
یوه انګریز دشوروي اتحاد په T-54 ډوله ټانک کې د ۲ملینو پونډه (۲،۵ ملیونو ډالرو) په ارزښت دسرو زرو پینځه خښتې موندلي دي.
په دې هکله خبر د اپریل دمیاشتې په ۹ نېټه د یک شنبې په ورځ د The Sun رسنۍ خپور کړی دی.
دمیډ په نوم ۵۵ کلن انګریز دبریښنا په کرښه په لیلام کې دشوروي اتحاد T-54 ډوله ټانک په ۳۷ زره ډالره واخیست. هغه د تود چامبرلاین په نوم مستري سره یوځای دټانک دکتنې پرمهال دتیلو په ټانکې کې دسرو زرو خښتې وموندلې. نوموړی انګریز دومره حیران شو چې په دې هکله یې پولیسو ته خبر ورکړ او پولیسو دهغه نه سره واخیستل.
یاد انګریز په دې هکله وویل:«که زه سره زر بیرته تر لاسه هم نه کړم، زما سره زما ښکلی ټانک پاتې کېږي».
دغه T-54 ډوله ټانک چې هغه اخیستی دی، دعراق دوسله وال پوځ په تشکیل کې وو چې په ۱۹۹۰ او ۱۹۹۱ کې دخلیج په جګړه کې یې برخه اخیستې وه. خو د نړیوالې ټلوالې لخوا چې انګلستان هم په کې شامل وو، نېول شوی او انګلستان ته راوړل شوی وو.
دمیډ په اند؛ دعراق وسله والو پوځیانو پر کویټ دبرید وروسته دغه سره زر دټانک دتیلو په ټانکۍ کې پټ کړي وو.