د دوه پیسو سړی

          تېره ورځ په فیسبوک یو صاحب له ډیره قهره بل شخص ته لیکلي وو  “د دوه پیسو سړی نه یې". ما سوچ کاوه چې دا جمله خو زمونږ په ټولنه کې ډیره عام شوې او خلک یا خو د بل پورې د خندا او یا د چا بې عزته کولو لپاره سرعام په ډیره بې شرمۍ له خولو داسې ناوړه خبرې راوباسي. ما فکر کاوه چې آخر هغه کومه پیمانه کیدای شي، په کومه چې انسان وتلل شي؟ څرنګه معلومه کړو چې فلانې د دوه پیسو سړی دی او که د لسو پیسو سړی؟ او که بیخي انسان ندې؟
اکثر خلک وايي "زه لوی انسان جوړیدل غواړم". دا ښه خبر او ښه سوچ دی، خو زه وایم چې د لوی انسان جوړیدو مخکښې باید مونږ لومړې انسانان جوړ شو، لوی او وړوکې وروسته خبري دي. راځئ تر ټولو لومړې په مخلوقاتو کې تميز (فرق) ته وګورو. دری شیان دي، په څه چې د شعور بنیاد قائم دی: عقل، غصه او جنس.
·              په فرښتو کې عقل شته، جنس او غصه نه لري.
·              په نباتاتو کې جنس وي مګر غصه نه لري.
·              په ځناورو کې جنس او غصه وي مګر عقل نه لري.
·              انسانانو او پېریانو (جناتو) کې دا دری واړه صفات موجود وي.
          علم او شعور دوه پیمانې دي په کوم چې مونږ مخلوقات تللې شو. پدې تول پوره کیدونکې د دي حقدار دی چې باید انسان ورته ووئیلې شي. علم وایې: د خپل چاپیریال شیانو او د حالاتو سره ارتباط او تعلق جوړولو ته چې څرنګه یې مونږ د خپلې ګټې لپاره استعمالولې شو. پدې کې درجه په درجه انسان او ځناور یو شان دي، فرق فقط د معیار او درجې دی.
د موټر مخې ته که ودانګل شي نو مرګ یقیني دی، یا که له لسم منزل څخه زان ښکته راوغورځول شي نو مرګ یقیني دی، پدې انسان هم پوهیږي او ځناور هم. که ولږه وي نو ځناور هم پدې پوهیږي چې باید یو څه وخوړل شي. تاسې به داسې په سلهاؤو مثالونه درک کړئ چې انسان او ځناور دواړه پکې د خپل چاپیریال، حالاتو او موجوده شیانو څخه د خپل مفاد په غرض د ګټه پورته کولو په چل پوهیږي.
 
          خو انسان دا دنده هم لري چې علم زده کړي او نورو ته یې هم ورسوي. بل ته علم داسې ورسوي لکه وریځ چې په دشته او آباده، سمه او ورانه ټولو باندې یو شان وریږي!. علم د انسان پيژندګلوي ده، علم د انسان یوه نښه ده چې په ځناورو کې نه وي.
اوس په شعور بحث کوو. شعور د خپل دننه باطني انتشار ته په اخلاق صالحو باندې د نه غالبیدو نوم دی. ستا عقل باید سلیم وي، د وحی تابع وي. ستا خواهشات باید په یو حد کې وي. دغې قوت او دغې فیصلې ته شعور وایي. شعور په هر انسان کې له پيدايښته فطرتي وجود لري او څرنګه مو چې وویل، شعور درې دروازي لري: عقل، غصه او جنس په کوم چې پوهه او نظر ساتل لازمي دي.
