د پښتو خوږی ژبی کلامسالار او متعهد افغانپال مرحوم اجمل خټک د مرګ په مناسبت د خواخوږۍ ، غمشريکۍ او تسليت پيغام :

 سره ددې چی د بشريت د همځولی ، زړی ، تاريخي شاعرانه ژبی د معاصر خواږه کلام اتل ، د افغانانو د لوی ، پراخ خو ويشل شوي ولس د يووالي فصيح مبلغ او د ملي قوام دپاره نه ستړی کيدونکی غښتلی مبارز ، مغفور اجمل خټک به نور د لرو برو افغانانو د سټېجونو د مايکونو او لاوډسپيکرونو له لاری د خپل معجزوي کلام داهتزاز د موجونو په اتڼونو سره د وطنپالو پښتنوـ افغان مليونو هيلی او ارمانونه ونه شي تخنولی ، خو دده د تخليقاتو لوی ليکلی ميراث به هيڅکله دده ستره پښتني ملي چيغه د مرګ خاموشۍ ته پرېنږدي .
د خدای بښلي لوی اجمل خټک د افغاني يووالي چيغه دې د عدالت او انصاف خالق لا لوړه او کاميابه کړي . موږ، په داسی حال کی چی د لوی افغان ولس ددې ستر ملي شخصيت د رحلت په وير کی د مرحوم خټک صاحب د قدرمنی کورنۍ ، درنو خپلوانو، ملګرو او خپل لراوبر ټول ملت سره شريک يو او ټولو ويرجنو ته تسليت وايو، د ورغلي اجمل خټک دپاره د لوی متعال څښتن نه د فردوس جنت غواړو . غيرتي افغاني روح دې يې تل تر تله هلته ښاد او راحت وي او ټولی افغاني ملي هيلی دې يې دلته ترسره شي . آمين يا رب العلمين .
 تازه خان ويال