مینه او ژوند

ستاسو په ژوند کې  د مینې ارزښت څومره دی ؟ په لویدیځ کې خو مسیحانو  سپیڅلی ځای او مقام مینې ته ورکړی دی. مسحیانو د خپلو  زړونو په  منظومه کې دې تفکر ته ځای ورکړی چې مینه د انسان او خدای پر اړیکو حاکمه ده. دوی وايي  خدای ج د شته نړۍ هم د مینې له برکته پیداکړې ده، مینه چې پیداشوه نو نړۍ هم ورسره پیداشوه. په مینه کې خپلواکیت تر هرڅه وړاندې او مهم شی دی، بنده ګان چې له هر چاسره مینه کوي نو خپلواکیت یې لومړی شرط دی. هغه مینه چې رښتینې وي نو جبر او غوسه په کې ځای نه لري. د کرکې او غوسې دروازې یې پرمخ تړل  شوې وي.بنده ګان باید نور خدايي مینې ته مجبور نه کړي، بلکې پریږدي چې هرڅوک په خپل خوښه مینه وکړي، ځکه د خپلې خوښې مینه په ټوله معنا رښیتنې او له غرور څخه پاکه وي ، نو دا چې د خپل خوښه مینه پاکه او رښیتنې وي نو بنده ګان باید پریښودل شي چې له خپل رب او نورو انسانانو سره دا ډول مینه وکړي، د نړۍ پرسر څوک حق نه لري چې نور خدايي مینې ته  په جبر او ستم مجبور کړي که چیرې یو انسان له بل انسان یا خدای ج سره مینه کوي نو دا باید رښیتنې مینه وي، ځکه درواغجنه مینه بې ګټې او پایله نه لري. د هر انسان لپاره د هرچا مینه ځانګړی ځای لري، خو یو څه ته باید پام وکړو چې له خپل هغه رب سره چې موږ ته یې ژوند راکړی هومره مینه ولرو چې له نورو سره نه وي له نورو سره د مینې کولو لپاره باید له خدايي مینې څخه مخ وانه ړول شي،د عشق او اختیار ترمنځ همدا مسئله ده چې انساني ډول شکل ورکوي، یعنې په دې مینې او عشق سره د انسان اصلي څېره څرګندېدلی شي.
مسیحان وايي له خدای سره باید مینه په رښیتنولۍ سره وشي، ځکه هغه موږ پیداکړي یو، موږ ته یې ژوند رابښلی، موږ ته یې د اشرف المخلوقاتو کلیمه کارولې نو دا يې پرموږ حق چې مینه ورسره وکړو، په ژوند کې له هرچا سره مینه کیږي، تر دې چې ځینې انسانان یې له حیواناتو سره هم کوي، مینه که له خدای ج سره  وي، که له کورنۍ او یا هم له معشوقې سره خو د ټولو لپاره په یوه معنا کارول کیږي. د مسیحانو په اند له کومه ځایه چې ستر څښتن تعالی له انسانانو سره مینه کوي، نو له انسانانو څخه هم غواړي چې له هغو کسانو سره هم مینه وکړي  چې د مینې کولو لایق نه دي، سترڅښتن تعالی وايي تاسو له یو بل سره مینه وکړئ، ترڅو وکولی شئ ددې مینې له امله د ژوند په معنا پوه شئ، له مینې پرته ژوند کول هم بې معنا او بیخونده وي، همدا ډول په ژوند کې باید پر دوستانو او خپلوانو سربیره له دوښمنانو سره هم مینه وکړو، ترڅو وکولی شو خپلمنځي ترخه دوښمني په دوستي او ملګرتیا بدله کړو، له دې پلوه باید اوه ځلي نه بلکې اویا ځلي یو د بل له خبرې تېر شو، په تېرېدو سره کولی شو خپله بیخونده دوښمني په خوږې دوستۍ بدله کړو.
ګناه یو ناسم عمل دی چې د مینې په زړه تور داغ لګوي، ګناه د خدای ج بې احترامي نه بلکې د ځان لپاره زیان رسول دي، خدای ج زموږ مینې ته اړتیا نه لري، موږ مجبور یو چې د خدای ج د رضایت لپاره له هغه سره مینه وکړو او دا مینه هغه وخت کولای شو چې د هغه اوامرو ته غاړه کیږدو. ځینې مسیحان وايي چې انسان نه شي کولای په دې برخه کې خپلې ټولې غوښتنې او هیلې په یوازیتوب سره لاسته راوړي یا پوره کړي. یوازې له خدای ج سره  د مینې په کولو کولای شو، له انسانانو سره خپله مینه ژورو ته ورسوو، ځکه څوک چې له خدای ج سره مینه کوي نو هغه شخص په انسانانو هم مئین وي، هغوی له ګناهونو منع کوي او د ښې لارې لارښوونه ورته کوي چې دې کار ته سترڅښتن عبادت ویلي او په مقابل کې یې انسان د اجر او ثواب لایق ګرځولی.
