د یوې ټولنې په جوړښت کې ځوانان ډېر ستر رول لري، همدا ځوانان دي، چې زمونږ له ګران هېواد څخه د سر په بیه خپله قرباني ورکوي، که چېرته ځوانانو ته د کار زمینه مساعده شي، نو زمونږ ټولنه به د پرمختګ په لوري حرکت وکړي؛ خو د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو سره اکثره ځوانان بې کاره او ځینې یې په ناوړه کارونو بوخت دي، بیکاري هغه ستره شومه ده، چې یوه ټولنه د بدبختۍ په لورې بیایي او ځوانه طبقه د تباهۍ کندې ته غورځوي. د ټول هېواد سربېره د بلخ اوسېدونکي هم د بې کارۍ له کبله زوریږي، د مزارشریف ښار په شمول د بلخ د لرې پرتو ولسوالیو اکثره لوستي او نالوستي ځوانان د بې کارۍ له کبله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي او زیاتره یې نورو هېوادونو ته په غیر قانوني لارو مهاجر شوي هم دي. دا هر څه په خپل ځای؛ خو له ټولو نه بده او ناوړه خبره داده، چې د بلخ د لرې پرتو ولسوالیو له هغې جملې نه چهاربولک، چمتال او دولت آباد ولسوالیو اکثره نالوستي ځوانان د وسله والو مخالفینو په لیکو کې ځای پر ځای شوي او د خپل قانوني دولت په مقابل کې یې وسله پورته کړې ده. په دې کې داسې ځوانان هم شته، چې د دیني مدرسو څخه فارغ شوي او خپل نظام ورته سوچه کفر ښکاري.
که چېرته دا حالت همداسې دوام وکړي نو لرې نه ده چې د دوئ راتلونکی نسل به هم داسې وروزل شي، چې بغیر له افراطیت څخه به یې بل کار نه وي.اکثره دغه ځوانان پښتانه دي او په داسې کورنیو کې لوی شوي، چې اکثره مشران یې بې سواده او یا هم طالب پروره دي. کله چې یو ځوان د وسله والو مخالفینو په لیکو کې ځای نیسي د خپل پلار او مشرانو لخوا یې هیڅ مخه نه نیول کېږي. او حتا ځینې مشران یې دې کار ته هم تشویق کوي. د بلخ په چهاربولک، چمتال ولسوالیو کې داسې کورنۍ هم شته چې له یوه کوره یې دوه او یا درې کسان د وسله والو مخالفینو په لیکو کې یې ځای نیولی او د خپل دولت په مقابل کې جنګیږي. د چهاربولک، چمتال او د بلخ په نورو ولسوالیو کې اکثره دیني مدرسې د افراطیت ځالې ګرځېدلي او هر کال داسې فارغین ورکوي، چې بغیر له تاوتریخوالي څخه یې بل کار نشته دی.
جالبه خبره خو بله داده، دلته چې کوم ځوانانو لوړې زده کړې کړي ، لیسانس دي او اکثره یې د حقوق، کمپیوټر ساینس، ادبیات، اقتصاد او له نورو پوهنځیو څخه فارغ شوي، کله چې ورسره کینې نو د خپل دولت خلاف داسې تبیلغ به درته بیان کړي، چې ته به وايي جوړې دا ځوان له حقانیه مدرسې او یا هم د پاکستان له نورو مدرسو څخه فارغ شوی. که دې حالت ته سړی وګوري نو بیا له بې سواده ځوان نه څه ګیله پکار ده چې د وسله والو مخالفینو او افراطیت طرفداری کوي.
افراطیت او تشدد هغه سترې شومې پدیدې دي، چې زمونږ ټولنه یې له ګڼو ناخوالو سره مخ کړې او ګڼ شمېر ځوانان یې په خپله ولکه کې اخیستي دي. که چېرته همدا ځوانان له افراطیت او تشدد نه لاس وانخلي نو ښکاره خبره ده چې د دوی راتلونکی ژوند به تور وي او په ټولنه کې به هېڅ ارزښت ونلري. د بلخ او په ټوله کې ځوانې طبقې ته دا پکار ده، چې خپلې زده کړې وکړي او راتلونکی ژوند ښه کړي. د یوه پوه او له پوهنتون څخه فارغ شوي ځوان لپاره دا مناسب نه ده، چې ټوله ورځ په خپلو امنیتي ځواکونو پسې بد رد وايي، همدا امنيتي ځواکونه دي، چې زمونږ له ګران هېواد څخه د سر په بدله ساتنه کوي، همدا ځوانان دي، چې د ملي اردو، ملي پولیسو او سیمیزو پولیسو په لیکو کې ځای پرځای شوي او د پردیو غلامانو، کیڼ اړخو افراطیانو، د وطن د دښمنانو او د مذهبي کړیو لاسپوڅو مخه یې ډب کړې ده . پوه او زده کړیال ځوان ته دا نه ده پکار، چې د ښځو د حقونو، بشري حقونو او مدني حقونو په خلاف خبرې وکړي، او په خپله سیمه کې په لوی لاس افراطیت خپور کړي. داسې ځوانان شته، چې د ښځو حقونو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي که چېرته یې په مخ کې د ښځو د حقونو ملاتړ وکړې؛ نو په لسهاوو د کفر ټاپي به درباندې ولګوي. د بلخ په لرې پرتو سیمو کې داسې ځوانان هم شته، چې د خپل دولت د کارکوونکي او یا هم د امنیتي ځواکونو شهید ورته مردار ښکاري. له دوی څخه به د خپل دولت په خلاف داسې خبرې واورې، چې له یو پنجابي څخه به هیڅ ګیله هم ونکړې.
