
په لندن کې اوسيدونکو افغان ځوانانو ته خبرتيا!
په ګران هيواد تاريخي افغانستان کې ددې روان اوږده، وحشي او پردي جنګ د سږني بيساري زور او شدت له امله ، په دې وروستيو وختوکې، له خوست نه تر فاريابه پوریِ، له خيبر او له شينوارو تر فراه اوتر شينډنډه پوریِ، له کنړه، له بدخشان او له کُندُزه تر پکتيکا او وزيرستانه پوریِ د بې شمېره شهيدو افغانانو د ويرجنو کورنيو او ټولو خواخوږيو افغانانو په درد، غم او ماتم، زموږ په شمول، هر افغان، چې هرچېرې اوسي، پرهرژلی او غمجن دی.
له همدې امله، په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولني رهبري هيئت پرېکړه وکړه چې، د افغانانو په دې ستر وير کې د مناسب ګډون په خاطر، د ټولنیِ په هال کې، د سږکال د کمکي اخترتر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو وروسته، د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو پروګرام او ترتيبات لغوه کړي .
په لندن کې د اوسيونکو لرو او برو افغانانو خواږه او قدرمن ځوانان دې، د پخوا په څېر، ټولنیِ ته، د مبارک کوچني اختر لمانځه ته په وخت ځانونه راورسوي خو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونود وسايلو او د اتڼچيانو د خاصو لباسونو راوړلو ته اړتيا نشته
په درنښت
د ټولنیِ رهبري هيئت