مینه انسان له خود غرضۍ او ځان غوښتنې څخه ژغوري. پیغمبر د خدای ج لپاره خپل زوی قرباني کړ، ځکه هغه له خدای ج سره مینه درلوده، د خپل رب لپاره یې د زړه ټوټه قرباني کوله، خدای ج د انسان له کمزورتیاوو او تقصیراتو څخه ، له دې امله تیریږي چې له خپلو بنده ګانو سره مینه لري. همدا ډول انسان که چیرې له خدای سره مینه وکړي نو هغه له انسانانو سره هم مینه کوي، که چیرې له خدايي مینې څخه بې برخې وي نو له انسان سره هم مینه نه شي کولای.
د مینې د وجودیت فلسفې په هکله دغه لیدلوری زموږ د ژوند مدار جوړوي، موږ ژوند کواو ترڅو د عشق په هکله ـ چې د هر فرد د ژوند معنا او مقصد دی ډېر پوه شو، د مینې په اندازه هیڅ ارزښت نه لري، مینه د انسان ژوند دی او ژوند د هر انسان ستره شتمني ده.
د مینې په هکله پوهه ترلاسه کول ممکن انسان له ډېرو لوړو ژورو سره مخامخ کړي، ځکه د مینې فلسفه پراخه او ارته لمن لري، ترڅو چې ددې لمنې پای ته رسیږو نو په لاره کې باید ټولې پیښېدونکې لوړې ژورې وزغمو.
ژور حقیقت دادی چې عشق او مینه  په ډېرو فکري، غیرمذهبي او حتا په مذهبي ضد منظومو کې مهم رول ولري.
مثال: د شیلر لومړنۍ رومانټیکه ډرامه چې له خپلواکو سیاسي افکارو سره کار لري په پام کې  ونیسئ، په دې اثارو کې اتل هغه کس دی چې تل له نورو سره بې اندازې مینه کوي، غواړي د نورو په زړونو کې ځانته ځای پیداکړي، هغه غواړي چې یوه کلک زړې ټولنه د مینې او مهربانۍ په معنا پوه کړي. هغه د شیلر ډرامې په لومړۍ برخه کې چې په ۱۷۸۴ کې خپره شوه د هغې مینې انځور کاږي چې د یو صدراعظم د زوی او موسیقي دان د لور ترمنځ موجوده وه، دا دوه عاشقان د ټولنې د طبقاتي اختلافاتو له امله سره جلا کیږي، خو صدراعظم د سیاسي دلایلو له امله غواړي چې د هغه معشوقه یې خپل زوی ته وکړي، که دا مصلحتي واده وشي نو پلار به وکولای شي چې د کمزورو کړنو په هکله د خپل زوی راتلونکی ښه کړي. په دې ډرامه کې د دې هلک او انجلۍ د مینې کیسه شوې ده، هغوی یو له بل سره رښتینې مینه درلوده، کله به چې یو له بل سره مخامخ شول نو دواړه به یو د بل د مینې په سمندر کې ډوب شول  ژبې به یې بندې شوې، یو بل ته په کاتو به یې د سترګو ګاټي ستړي شول.
که په مینه کې دواړه خواوې رښتینې نه وي نو په منځ کې یې فساد پیداکیږي، د شیلر په سیاسي تفکر کې مینه بې نهایته رول لري، د مینې تجربه له موږ سره مرسته کوي چې د شته فساد رښتینولۍ په خپلو سترګو ووینو، د فساد یوه نیمګړتیا داده چې خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره مجبور دی مینه له منځه یوسي، خو که چیرې موږ غواړو چې مینه وکړو نو لومړی باید د خپل خپلواکیت په هکله فکر وکړو، ځکه کله چې موږ د خپل ځان او پریکړو واک نه لرو نو نه شو کولای چې په خپل خوښه مینه وکړو، نو ددې لپاره چې رښتینې مینه وکړو باید خپلواک واوسو.