د بلخ د لرې پرتو سیمو په شمول او په ټوله کې د هېواد ځوانانو ته دا پکار ده، چې په ګډه سره د خپلې سیمې د آبادولو او د خپل ځوان نسل په روزلو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي تر څو راتلونکی ژوند یې روښانه شي. دوی دې په ګډه سره په خپله سیمه کې ښوونځي، ښوونیز کورسونه او فرهنګي مرکزونه پرانیزي په دې کار سره به هم له بیکارۍ وژغورل شي او بل به یې خپلې خوارې ټولنې ته د خیر کار هم کړی وي.
که چېرته د خپلې سیمې د پخوانیو مشرانو کارونو ته وګورو په ډاګه به ښکاره شي، که چېرته کوم مشر د خپلې سیمې د آبادولو لپاره د دولت سره یوځای په ګډه همکاري او کار کړی وي اوس یې مونږ په ښکاره ډول خیر او ګټه وینو، دوی د خپلې ټولنې لپاره که یو ښوونځي پرانیستي وي اوس په سلهاوو ماشومان په هغو ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي او خپل راتلونکی ژوند روښانه کوي. که چېرته د هغو مشرانو او زورواکو کړنو ته وګورو، چې په خپله سیمه کې یې د قومندانۍ او طالبۍ په نامه زور، ظلم او په خلکو یې هر رنګه کړاونه راوستي ول، تر اوسه یې خلک په بد نامه او د یو ظالم انسان په حیث راپېژني، ځکه دا هغه کسان ول، چې د ظلم له لارې یې په خلکو حکومت کړی او ځوان نسل ته یې بغیر له افراطیت او تشدد نه بل څه نه دي وروښودلي. که چېرته ننی ځوان نسل لږ څه فکر وکړي؛ نو دوی ته به ښکاره شي، چې د دوی لپاره طالب او یو افراطي ګټور دی که یو روښانفکره ځوان او د خپلې خاورې څخه ځوان ساتونکی؟ پښتنو مشرانو او پلرونو ته دا پکار ده، چې په خپلو وړو ماشومانو زده کړه وکړي او خپل راتلونکی نسل داسې وروزي، چې د خپل هېواد او خپل پلار لپاره ستر ویاړ وي.
که د بلخ په لرې پرتو سیمو کې د یو پښتون مشر نه دا پوښتنه وکړې چې زوی دې ښوونځي ته لېږې؟، نو ضررور به درته دا دوه خبرې وکړي یا به درته ووايي: بهر ته مې مزدورۍ پسې استولې. او بل به دا درته ووايي: چې مدرسه وايي. مونږ دا نه وایو چې خپل زوی مدرسې ته مه استوئ بلکې د مدرسې ترڅنګ په خپل زوی ښوونځی او عصري علوم هم ولولئ. که چېرته یو ځوان په وړوکوالي کې مدرسې ته واستول شي او ښوونځی ونه لولي ښکاره خبره ده، چې هغه به داسې لوی شي چې یو روښانفکره ځوان به ورته کفر ښکاري. د ږیرې په خرېلو او د نکټايي په تړلو به درته وايي چې کافر شوې په نه خبره به درباندې ټاپې لګوي.او که همدا ځوان مدرسه او ښوونځی په ګډه ولولي بیا به یې فکر روښانه او د خپلې ټولنې خدمتګار به وي. که چېرته مونږ د ځینو جوماتونو ملاامانو ته وګورو او د جمعې په ورځ تبلیغ ته یې غوږ شو. ځينې داسې ملایان هم شته، چې په ښکاره ډول د خپل قانوني دولت په خلاف خبرې او ځوانه طبقه د افراطیت شومې کندې ته هڅوي. دوی ته داسې ځوانان پکار دي، چې ورته ووايي پولیس، خبریال، ژباړن او دولتي چارواکی ووژنه ځکه دغه کسان د بهرنیانو معاش اخلي او مرګ یې روا دی؛ خو که په ټوله کې وکتل شي همدا ملا د ده په خبره چې په دې دولت کې یو کفري نظام حاکم دی. دی هم د همدې دولت پیسې او معاشونه اخلي؛ همدا تش په نامه ملایان دي، چې د غریبو او بې وزلو بچیان ترهګرۍ او د طالب ناوړه لیکو ته تشویقوي او راتلونکی ژوند یې بربادوي. د ننۍ ټولنې ځوانان باید په دې پوهه شي، چې آیا تر اوسه په خپله ملا او یا هم د کوم ملا بچی د جهاد په لیکو کې مړ شوی؟ هیڅکله ملا په خپله او خپل زوی د جهاد لیکو ته نه استوي بلکې خپل خوشاله ژوند تیروي او په خپل کور کې هر څه ورته په وخت راځي او دی ترې ګټه اخلي. د جوماتونو ملاامان دې له ځوانانو سره په ټولنیزو او د خپلې سیمې په ستونزو خبرې وکړي، دوی دې ځوانان د تاوتریخوالي او افراطیت له شومې لارې څخه پوهې او انساندوستۍ مینې ته وهڅوي. تر څو دغه ځوانان خپل راتلونکی ژوند روښانه کړي او د نورو خلکو لپاره د مرستې جوګه شي.
وروستي