د شاهرخ خان نوی فلم نندارې ته وړاندې شو


د شاهرخ خان نوى فلم : ماى نېم از خان (My Name is Khan)، چې له كاجل سره په كښې لوبېدلى، دممبيي پرته نن په نزدي اولسو هيوادونو کي ننداري ته وړاندي شو.
په يادشوي فلم کي شاهرخ خان د يوه امريكا مېشتي مسلمان په رول كې راڅرګندېږي. او دفلم کيسه ترډيره په امريکا دسپټمبر ديولسمي نيټي دپيښي په اړه ده شاهرخان په دي فلم ګي ښکاره کوي چي هرمسلمان تروريست نه دي .
شاهرخ لا له وړاندي په يوه تلويزوني مرکه ويلي وو چې دا فلم د امريكايي ولسمشر بارك اوباما لپاره يو ښه لارښود كېداى شي.
په تيره اونۍ کي دفلم دواړو لوبغاړو شاهرخ خان او كاجل د نسداق يا د اسهامو د تبادلې د سترې كمپنۍ په بلنه په نيويارک او دوبي کي دفلم پرانيسته وکړه
د فلم ډايركټر كرن جوهر دى نوموړي هغه څوک دي چي په هندو ستان کي نسبت نورو ډايرکټرانو ته زيات نوم لري .
خلكو له ډېرې مودې راپه ديخوا د دې فلم د كتو لار څارلي او دټاکلي وخت سره سم نن جمعه (د فبروري ١٢) دهند په وخت دسهار په لس نيمو بجو د مبيي پرته دهندوستانو په ټولو ښارونو کي ننداري ته وړاندي شو .
دفلم دخپريدو وړاندي لا اټکل کيده چي نوموړي فلم چي دهندوستان ترهر فلم ورباندي ډير مصرف شوي ډير کتونکي اومينوال به ولري .
داپه داسي حال کي ده چي په هندوستان کي دشيوسينا پارټۍ دتيرو درو اونيو په ترڅ کي دسختو مظارهرو اولاريونو په ترڅ کي ددغه فلم خپريدل وغندل
ان تردي چي داکواښ يي هم وکړ که چيري کومي سينما يادشوي فلم خپور کړ نو پرهغه سينما به بريدونه وکړي.
له همدي ويري په مبيي کي ټولو سينما ګانو فيصله کړي چي يادشوي فلم به نه خپروي .
دا لانجه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چي شاهرخان دکرکيټ دپاکستاني لوبغاړو پر نه رانيولو انديښنه ښودلي وه .
داشاهرخان دا انديښنه د شيوسينا دسخت غبرګون سره مخ شوه شيوسينا په يوه خبري ناسته کي رسنيوته وويل چي شاهرخان که دومره پرپاکستان مين دي نو مهرباني دي وکړي هلته دي ژوند وکړي او هندوستان دي پريزدي.
مظاهري اوس هم رواني دي او شيوسينا له شاهرخان څخه غوښتنه کړي چي خپله خبره دي بيرته واخلي .
خو دهندوستان کانګريس او رسنۍ شاهرخان پرحق ګڼي او له شيوسينا غواړي چي دمظارهرو لاس واخلي .