اقتصاد پېژندنه/ (۲۱مه برخه)

د حاصل يا د لګښت د استقرار قانون
د مقدار په وړاندې ثابت حاصل
Constant Return to Scale
د استقرار قانون د ډېرښت او کمښت قانون ترمنځ دی دا قانون هغه وخت پلي کېږي چې د ډېرښت قانون ودرېږي او د کمښت قانون پيل نه وي، د استقرار قانون کولای شو داسې تعريف کړو: که د توليد په يو عامل کې زياتوالی راشي خو په وروستي توليد کې زياتوالی را نه شي د استقرار قانون ورته وايي. چې کولای شوپه لاندې جدول کې يې ښه روښانه کړو:

د پانګې او کار مقدار
ټول توليد
وروستي توليد
1
100ټنه
100ټنه
2
200 ټنه
100=100-200
3
300 ټنه
100=200-300
4
400 ټنه
100=300-400
5
500 ټنه
100=400-500
په پورتني جدول کې لیدل کیږي چې د پانګې او کار په يو واحد سره ټول او وروستی توليد سل ټنه کېږي خو کله چې د پانګې او کار واحدونه دوه کېږي ورسره ټول توليد هم دوه سوه ټنه کېږي او وروستی توليد يو ځل بيا سل ټنه کېږي چې همداسې ادامه پيدا کوي او تر اخره په وروستي توليد کې ډېرښت او يا کمښت نه راځي. کولای شو په لاندې ګراف کې هم توضيح کړو:

په پورتني ګراف کې لیدل کیږي چې کله چې د توليد او پانګې واحد يو وي، د وروستي توليد اندازه سل ټنه ده، خو کله چې د کار او پانګې واحد له يو څخه دوه کړو، په وروستي توليد کې ډېر والی نه راځي، همداسې د درېو، څلورو او پينځو واحدونو په زياتوالي سره سره بيا هم وروستی توليد سل پاتې کېږي.
د حاصل د استقرار قانون ته د لګښتونو د استقرار قانون هم وايي، ځکه د نوي توکو توليد لپاره په لګښت نه ډېرښت او نه کمښت راځي کولای شو په لاندې جدول کې ورته ځير شو:
د پانګې او کار اندازه
ټول توليد
ټول لګښت
منځني لګښتونه
1
100 کمپله
1000
10=100/1000
2
200
2000
10=200/2000
3
300
3000
10=300/3000
4
400
4000
10=400/4000
5
500
5000
10=500/5000
پورتني جدول کې لیدل کيږي چې د کار او پانګې د واحد په مرسته سل کمپلې توليديږي چې ټول لګښت يې زر افغانۍ کېږي او منځنی لګښت يې لس افغانۍ دی خو کله چې د کار او پانګې واحدونه دوه کېږي توليد دوه سو کمپلو ته لوړيږي، ټول لګښت يې دوه زره افغانۍ کېږي خو منځنی لګښت بيا هم لس افغانۍ کېږي، په همدې ترتيب د نورو واحدونو په ډېرښت سره په منځني لګښت کې زياتوالی نه راځي، کولای شو په لاندې ګراف کې هم توضيح کړو:
 

په پورتني ګراف کې لیدل کیږي، که هر څومره د پانګې او کار په واحدونو کې زياتوالی راشي، په منځني لګښت کې زياتوالی يا کموالی نه راځي.
د دې قانون فرضیې:
● اومه موادو عرضه: د اومو موادو عرضه بايد په بازار کې دومره وي چې په بازار کې د تقاضا په زياتوالي سره سره په قيمت کې تغير رانه شي.
● د توليد عواملو بدله: د توليداتو د ډېرښت په وجه پانګې او کارګر ته ډېره اړتيا پيښېږي، خو د تقاضا په زياتوالي سره سره بايد بدله يو شان وي، لکه: لګښتونه، وجوره او د سود نرخ.
● د کار وېش: د دې قانون سم ثابتولو لپاره بايد کار د وېش په نظام کې توپير رامنځته نه شي.