د خوست ښار د باراني اوبو لپاره کانال جوړ شو

په خوست ښار کې د بارانو اوبو یو لوی کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
باراني اوبو د خوست ښار سړکونو او یو شمېر دوکانونو ته جدي اندیښنې پېښې کړې وې،  ، خو له دې وروسته به د میتي کلي څخه په تېر شوې  کانال کې باراني اوبه خوندي کیږي.
د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، دا کانال ۲۲۰۰ میتره اوږدوالی، پنځه میتره پلنوالی او درې میتره لوړولی لري،  چې په درییو پړاوونو کې یې چارې بشپړې شوې دي او د خوست ښاروالۍ له لوري ۴۶،۶  میلیونه افغانۍ پرې لګول شوې دي.
د خوست والي زیاتوي، یوازې د میتي کلي کانال له ښاره د اوبو وتلو ستوونزه نشې حلولی او په پلان کې لري، چې راتلوونکي کې له ښار څخه د باراني اوبو وتلو لپاره څو نور کانالونه هم جوړ کړي.
د یادونې وړ ده، چې  له دې مخکې به د باران پرمهال اوبه د خوست ښار په سړکونو کې بهیدې، چې سړکونه یې زیانمول ، یو شمېر دوکانونو او کورونو ته یې هم زیان رسوو.  
 
 
C:UsersRohiDownloads1.jpg
C:UsersRohiDownloads4.jpg