په غم لړلی وطن/ د اوښکو کيسي

د دې وطن دردونه دومره ډیر دي چي په مسجدونو کي هره ورځ د غم کمبلي هوارې وي یو غم لا خلاص سوی نه وي بل غم شروع سي په مجلسونو کي ټولې د مایوسي د غم او ویر خبري کیږي په ښار کې هم د خلکو په خوليد خندا څه نه لیدل کیږي داسي کور دي نه وي چې پر کور یې د غم کمبله نه وي هواره سوې يواځي نه دا چې لویان مو غم ځپلې دي بلکه د عزت حیاء او پت ډکي تورسري او پیغلي چې چا یې پلو هم نسو لیدلی، نن پر لویو سړکونو ولاړې او د خیرات لاس یې اوږد کړی وي، تنکي ماشومان مو هم ببر سرونه او لڅي پښې فقر کوي.
نن مي د خپلو دوو بچیانو بلال احمد او نبیل احمد سره پارک ته ولاړم او دا مي د دوي حق وبلی چې دوی باید زه پارک ته بوځم ځکه چي دا د ماشومو هیلو غوښتنه وي چې تفریحي ځایونو ته یې بوځو
زه هم ددوي د حق د پوره کولو لپاره د لښکرګاه ښار مرکزي پارک چې د بابا ملت په نوم یادیږي ورغلو
په پارک کې تر ګرځیدو مخکي بلال جان او نبیل جان د جوس غوښتنه وکړه او وروسته مې په پارک کې د ماشومانو د لوبو لپاره په کرځنده زانګو کې دوي ګرځول چې یو نازک ماشوم راښکاره سو
ماشوم چې ډیر وړوکی وو ښکلی او ښایسته وو یو ژړه بوجی یې په شاه کړې وه او په ماشومانه لهجه یې وویل کاکا لس روپی راکه
د ماشوم د اواز په اوریدو او دده په لیدو دي حالت ته چې مي وکتل،په خدای تاثیر یې راباندي وکړ،
ماشوم مي ښکل کړ جوس مي ورته راوغوښت، د بلال او نبیل سره څنګ په څنګ په زانګو کي مي کښینوی او پوښتنه مي ورڅخه وکړه بجیه! سبق وایې؟
ماشوم په ماشومانه لهجه راته وویل چي پلار مي مړ سو
اوس مي مور سبق ته نه پریږدي ما ورنه پوښتنه وکړه پلار دي چا مړ کړ؟
ماشوم په خپل لهجه وویل
پلار مي مین راله مړ کي
نو ماشوم د خپل ژوند ټوله کیسه راته وکړه لنډه داچي ماشوم بې پلاره او بې سرپرسته وو،مور یې دی مجبوروی چې هم لرګي او هم خاشې راټولي کړي تر څو په کور کې اور پري بل کړي او هم د خلکو څخه پیسې وغواړي
د ماشوم کیسه رښتيا هم دردوونکې وه او چي رښتیا ووایو زما د سترګو نه هم دده پر حالاتو اوښکې توی سوې.
رښتیا چي موږ ډیر غم و ځپلو
په نوره دنیا کې خلک پارکو ته د طبيعت راستګی لهپاره ځي دلته په پارکونو کې هم د غمونو څخه نه یو خلاص،ددې وطن ښار او کلي دواړه ماښامونه په اوښکو سره تیروي، چي رښتیا سي تر ټولو لومړی مي د وطن هغو مشرانو ته ښیرا وکړه چا چي د واک او قدرت لپاره ددې مظلوم ملت په سرنوشت لوبي کړیدی او د ټوپک د شپیلی په زور یې د خپل زړه د خواهشاتو لپاره هر ناروا عمل کړیدی،چې بیت المال یې د ځان نه دی بللی، د مظلوم ملت حق یې خوړلی دی د وطن سره یې مینه نه ده کړي یواځي یې وخت ددې دپاره تیر کړیدی چې پیسې جمع کړ،ښه کور جوړ که د واک او قدرت نه سوآ استفاده وکه او د خپل ځان،کور او ماشومانو لپاره د خوښیو ډک ژوند وغواړه او نور که په دي ملت کيدغسي بې سرنوشته ماشومان ګرځي دوي یې پروا نلري او د خپل هغه رب نه مي چې ډیر باانصافه او عادل دی ددوي د نابودی غوښتنه وکړه.
زه نه غواړم چې زما لیکنه سیاسي سي ځکه چې دا زما د زړه درد دی خو خبره داده په دي وطن کي چې څه روان دي پر پردو هیڅ خبره نه کوو پردي به خود زموږ وطن خرابوي
! افغانه تاته وایم تا ددې وطن سره څه وکړه
یو وار د روس په مقابل کي امریکا وجنګولو اوس د ګاونډيانوپه شمول اروپا، امریکا، روس او چین د ټولو د لوبو مرکز یو او یو پر بل ټايي وهو یو مسلمان او بل کافر بولو
یو ددې وطن خواخوږی اوبل تروریست کړو، اخیري نتیجه مو دا سي چي وطن وران ټوکر ټوکر کړو
بیا د هغه چا په خوله چي تر ننه مودښمن بللي بیا د هغه په خوله ټوپک واخلو او خپلي جګړي ته حق ووایو
هغه څوک چي بیا پر کابل حکومت کوي او ځان ددې وطن اصلي وارثان بولي بې غلا او چور نه بل کار نلري قانون یواځی پر مظلوم او بې چاره تطبیق کیږي.
