د وروستي تعویض نرخ Marginal Rate of Substitution :
د وروستي تعویض نرخ نظریه د بې توپيره کرښې له مهمو وسایلو څخه شمېر کېږي کله چې تقاضا څيړي او دا هغه نرخ دی چې مصرفونکی په دې وادار شي چې x توکی له y توکي سره تعویض کړي. مانا دا چې مصرفونکی څومره مقدار x له لاسه ورکړي تر څو y په لاس راوړي کولای شو په لاندې جدول کې ښه روښانه کړو:
جوړښتونه |
Xتوکی |
Y توکی |
MRSxy |
A |
1 |
12 |
|
B |
2 |
8 |
4 |
C |
3 |
5 |
3 |
D |
4 |
3 |
2 |
E |
5 |
2 |
1 |
د تولید خطي تابع(linear Production Function) : د تولید تابع بېلابېل بڼې اختیاروي خو په دې کې ډېره مشهوره د تولید خطي تابع ده او دا تابع په لومړی درجه کې ده لومړی درجه تابع هغه تابع ته ویل کېږي که چیرته د تولید ټولو عواملو کې یو شان ډېرښت راشي نو په تولید کې هم په هماغه اندازه ډېرښت رامنځته کېږي. نو خطي تابع د ثابت ډېرښت قانون استازیتوب کوي. که چیرته موږ د تولید دوه عوامل x او y ولرو نو دا ډول تابع په دې ډول سره لیکو: mQ = f (mX,mY)
Q د تولید مقدار او m هر حقیقي عدد څرګندوي. د پورتني تابع مانا دا ده چې که چیرته د تولید په عواملو کې د m په اندازه ډېرښت رامنځته شي نو د تولید په مقدار کې هم د m په اندازه ډېرښت رامنځته کېږي. دې تابع ته که پراختیا ورکړو نو داسې لیکو:(mX,mY) = Qmk m هر حقیقي نمبر k ثابت عدد د تولید دا تابع د k درجه لرونکې تابع ده که چیرته k له یوه سره مساوي وي نودا تابع لومړی درجه ده او که k له دوو سره مساوي نو دا تابع بیا دویمه درجه ده که k له یوه څخه لوړ وي نو تابع به د حاصل دډېرښت استازوالي وکړي او که چیرته k له یوه څخه کوچنی وي نو بیا د حاصل د کمښت د قانون استازیتوب کوی.
تخنيکي تعویض (Technical Substition) : په تخنیکي تعویض کې موږ د تولید عوامل يو د بل پر ځای داسې کاروو چې په ټوله ییز تولید کې تغير نه راځي د لا ښه وضاحت لپاره لاندې جدول ته ځير شو:
کار واحد |
د پانګې واحد |
ټوله یيزه توليد |
تبادلې نسبت |
1 |
25 |
100 |
|
2 |
20 |
100 |
1/5 |
3 |
15 |
100 |
¼ |
4 |
13 |
100 |
1/3 |
5 |
11 |
100 |
½ |
پورتني ګراف کې لیدل کیږي چې ox د پانګي واحدونه او oy د کار واحدونه څرګندوي. د دواړو عواملو د بېلابېل جوړښت څخه یو شان تولید تر لاسه کېږي یانې د a,b,c,d,e د هغه ټولې نقطې دي چې یو شان یا مساوي تولید څرګندوي.
سره کرښهRidge line)): دا هغه ساحه مشخصوي چې موږ ته په خپلو عواملو کې بدلون ګټور دی، له دې ساحې څخه د باندې کم تر کمه د یو تولید د عامل نهايي مولدیت منفي لوری نیسي له دې ساحې څخه د باندې تولید ګټور نه دی، نو د کمپنۍ لپاره پکار ده چې په همدې ساحه کې تولید وکړي، کولی شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو: پوره معلومات بیا ذکر شي.
که چېرته کمپني له پورتنۍ سرې ساحې څخه د باندې د تولید عوامل تعویض کړي، نو ګټور تولید نه شي رامنځته کولی.