چې کيـــــوزې دختلــــو لاره ګوره
چې راځې لومړى دتللو لاره ګوره
اى! په لښکراوپه قدرت مغروره
يوقدم وړاندې دراغلولاره ګـــوره
نه پوهيږم چې به بيرته څنګه درومې
لږدتيښتې دموندلــــو لاره ګــــوره
حيرانيږم له ډير عقله شي بې عقله
په تاريخ کــــې دښاغلو لاره ګــــوره
روس انګريزخودې په خپلوسترګووليد
مخکــــې ورشه دمغلـــــولاره ګــــوره
ته لــــه ښاره وتى نه شې لاويريږې
خــــطرناکــــه دنښتــــرو لاره ګـــــوره
له ختيزه په لويديځ کې واکداري کړې
ښـــه اوږده ده دساتلـــــو لاره ګـــــــوره
څه په چل يې ته په دې لاره راسم کړې
ستادماتــــــې دخوړلــــــو لاره ګــــــوره
ښه هوښياردي په دوستۍ کې دښمنان ستا
چــــې پرې ځـــــې دغورځـــــيدلو لاره ګوره
څو تيندکــــه دوى په دې لاره خـــوړلي
اوس يې تاله دښودلو لاره ګــــــوره
پرون دوى په دغه لار تالا والا شول
نن وار ستا دپرځيدلو، لاره ګوره
داستاسل زره لښکر دټينګي نه دى
دافغان دسرښندلــــو لاره ګـــــوره
چې کرې هغه به ريبې دامتل دى
اوس دې کښت له دريبلولاره ګوره
لاوختي دى څه چاره دې دځان وکړه
ښه سوچ وکړه دوتلــــو لاره ګـــــوره
ځه ترې درومه،خيردې وينمه په دې کې
هيردې نه شي، دملګرو لاره ګوره
ابو هلال (هاشمي)
وروستي