کــــه يې وايستې بڼکــــې د وزر ستا
نو بيا لنډ دی تر قفس پوری سفر ستا
چې دا نن پګړۍ شمله درځنی اخلي
په سبا دې د وهلو وار د ســـر ستــا
تر پرونه خـــوځند زړه د اسيــا وې
نظامـــونه بدلېدل به په اثر ستـــا
چې به هرې خواته ستا د چيغې مخ شو
پادشاهۍ به ړنګولې جوړ لښکر ستا
کـــه مغول به په لړزه لـــوېدل لــه تخته
د خوشال د تورې شرنګ و په خيبر ستا
د وورڅــو اتڼ دې جوړ په اصفهان و
له شاهانو تاج اخستی دی افسر ستا
مرهټه به که خوب وليد د ګوپتا بيا
پانيپت به شــــو د ګز سره ډګــــر ستا
د هري تر مخ چې ستا د خنجر برېښ شو
په علي جومات له زوره شو خبر ستا
مېکناټن به يې په قبر کې هېر نه کړي
د کابل د مــــېړنو مشر اکبــــــر ستـــا
ستا وزيرو ستا مـسـيدو افغانانــــو
ستا مومندو ګرم کړی و سنګر ستا
ستا شينواري افريدي که يوسفزي وو
سليمانخېل وو که نيازي وو که ټغر ستا
اڅکـــزي وو کــــه کاکــړ کــه اورکزي وو
ستا خټک وو که مروت وو که ناصر ستا
ترکتباره کـــه تاجک بلــــوچ افغان وو
که ايندکيان وو هزاره وو که ګوجرستا
ډېر سرونه يې جار کړي تر وطن دي
په هرات په بدخشان په هشتنغر ستا
تمـــدن د اباسين يې لــــوی ميراث و
په پکتيا په ګندهارا او په باختر ستا
له آمــــو نــــه تر اټــــــکه ولـــســـونـــــــــه
افغانان وو جـــــوړوه يې لوی ټبـــر ستا
سره بڅري د سره اور وو هر تيري ته
خواره شوي هم په سمه هم په غر ستا
جوړېده به تاريخ ستا له پايتختونو
کندهار و که کابل که پېښور ســــــتــا
دلته تل دي اشغالګر په ګونډو شوي
څه په خوست څه ننګرهار څه په لوګر ستا
لــــه هامــــون تـــر کاپيسا تر باجـــــوړه
کارنامې وې لــــه ارچي نه تر ژور ستا
تا دا خـــاوره مقبره د استعمـــار کړه
هېوادونـــه زېږېدلــــي په ظفر ستا
د پرون رقيب لوبغاړی د ميدان دی
هېر يې نه دي پرهارونه د خنجر ستا
لټــــوي د مات لښکــر پاتی هډونه
پــه ميوند په لتابند او په مقر ستا
داچې اوس ستا د بهير مهار ته غله دي
ملــــه به نه وي سرمنزل ته د سفــــر ستا
کوز او پاس يې څنګه خوار محتاج ګدا کړې
غواړي مات کـــړي افغاني غرور باور ستا
اوس په داسې بريد ولاړ يې مخته پام کړه
چې په يوه توکل به ورک کړې لر او بر ستا
د زرګر په سل ګوزاره يې ووړ ووړ کړې
راشه ورکړه يو ګوزار د اهنګر ســـــتـــــــا
دا دې وخت دی ته حالات ترې يرغمل کړه
ستراتيژي کړه د ملي ګټو دفتر ســـــــتـــــا
د رقيب ګــــريوان ترهغې پورې بــــژه کړه
څو چې جوړ نه وي په بحر خپل ګودر ستا
د پخوا په شانی بيا په ځان راټول شه
سره يوکړه سياسيون او سوداګر ستا
ګرد عوام وږي ماړه لښکر غدۍکړه
دې منزل ته به ګډ رسي خان بزګر ستا
د بقاء په لوري تلونکي ګډ کاروان کې
هم کړي ګټه کارفرما هم کاريګر ستا
ددې عدل په لار دواړه يو ځای تلای شي
حنفـــي دي کــــه پيرو دي د جعفر ستا
له طالبه دې خدای داسی ملا جوړ کا
چې دوعا د پرمختګ کړي په منبر ستا
که دا لوی ملت دې بيا يوځای روان کړ
له سرا بـــه بـه کړي غآلی په کوثر ستا
که د ويال په دوعا دومره څه کېدای شي
کړي څښتن دې ټول بختونه برابر ســـــــتـا
تازه خان ويال
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مرکزي لندن ـــــ ۲۱/ مارچ/۲۰۰۹
وروستي