ولې مو ځوانان بې ځايه وژل کېږي؟

لبکوال اوژورناليست: اېمل افغان
څرنګه چې ټولو هېوادوالو او نړېوالو ته دا څرګنده شوه چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د تاریخ په اوږدو کې هم داخلي جګړه مارانو او هم بهرنیو جګړه مارانو په کې خپلې مارې او غلاوې وکړې چې د هغې په نتیجه کې یې خپل لوی لوی جیبونه ډک کړل او مظلوم هېوادوال یې د تاریخ تورې کندې ته واچول او هر څوک یې په خپل کور کې دغم په ټغر باندې کینول اولا دا لړۍ تر نن ورځې پورې روانه ده.
درنو لوستونکو زه اوس خپلې اصلي خبرې ته را ځم چې هغه د ځوانانو د ستونزو په اړه ده چې نن ورځ زموږ په وران او ویجاړ هېواد کې ځوانان کومې ستونزې لري؟ ولې دوي دومره بې لارې شول؟ چې په دې اړه باندې زموږ مشرانو ورته جدي توجو وکړه چې د هغې په نتیجه کې یې ډېری داسې تنکي ځوانان وروزل اولا روزي یې چې له یوې خوانه یې د هغوی ژوند د مرګ کندې ته واچولو او له بلې خوانه یې زموږ ګران هېواد ورباندې د تل لپاره د تاریخ په اوږدو کې په خپلو وینو باندې رنګ کړو.
هغه ځوانان چې نن ورځ د هېواد د دوښمنانو له خوانه په بهر کې ورته غلطه تربیه ورکول کېږي او افغانستان ته یې رالېږي او خپلوځانونو ته د ښار په ګڼو واټونو کې انفجار ورکوي او له ځان سره د هېواد ډېر معصوم او بېګناه هېواد وال د مرګ کندې ته اچوي په دې کې کومه ځوانې او جنت ګټل نشته چې دوي په دغسې ناوړه اعمالو باندې د خپلو بادارانو د خوشحاله کولو لپاره لاس پورې کوي.
خوزه بیا د یو ورور په صفت سره خپلو لیډرانو ته دا وایم چې نور له دغسې نا ځوانه مرګونونه لاس په سرشي په پښتو کې یومتل دی چې وایې څوک چې د مارانو په څوړه کې لاس وهي نو یوه ورځ به یې خاماخا مار خوري دوي چې دغسې نور ځوانان د مرګ کندې ته اچوي نو دوي دې هم په دې باندې پوه شي چې یوه ورځ به دوي هم په دغه لاره باندې قدم ږدي او د مرګ کندې ته به غورزېږې اوبیا به یې د هېواد په تاریخونو کې نومونه په تورو کرښو باندې لیکل کېږي او د هېواد مظلومو بچیانو ته به دهغوي ناوړه اعمال تشریح کېږي خونه داسې نه ده باید هرڅوک چې په دغه پاکه خاوره کې حکومت کول غواړي باید افغاني تاریخ یو ځل بیا را ژوندې کړي نه چې خپل ځان د هېواد په پاک تاریخ کې په شرمونو باندې وشرموي.
زه بیا خپلو افغانانو ورونو ته دا وایم چې تراوسه پورې د کوم سترسلاکار وزیر او یا د رهبر یا د ملاصیب اولاد د هېواد په جګړه کې وژل شوی اویا بې زده کړې پاتې شوې دی. دوي دې مهرباني وکړي هغه دې ماته په ګوته کړي چې موږ هم ووایو چې یار د فلاني صیب وزیر یا د رهبر یا دملا صیب زوی ګورﺉ بې زده کړې پاتې شو اویا ووایو چې د فلاني صیب زوی په جګړه کې ووژل شو. دا چې په سلو کې یې کوم یو بې زده کړې پاتې شوې ده نو هغه به هم د خپل پلار په شان لیونی وي او ذهن به یې کار نه کوي او په شرابو اوعیاشیو باندې به مست وي او وخت به ورنه تېر شوی وي په نور خو هغه ده موږ ټول یې په خپلو غټوغټوسترګو سره ګورو او د زړه په غوږونو یې اورو چې هریوپه لندن او فرانسه کې خپلې زده کړې کوي افسوس په داسې مشرانو چې د غریب اولاد نن ورځ په کوڅو او ډیرانونو کې ګرځي او خیراتونه او کباړ راغونډوي اوخپل ځانته د یوې مړې ډوډۍ د تیار ولو لپاره کار کوي.
نه داسې نه ده هغه څوک چې نن ورځ یې په هېواد کې لوړې چوکۍ په لاس کې دي او یا د چوکۍ لپاره یې دغه جګړه توده ساتلې ده او غواړي چې د هېوادوالو د ژوند او مرګ لپاره قوي قوي پلانونه جوړ کړي هغه دې مهرباني وکړي له دې مظلوم ولس نه دې پوښتنه وکړي او هغوی ته دې ووایې چې ای مظلومو افغانانو تاسو کومه ستونزه لرې او په کوم حالت کې قرار لري د ځان لپاره یوه مړې ډوډۍ لري او که نه یې لرې؟ چې موږ ستا سو دغه ستونزه درته حل کړو نو بیا دې دغه مشران راشي او له ولس سره دې کیني او هغوي ته دې بیا ووايی چې یاره اوس نو ما په مشرې ومنې.
اوکه نه نور خو افغان مشرانو په موجوده حالات کې کومه د پت اوعزت خبره پرې نه خوده چې موږ ووایو افغاني مشران ډېر د عزت خلک دي.
افسوس په هغو بیانونو باندې چې زموږ مشرانو به د تاریخ په اوږدو کې د سټیج په سرباندې کول او تنکي ځوانانو ته به یې دا ویل چې یاره جهاد ده ، جنت ده ،پیسې دي اوحوري دي چې د دغو ویناو په نتیجه کې یې د روس غوندې ظالم او جابر طاقت ته ورباندې ماتې ورکړه او تورمخ یې په خپل هېواد باندې وسپارل.
چې بیا د روسانو له ماتې نه وروسته دوي په خپلو منځونو کې جهاد شروع کړو چې په نتیجه کې یو کافر شو او بل نیمه مسلمان او مظلوم هېوادوال په خپل ځای بې برخې پاتې شول.