
پوهنمل محمود نظری
هغه مهال چې صایب تبریزي له بغداده تیرېدی خلکو ورته وویل: د بغداد حاکم حکم کړی دی:
دا چې یزد د معاویه زوی د کوفی له خلکو څخه و، تر څو زه یم او زما حکومت وي هیڅ څوک حق نه لري پر هغه بد ووایي
صائب هلته سمدلاسه د طنزي شعر ووایه
حاكم بغداد حكمي كرده- ميبايد شنيد:
تا كه او باشد نبايد كرد لعنت بر يزيد
منعمان گر پیش مهمان نعمت الوان کشند
ما به جای سفره، خجلت پیش مهمان میکشیم
د بغداد حاکم حکم کړی – باید ټوله یې واوري
تر څو زه یم څوک نه شوای ویلی لعنت پریزید
کوربه که میلمه ته اووه رنګه خواړه راباسي
موږ د ستر خوان پر ځای مېلمه ته خجالت باسو
د دې طنزی شعر یوه مانا دا ده چې حاکم امر کړی .چې زه یم اړتیا نشته پر یزید بد و وایاست
هغه په یو بل شعر کې د ابرو په ساتنې ټینګار کوي. ابرو په دری کې درې ماناوي لري یو ابرویاني «عزت »، بله « وروځې» او درېیمه يي« اوبه» مانا ورکوي هغه په طنزي ادا په پند وايي
در حفظ آبرو ز گهر باش سخت تر
كاين آب رفته باز نيايد به جوي خويش
آبي است آبرو كه نيايد به جوي باز
از تشنگي بمير و مريز آبروي خويش
دست طمع كه پيش كسان مي كني دراز
پل بسته اي كه بگذري از آبروي خويش
د ابرو « عزت» په ساتنه کې هوښيار اوسه تر زرو
چې دا تللی ا وبه بیرته نه را ګرځي خپلي ویالې ته
ابرو (عزت) هغه اوبه دی چې بیرته نه را ګرځی ویالی ته
له تږی مړشه خو خپله ابرو مه تویه ته
د تمې لاس چې کسان( خلک یو ښار هم دی ) ته اوږدوې
پل تړې چې تیر شی له خپله ابرو ( د وروځي)
د هغه دا طنزی شعر ډیر اغیزمن دی
از گلوي خود ربودن وقت حاجت همت است
ورنه هر كس وقت سيري پيش سگ نان افكند
د خپلی خوله ګوله چا ته ورکول همت دی
کنه هر وخت موړ سړی سپي ته اچوی ډوډۍ
هغه په دې لاندې شعر کې د اړتیا به مهال احسان داسې ښه بیانوي
با همه زشتي ز دنيا چشم بستن مشكل است
هيچ مكروه اين قدر در ديده ها مرغوب نيست
له دې بدی دنیا څخه بیا هم کوچیده مشکل دی
هیڅ بدغونی موږ ته دومره غوښتونکی نه دی
هغه په دې لاندې شعر کې په طنزي بیتونو د نړۍ د پو پناه کیدو یو ښکلی انځور کاږي او وايي:
هر كه آمد در غم آباد جهان چون گردباد
روزگاري خاك خورد آخر به خود پيچيد و رفت
هر څوک راغی د نړۍ غم آباد ته لکه دوړه
یوه مده يې خاوره وخوړه اخیر بړبوکۍ شوه ولاړه
يا :
چنان ناسازگاري عام شد در روزگار ما
كه طعن از شير مادر استخوان اندر گلو دارد
زموږ په مهال داسې عامه شوې ده نه یوالی
چې ماشوم په خوله کې نیولی دی هډوکی
هغه د مکافاتو په توصیف کې وایي:
هر كه را بر خاك بنشاني به خاكت مي كشد
شمع آخر تكيه بر خاكستر پروانه كرد
د هر چاسره چې ښه وکړی بد درسره کوی
شمع اخیر د پتنګ په ایرو تکیه وکړه
هغه د پستو خلکو په توصیف کې وایي
سبك ساران به شور آيند از هر حرف بي مغزي
به فرياد آورد اندك نسيمي نيستاني را
شودګان کړس کړس خاندی په هر ه چټي خبره
په زوږ راولي وړه سیلۍ نی زار
هغه د نړۍ په عدالت ته ګوته نیسی وايي
سبزه در دست و پاي افتاده است
خار بالانشين ديوار است
واښه په لاس او پښو کې دي لویدلي
ځوز پورته ناست په ديوال دی
کله کله نقد د غچ سره یو شان وی لکه
به سیم قلب یوسف را نمیگیرند از اخوان
من انصاف از خریداران درین بازار میخواهم
په پیسو د یوسف زړه نه رانیسی له وړونو
زه په دی بازار کی له پيرودونکو څخه انصاف غواړم
نوربیا