غزل



____
ولې دې ډنډ شوې داسې بيا سترګې
بيا در په ياد شوې د کوم چا ستر ګې
ماچې قدم د يار کوڅه کښې کيښود
شوې رانه تاو له هرې خوا سترګې
نظر د زړۀ مې څه شکمن ، شکمن وو
که نا اشنا وې د اشنا سترګې
وائي چې بيا ئې پرده پورته کړله
ځکه بينا شوې نا بينا سترګې
يار راته بيا چې په خندا وکتل
بيا راپسې شوي د دنيا سترګې
بيلتون به څه کړي په کوڅه کښې زمونږ
چه زۀ شم ستا او ته زما سترګې
مينه دې زۀ په زړۀ کښې پټه ساتم
چې ئې نظر نه کړي د چا سترګې
څيرې ګرېوان لکه مجنون د مين
ځکه ور اوړي د ليلا سترګې
پيښور ١٢/٢/٢٠١٠ م٠ق٠مين