونو څادرونه هم راتاو وو، زما تر څټه له روان موټر څخه مې پر اکسلېټر پښه ټینګه کړه، په پنځو ثانیو کې مې د دریو کسانو تر مخې برېک ټینګ کړ، راپورته شول، کله یې چې له مخونو تاو څادرونه لرې کړل نو ومې پېژندل، درې واړه مې ملګري وو.
د دوئ له شرمه مې په لاره کې نورې سپارلۍ راجګې نه کړې، څک څیښ بازار ته راغلم، کله چې بازار ته راورسیدم، دوئ درې واړه د معمول په څیر رانه کوز شول، دوئ په دې پوه نه شول؛ کوم موټر کې چې پخوا وړیا تلل، هغه موټر نن د سپارلیو لپاره راوتلی ؤ.
د پارک ترمخې مې کرار کرار موټر روان کړ، چې سپارلۍ پورته کړم خو چا به زما او د موټر په لیدو موټر ته د راختلو زړه نه ښه کاوه، لس ځلې مې پر موټر له پارک ګرد طواف وکړ خو بشر هم راپورته نه شو، آخر ځای په ځای د همغه پارک ترمخې ودریدم، له ما به مخکې ټکسي ودرېده، نارې به یې ووهلې، په دقیقه کې به ډکه شوه، خو زما زړه نارې وهل چېرته منل، که به مې چاته سر د ( چېرته ځې؟ ) په اشاره وخوزولو، هغې به نرۍ مسکا وکړه؛ شاید زه ورته مسخره کونکی ښکاریدم، ځکه به زما ترمخې تېز تېر شو او بل موټر ته به وخوت.
زما پر زړه به دغه حالت څومره درد تېرولو؟ هغه زما او د رب ترمنځ راز ؤ، بهر خلک نه وو ترې خبر.
ولاړ وم، د سپاریلو انتظار مې کاوه، غرمه شوه، له ځانه سره مې وویل؛ په سر خوزولو نه کیږي راځه دا شرم هم مات کړه! باید په خوله د ( چېرته ځې) خبره راوباسې!
همداسې مې وکړل، دوه ژڼکي مې تر څنګ تېردل، له ښیښې مې سر رابهر کړ د زړه په زور مې غلي وویل: چېرته ځئ؟
دواړو یو بل ته وکتل، موسکي شول، د دې پر ځای چې ځواب راکړي قدمونو ته یې زور ورکړ، له ما چې تېر شول، یوه یې بل ته مخ ورکوږ کړ ویې ویل: موټر ته یې ګوره او ده ته ګوره! قواره یې د وزیر زوی ده او چلوي سپرلۍ!
خولې یې اسمان ته پورته کړې او له خندا شنه شول، زړه مې برېښ وکړ، موټر مې زر چالان کړ او حرکت مې وکړ ومې ویل؛ دا څه بې شرمه ده؟ له نهارې به نه مرم! تېر یم له دې سپارلیو وړلو!
لږ مخکې چې تلم نو د ننه ضمیر رانه وپوښتل: ولې وګرځیدې؟
ماوې وشرمیدم!
ــــــ شرم څومره پیسې درکړې؟
ــــــ یوه هم نه!
ــــــ نو اوس د پلان څه دی څه کوې؟
ــــــ همدا چې سپارلۍ نه چلوم بس!
ــــــ سوال شروع کړه!
ــــــ سوال مې له حرامو پرته وژدان هم نه مني!
ــــــ چې سوال کول دې وژدان نه مني! نو بیا دې وژدان هغه وخت ولې دا شرم نه ګاڼه چې کله تا په دنده کې معاش اخېست؟
له لږې چوپتیا وروسته مې له ځانه سره وویل: پوه نه شوم؟
ضمیر مې وخندل او ویې ویل: لېونیه! روپۍ همغه دي یواځې د ګټلو بڼه یې بدله ده، کومې روپۍ چې تا د معاش په نوم اخېستې هغه هم همدا روپۍ وې، او اوس دې چې ورته اړتیا ده هم همدا روپۍ دي، دا مهمه نه ده چې د روپیو لپاره د وزیر زوی شه! بلکې دا مهمه ده چې د روپیو لاره پیدا کړه او پر خپلو مټونو یې وګټه!
شرم د داسې عادت کړه چې په ناروا کې راوپاریږي او په روا کې ویده وي.
ځای په ځای مې موټر راتاو کړ د همغه پارک ترمخې مې ځان راورساوه، بخت مې بیدار ؤ، پنځه ولاړ کسان راپورته شول او په مزه مزه مې موټر روان کړ.