د توليد قوانين يا د حاصل قوانين
Laws of production or Laws of Returns
توليد د توليد د څلورو عواملو (ځمکه، کار ،متشبث، پانګه ) په پايله کې رامنځته کېږي، که موږ وغواړو چې توليد ډېر کړو له دې څخه موخه دا ده چې د توليد عوامل بايد ډېر کړو، په عملي ژوند کې ځمکه او متشبث د خپلواکو عواملو په توګه ګڼل کېږي. که موږ غواړو چې توليد ډېر کړو، نو بايد پانګه او کار کې زياتوالی راولو، خو دا اړينه نه ده چې په کوم نسبت د توليد عوامل زيات کړو، په هماغه اندازه دې توليد هم ډېر شي، کله چې موږ د توليد په عواملو کې زياتوالی راولو، نو له لاندې درېو حالتونو سره مخامخېږو:
۱- يا به يې نسبت ډېر وي
۲- يا به يې نسبت مساوي وي
۳- يا به يې نسبت کم وي
پورتنيو حالتونو ته د توليد درې قوانين وايي لومړي ته د حاصل ډېرښت قانون، دويم ته د حاصل استقرار قانون او درېيم ته د کمښت قانون وايي چې هر يو یې په لاندې ډول تر مطالعې لاندې نيسو:
د حاصل د ډېرښت او يا د لګښت د کمښت قانون
Law of increasing Return or Diminishing Cost
که په توليد کې د توليد د عواملو د زياتوالي په پرتله ډېر ډېرښت راشي، د ډېرښت قانون ورته وايي. د ډېرښت په قانون کې ځمکه او تشبث ثابت، پانګه او کار متحرک په پام کې نيول کېږي، د پانګې او کار په ډېرښت سره په توليد کې زياتوالی راځي يا ورسره نهايي توليد ډېرېږي. پروفيسور بنهم (Benhem)د ډېرښت قانون داسې تعريف کړی:
د توليد د عواملو په مجموعه کې که د يو عامل په تناسب کې زياتوالی راشي، نو ورسره تر يو ځانګړي حد پورې په نهايي توليد کې هم ډېرښت راځي. د ″بنهم ″په نظر که په يو کاروبار کې د توليد عامل ثابت او د توليد په نورو عواملو کې يو شان زياتوالی راشي ورسره په وروستی توليد کې تر يو ځانګړي حد پورې ډېرښت راځي، دې ته د ډېرښت قانون وايي. د ډېرښت قانون کولای شو په لاندې جدول کې ښه تشريح کړو: که له موږ سره د لس جريبه ځمکې لپاره يو تراکتور شتون ولري نو د پانګې او کار د بېلابېلو واحدونو له کبله دا ډول توليدات ترلاسه کوو:
د پانګې او کار مقدار |
ټول توليد |
وروستی توليد |
1 |
100ټنه |
100ټنه |
2 |
300 ټنه |
200=100 -300 |
3 |
600ټنه |
300=300-600 |
4 |
1000ټنه |
400=600-1000 |
5 |
1500ټنه |
500=1000-1500 |
په پورتني ګراف کې دوه مستقيم خطونه لیدل کیږي چې د wtاو we په نامه يادېږي او د w په نقطه کې سره يو بل پرې کوي. د wt مستقيم خط د کار او پانګې واحدونه ښکاره کوي. د we مستقيم خط د نهايي توليد مقدار راښيي، کله چې موږ يو واحد کار او پانګه ولرو، نو زموږ ټول توليد سل ټنه کېږي، خو کله چې د کار او پانګې يو واحد بل ور اضافه کړو چې ټول دوه واحده شي، نو ټول توليد د دې پر ځای چې دوه سوه ټنه شي درې سوه کېږي او نهايي توليد دوه سوه ټنه چې همداسې ادامه لري له ګراف څخه هم راڅرګنديږي چې که د کار او پانګې يو واحد وي ټول توليد سل ټنه خو کله چې د کار او پانګې واحدونه دوه کېږي د دې پر ځای چې دوه سوه شي درې سوه کېږي.
د لګښتونو د کمښت د حاصل د ډېرښت د قانون دويم نوم دی، ځکه کله چې د پانګې او کارګر په مقدار کې ډېرښت راوستل شي، ورسره په منځنيو لګښتونو او يا نهايي لګښتونو کې کمښت راځي چې کولای شو لاندې جدول ته هم ځير شو:
د پانګې او کارګر اندازه |
ټول توليد |
ټول لګښت |
منځنی لګښت |
1 |
100 |
1000 |
10=100/1000 |
2 |
300 |
2000 |
6.67=300/2000 |
3 |
600 |
3000 |
5=600/3000 |
4 |
10000 |
4000 |
4 =1000/4000 |
5 |
15000 |
5000 |
3.33=1500/5000 |
په پورتني جدول کې لیدل کیږي چې د کار او پانګې د يو واحد له کبله سل ټنه توليد صورت نيسي چې ټول لګښت پرې زر افغانۍ راځي او منځنی لګښت يې لس افغانۍ کېږي. خو کله چې د پانګې او کار واحدونه دوه کېږي ټول توليد درې سوه، ټول لګښت دوه زره افغانۍ او منځنی لګښت 6.67 ته راښکته کيږی چې همداسې ادامه پيدا کوي، هر څومره چې د کار او پانګې واحدونه ډېر شي منځنی لګښت ورسر کميږي، کولای شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو.
په ګراف کې لیدل کیږي چې کله چې د کار او پانګې واحد يو وي منځنی لګښت لس افغانۍ وي، خو کله چې د کار او پانګې واحدونه دوه کېږي منځنی لګښت مخ په ښکته راځي منځنی لګښت يا مصرف 6.67 ته راښکته کېږي چې همداسې ادامه پيدا کوي.
د حاصل د ډېرښت او د لګښت د کمښت د قانون فرضیې:
● د توليد د عواملو ښه يو ځای کېدل: د دې قانون د سم ثابتولو لپاره دا خبره بايد فرض کړای شي چې تر اوسه د توليد عواملو د يو ځای کېدو ښه حد نه دی تير د توليد د عواملو ښه يو ځای کول هغه وخت وي چې د توکو د توليد په وخت کې لګښتونه کم تر کمه شي.
● د برخو بڼه: دا قانون هغه وخت عملي کېږي چې د توليد متغيرو عواملو بڼه يو شان وي او هېڅ ډول بدلون په کې نه وي راغلی.
● د توليد طريقه: د دې قانون د سم ثابتولو لپاره بايد د توليد په طريقه کې توپير را نه شي.