          د عقل د کرشمو او د دې د بې قابو کیدو واقعات زمونږ د ورځني ژوند مشاهدات دي. تاسې به لیدلي وي ځیني خلک بې فایدې په خبرو بوخت وي،  که وغواړي، نو رښتیا په درواغو او درواغ په رښتیا بدل کړي. څوک چې وغواړي ذلیل یې کړي. د چا په عزت بهتان ولګوي. یوه داسې جمله مقابل ته ووایي چې د ټول عمر لپاره د هغه په زړه داغ پریږدي. که چيري دغه صاحب د یوې لحظي لپاره چپ شي او سوچ وکړي چې د عقل استعمال په کوم ځاې کې کوي؟ د باطني انتشار سیلابي چپه کومه چې په سر کې د انسان اخلاق صالحه له زان سره لاهو کړي، د همدغه عقل دروازې څخه راځي. دا باطني انتشار که په فرد کې وي نو فرد برباد، او که په قوم کې وي نو قوم برباد.
چالاکي، درواغ، بهتان، طنز، غیبت، بدیانتي، خیانت، رشوت، د اختیاراتو ناجائزه استعمال او د مخلوق د تنګولو لپاره مختلفې هیلي او بهانې له همدغه دروازې څخه راوځي.
          اوس که په چا کې د دیانتدارۍ صفت نه وي، یا رشوت خور وي، غیبت کوي او یا درواغ یا بهتان ویونکې وي نو ده خپله زان د " دوه پیسو" کړو. قرآن مجید هم تېر شوي اقوام د ځناورو سره تشبیه کوي ځکه چې انساني خصوصیاتو ورڅخه کوچ کړې وو.
          د شعور بله دروازه غصه ده. حسد (ضد)، خود پرستي، حاکمیت، غرور، تکبر، بغض، کینه، ظلم او نشه د دې دروازې پیداوار دی. غصه ډیر بد شی دی او اکثر وخت انسان پکې خپل تاوان کوي. غصه او غیرت کې توپیر شته. غیرت د هغه حفاظتي جذبې نوم دی چې یو شخص دي ته نه پریږدي چې بل شخص يې په ملکیت کې تصرف یا یې په حریم تېری وکړي، او پکار هم همداسې ده. او غصه د خپل مزاج خلاف د یو چا د خبرې د برداشت کولو نوم دی. دلته احتیاط پکار وي. څومره ځل چې انسان د خپل رب څخه بښنه غواړي نو لږ تر لږه که همدومره نه وي د دي په نیمایې باید دی هم نورو خلکو ته بښنه وکړي.
          متکبره (کبرجن) خلک به د قیامت په ورځ د میګیو په شکل کړای شي او خلک به پرې پښې ږدي. کوم شخص چې په غوصه قابو نشې موندلای نو هغه 33 فیصده کم انسان دی. بې حسي هم له همدې دروازي راتیریږي، یعنې معزز ترین به وي خو له دې ناخبر وي چې په نورو څه تېریږي. دا د ځناورو صفت دی. په ځناورو هم چې زمرې حمله وکړي او یو ترې وڅیري، نور ورته ولاړ او تماشه کوي یا تیښته. نو که انسان هم بې حسه شي، ضمیر یې مړ شي، احساس یې ختم شي نو بیا د ده او د ځناور څه توپیر؟!
          د شعور د عمارت دریمه او خطرناکه دروازه د جنس ده. د ځوانۍ ټول ګناهونه یو خوا او جنس بل خوا. که لدې څخه انسان بچ شو خو ښه که نه نو انسان دومره ذلیله شي چې د انسان وئیلو قابل هم پاتې نشي. د مجازي عشق قیصې، د میني فریبکاري، د مخالف جنس بې عزتي، فحش خبرې، بد نظري، زنا، ټول د همدې دروازې څخه رابهر کیږي. مونږ باید خپله وګورو او د ځان محاسبه وکړو چې چېرته ولاړ یو؟. راځئ حساب وکړو چې مونږ څو فیصده انسانان یو؟ او کوښښ وکړو که لوی انسانان نشو نو لږ تر لږه انسانان خو باید ضرور شو.