
ماښام رالنډ ؤ، موټر د لارې له بندیدو، د موټرو په کتار کې د میږي په قدم روان ؤ.
د کابل دا بده شي چې کوم سړک یې بند شي نو کیلو متر لاره یو موټر ته دوه ساعته هم تمامه شي.
سپارلي ټوله کوزه شوه یوازې زه د لارې د اوږدیدو له امله د ټکسي موټر په مخکنۍ څوکۍ کې ګوښی پاتې شوم، ډرایور د ټایپ تڼۍ تاو کړه، سندره مسته غوندې وه، موټر غلی غلی روان ؤ، لږ وړاندې، یوه زړه ښځه، سره له یوې پېغلې، د موټر څټ سیټ ته راپورته شوه، د دړې له بندیدو سره سم یې پر ډرایور غږ وکړ: لطفاً ټایپت را خاموش کن!
( لطفاً دې ټایپ بند کړه! )
موټر کې خاموشي شوه، د ماښام آذان مې تر غوږو شو، له همدې سره تر څنګ له څټ سیټ څخه د غلي غلي ژړا غږ راغی، د پېغلې خبرې مې تر غوږ راغلې چې زړې ښځې ته یې ویل: توبه خدایه! دا د څه شروع کړي، نور بس کړه! شرم دی! پردیو مړیو ته دې سترګې اوبه کړې! فشار به د بیا پورته شي، د خدای لپاره بس کړه!
د ژړا غږ بند شو، د سترګو په کونجونو کې مې ښځې ته وروکتل، هغې مخ د ښیښې پلو اړولی ؤ، وجود یې جټکې خوړې، له همدې مالومیده چې یواځې یې زمونږ لپاره خپله خوله د زړه په زور بنده کړه خو اوښکې او د زړه غږ یې همداسې روان ؤ.
شېبه وروسته پېغلې په غوسناک ډول وویل: ته مې د ژړا لپاره بهر نه یې راوستي، د دې لپاره مې راوستې چې پام د غلط شي، د خدای لپاره نور بس کړه! دا ځل رانه مړه کېږې!
له همدې سره یې غږ بند شو، ژړا واخېسته، زړې ښځې زر لاس ترې تاو کړ د پېغلې سر یې په خپل ټټر پورې ونیو، ژړا زور واخیست.
دغه حالت مې ونه زغملو زر مې مخ ورتاو کړ، زړې ښځې ته مې وویل: ترورې! څه مشکل دی؟
مخکې له دې چې ښځه ځواب راکړي، پیغلې په ژړغوني غږ وویل: دا لېونۍ مې مور ده! بیګا یې په ټلویزیون کې د عسکرو مړي ولیدل، دوه ځله یې فشار لوړ شو مرګ ته یې نږدې کړه، ښه ده چې ترڅنګ مو روغتون دی هغې ته به مو زر یوړه، اوس مې چکر ته راوباسله چې پام یې غلط شي خو دا همداسې ژاړي، لطفاً ته ورته لږ څه ووایه زما خو نه مني!
ما چې خوله خبرو ته برابروله نو زړې ښځې وار مخکې کړ په لوړ غږ یې وویل: تاسې په څه پوهېږئ!؟ د هغو عسکرو مړي چې دلۍ دلۍ پراتهوو، د هغو بې ګناوو عسکرو د میندو او میرمنو د زړونو درد محسوسوم! اوس ته ووایه! ځویه! دا له یوې مور هېرېدلی شي؟
ځای په ځای ګونګ شوم، غونیمې زیږ شو، له دنیا ووتم، یو وخت غږ راباندې وشو: بیادر به جایت رسیدي!
( وروره ځای ته راورسیدې! )
سترګې به مې له برتیدو سره سرېښ کیدې او نری نری درد یې هم کاوه، له موټر چې راکوز شوم، ماخستن ؤ.