له ړانده څخه یو ځل امسا ورکېږي

له ړانده څخه خپله امسا یو ځل ورکېږي: په دې مانا، چې انسان باید په یوه کار کې دوه ځلې ماتې ونه خوري؛ بلکې له یو ځل ماتې خوړلو درس او تجربه واخلي او د بیا ځلې لپاره ويښ او فعاله واوسي.
په هر کار کې باید له تېرو تجربو او ازمېښتونو ګټه واخیستل شي او د تجربې یا ازمېښت په نشتون کې له نورو څخه سلا مشوره واخیستل شي تر څو د بریالي کېدو لامل مو وګرځي.
که څه هم په یوه کار کې د لومړي ځل ماتې په خوړلو باید هېڅوک خفه او خواشیني نشي، ځکه هېڅوک بشپړ او پرته له تېروتنې نه دي؛ خو د نورو وختونو په موخه یې باید د ځان لپاره تر ټولو لوی درس وګڼي.
ريښتیا خبره ده، چې په یوه کار کې د یوې تېروتنې په کولو سره به مو هر څوک وبښي، خو که چېرې مو د تېروتنو کچه لوړه وي، نو بیا باید په دې پوه شو، چې د بښنې چانس ضرور له لاسه ورکوو.
دا موضوع مې ځکه را وسپړله، چې په دې تړاو مې د یوه نږدې ملګرې له خولې داسې کیسه واورېده، چې ستاسو پرمخ کې یې بشپړه ږدم.
ویل یې:
«یوه ورځ مې له یوه کس سره وپېژندل او د وخت په تېرېدو سره مې ورسره اړیکې زیاتې شوې او اړیکې مو ورځ تر بلې خوږېدې؛ یوه ورځ یې په خپلو خبرو کې ملګرتیا ته پر ژمنتیا ډېر ټینګار وکړ او شرط یې را باندې ولګوو؛ وې ویل «ته به له ما څخه په یوه یا لومړنۍ تېروتنه نه خفه کېږې او ما به په یوه تېروتنه نه پرېږدې»» د دې خبرې په اورېدو سره مې د پښتو ژبې عام شوی متل یاد ته راغی، چې وايي (له ړانده څخه یو ځل امسا ورکېږي) او ومې ویل، چې ښه وايي او همداسې خو ده.