عدالت او انصاف کډه کړې وي بیا نو یوه خبره راسره ومنی راځئ چې ځان ته پیغور ورکړو بیا نو موږ او تاسی د کوم تاریخ خبره کوو ته چي د میرویس نیکه او احمدشاه بابا خبري کوي هغوې پر ډهلي او تهران حکومت کاوه
موږ او تاسي دا خپل کوچنی جغرافیه نسو ساتلی د دنیا ټول لنډغر او زورور زموږ په سرنوشت لوبي کوي موږ ته نور شرم په کار دی.
دوستانو راڅخه خفه کیږی مه ځکه چي حقیقت ونه وایو او خپلی نیمګړتیاوی ونه منو او د افغانستان مسؤلیت د افغانانو ونه بولو، ددې روان ناورین څخه ځان نسو ساتلی
زه هم د دولت پر مشرانو او هم د طالبانو پر مشرانو ږغ کوم چي د خدای روی ته وګوری پر دي ملت نور رحم وکړي
دا ملت له ډیر بد حالت څخه تیریږي دا ملت ستاسي څخه نه سړکونه اونه د مؤسیسومرستي غواړي یواځي دي ملت ته سوله ورکړي.
پدې ملت کي دا جوهر سته چي ډوډی پیدا کړي او هیچاته به د مرستي لاس ونه غځوي دا چي نن دا ملت د فقر نه تیریږی دا ستاسي دلاسه او یوحقیقت هم ومنی چې ډیر څه د قدرت او جاه و جلال لپاره تر سره کیږي نه د ارزښتونو لپاره.
راځی چې خدای ته توبه وباسو ټول د ټاپو نه خلاص افغانان جوړ کړو په یو نامه بل نامه څوک بدنام نکړو او پدې وطن کې د سولې اواز پورته کړو.
طالبانو وروڼو ته وایم
وروڼو! د یو افغان په صفت په خدای ستاسي په غم هم دردیږو راځئ چي د سولي لار خپله کړو راځئ چي د ولسواکی په زور خپل حق وغواړو نه د ټوپک په زور
که تاسي داسي وایاست چې په افغانستان کې شرعي نظام غواړو، ستاسي سره یوځای به اولین افغان زه یم شرعي نظام به غواړم ځکه چې موږ ویلی دي تر څو چې حد او قصاص جاري نسي تر هغو موږ عدالت نسو تامینولی ځکه چې دا د پروردګار قول دی او پروردګار تر هر چا عادل دی.
موږ درسره یو ، راځئ د انتخاباتو له لاري داسي ریس جمهور او پارلمان ته داسي وکیلان وليږو چيهغوی د شریعت غوښتونکي وي ځکه چې دا واقیعت دی چي د افغانستان ولسونه شرعی نظام غواړي
مولانا فضل الرحمن چې په پاکستان کي د مذهبي پارټی له لاري سیاست کوي تاسي هم داسي وکړی
هو یوه خبره په ایمانداری درته کوم چې په واقیعت اسلام مبارک دین زموږ د ژوند په چارو کې چي څومره عملي کیږي موږ د خیر خواته ځو
د جهاده منکر نه یو او په جهاد باور لرم ځکه چې دا د الله تعالی قول دی خو اوسني څه چې روان دي دا هغه خطرناکه لوبه ده چې د افغان مسلمان د غیرتي ولس د غرور د ماتولو لپاره هر څه ترسره کیږي
ددې جګړې ډیره ګټه د افغانستان او اسلام دښمنانو ته رسیږي زموږ خیر په سوله کې دی او که بیا چیري د ولسواکی په زور تاسي چا حق ته نه پریښودلاست پدي مطمین یم چې ددې ملت لویه حصه به ددوي پر ضد او ستاسي پر طرفداری اواز پورته کوی.
په وروستیو کې ستاسي د یو دردمن افغان په حیث ږغ کوم راځئ په یوه اواز د سولي اواز پورته کړو
زه پر هغو خواخوږو او چې په دې وطن یې زړه خوږیږي ږغ کوم ، راځی چې ټول ددې دپاره لاس په کار سو هم د دولت هم د طالبانو سره خبري پیل کړو چې یوبل ته قناعت ورکړو او دا مجلسونه د هر ډول خارجي مداخلو څخه خلاص او بین الاافغاني مجلسونه جوړ کړو که داکار ونکړو نور به هم غلامان او د پردیو په طمعه به تر دې نور هم ذلیله سو په پای کي د ټولو دوستانو څخه مي غوښتنه داده چي زما دا پیغام ټولو مسؤلینو ته ورسوي زما پدې پیغام کې د یو دردمن افغان درد دی.
پدي لیکنه احساساتي کیږی مه لږ غور پري وکړی زه خپل د زړه درد د درویش دراني پدې بیتونو رانغاړم.
 
درویش درانی وایې:
ما خپله توره کړه د ورور په زړه کي ماته خدایه
چي دښمن راغی زه په دوه لاسه وم پاته خدایه
چي زه وم ونه دوی د اور لمبــې راوبللې
چې زه ایره سوم دوی خبر ورکړ هواته خدایه
ښی لاس مي پروت وو د سيني پر ژور زخم باندي
د مجبوریه مي کین لاس پورته کړو دعا ته خدایه
زه د جانان تر تکو سرو شونډو ونه رسیدم
دا د نن کار خو رانه پاته سو سباته خدایه
پــــــــــــــای