شخصي یا خپل نظم اصلي کیفیت دی!

تر ټولو اړین او مهم کیفیت بریا یا هم پرمختګ ته د رسېدو لپاره شخصي یا خپل نظم دی. شخصي یا خپل نظم په دې مانا، چې تاسې په خپل باطن کې د یو لړ شخصیتي، منظمو او پياوړو وړتیاوو درلودونکي یاست او تاسو ته د دې وړتیا دربخښي ترڅو خپلې ټولې دندې او کړنې په ښه ډول سر ته ورسوئ، که څه هم دغه کړنې مو خوښېږي یا مو بد ترې راځي.
شخصیت یعنې د کړنلارو او کړنو په مناسب وخت کې په ښه ډول د یوې پیاوړې لېوالتیا له مخې ترسره کول دي. هغه څه، چې ستاسو په راتلونکې کې تر ټولو اړینه برخه لوبوي هغه څه نه دي، چې تاسو زده کړي، بلکې د خپل ځان وړتیا یا نا وړتیا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د یوې بیې په توګه ورکول دي.
ټول وګړي په ځانګړې توګه تاسې د خپلو موخو د ترسیم او همدارنګه کړنلارو ته د رسېدو او تنظیم لپاره شخصي یا خپل نظم ته اړتیا لرئ. د کړنلارو د دوهم ځل تکرار او ودې ورکولو لپاره د یو منظم او ښه خپل نظمي کیفیت ته اړتیا لیدل کېږي او همدا رنګه له وخت څخه د ښې ګټې اخستنې او ذهن په اړینو کارونو مصروفه ساتلو لپاره هم دغه کیفیت اړین دی.
د خپل شخصیت د ساتل او د هغه څه د زده کول، چې تاسې کولای شئ په یوه ځانګړي موقعیت او حالت کې ترې خوند واخلئ، نو د خپل نظمۍ کیفیت په دې برخه کې خورا مثبته مرسته کولای شي.
د خپل مثبت احساس د دوام، د پيسو یا شتمنۍ د سپمولو، د مالي کړنلارې او مالي ازادۍ ته د رسېدو لپاره، خپل تمرکز او فکر خپلو موخو ته د رسېدو لپاره او د خپلو راتلونکو سختو حالتو لپاره د مثتبو غبرګونونو د ښودلو لپاره دغه خپل نظمي کیفیت ته اړتیا لرئ. تل هڅه وکړئ په خپل ځان کې مثبت نظم راولئ تر څو د ژوند په هر برخه کې مو د بریا او پرمختګ لامل شي.