مسیحان وايي چې که په مینه کې خپلواکیت، عدالت او رښتینولي نه وي موجوده نو دا مینه تر خپل منز ل پورې نه شي رسیدلی، همدا ډول شیلر په خپله ډرامه کې رښتینې مینې او درواغجنې څېرې ته هم اشاره کړې ده، امیر یا د صدراعظم زوی هڅه کوي چې د قیمتي زیوراتو  په اخیستلو سره خپلې معشوقې ته  د خپلې مینې اندازه معلومه کړي او هغې ته دا وښايي چې ډېره مینه ورسره لري او په ټوله معنی ورته په درناوي قایل دی. د صدراعظم زوی ددې لپاره چې د زیوراتو پیسې ورکړې نو خپل یو شمیر هیوادوال په بهرنیو ځواکونو پلوري، دا یو ډول تجارت وه چې هغه وخت بل واکمنو کاوه. ددې زیوراتو اخیستل د هغه معشوقې ته دا په ډاګه کوي چې مینه یې رښیتنې نه ده او ددې درواغجنې مینې له مخ څخه پرده پورته کوي.
که هغوی رښتیا یو له بل سره مینه کولای نو لازمه نه وه چې د ځان ښودنې لپاره یې دومره قیمتي زیورات اخیستي وای. په رښیتنې مینه کې ارزښتناکه شیان قیمتي زیورات نه، بلکې په دواړو زړونو کې متقابله مینه ده. دلته د مینې په هکله په جزيي ډول له سیاسي او اخلاقي پلوه نظریات رامنځته کیږي چې په لنډه توګه یې وړاندې کوو.
د شیلر د مینې فلسفه، هماغه ډول چې د مینې په سیاست او شور کې ذکر شوېده یو ارماني رنګ او بوی لري.  د مینې دا فلسفه له هغو نظریاتو سره تړلې چې په ژوند کې ټولې رامنځته کېدونکو ستونزو اصلي علت د حکومت فاسد اشکال بولي. دا هغه ستونزې دي چې د سیاسي او حقوقي اصلاحاتو په وسیله له منځه وړل کیږي. که دا ډرامه د اصلي شخصیتونو په حال څومره بد تاثیرات وغورځوي بیا هم دومره زیایمن نه شي کېدلی، د مینې له پلوه د انساني وضیعت د ژور تحلیل لپاره شیلر یوه لسیزه وروسته د انساني ډولونو د ښکلا پیژندنې د روزنې په هکله ځینې لیکنې په ۱۷۹۵ میلادي کې خپرې کړې، دا لیکنې د یو کتاب په بڼه وې، په شپږمه لیکنه کې د انساني طبیعت د تاثیراتو په هکله څرګندونې کړې وې، هغه واي: موږ ددې پرځای چې د عامو خلکو د مقام نیولو لپاره هڅه وکړو، لومړی باید په دې فکر وکړو چې څنګه کولای شو خپل کارونه په پوره مینې سره پرمخ یوسو، لومړی باید په دې ځان پوه کړو چې ایا موږ د ادارې په اصولو پوهیږو، ایا هغه مینه چې باید له همکارانو سره وشي موږ یې وړتیا لرو، د کومې مینې له مخې چې اداره سالمه پاتې کیږي موږ یې په اړه فکر کړی و او که نه، که چیرې غواړو په دې موقف کې کار وکړو نو لومړی باید په خپلو ورځینو کارونو باندې ډېر ټینګار او تمرکز وکړو، کله چې مینه رامنځته کیږي نو دا حالت یو ډول زیانمن معلومیږي. ځکه شیلر په دې عقیده دی چې ټوټه شوې مینه زموږ ځواک له موږ څخه غواړي، له موږ څخه غواړي چې خپل ځواک د ټوټه شوې مینې په یوځای کولو باندې ولګوو، موږ باید د خوندونو غوښتونکي واوسو، خو ددې خوندونو لپاره لازمه ده چې لومړی فهیم او زړه سواندي واوسو، یو له بل سره رښیتنې مینه ولرو، باید دخپلو معشوقو ترڅنګ ارام او خوښ واوسو، معشوقې ته باید خپله ریښتنې مینه څرګنده کړو، تاوده جنسي تمایلات باید په ادب باندې بدل کړو، که چیرې موږ پورتنې ټول کارونه په سمه توګه وکړو نو مینه به مو په ټولنیز ژوند کې د رواني سلامتیا سبب وګرځي، کله چې انسان په مینه روږدی شي نو د زړه نازکوالی یې په کلکوالي غلبه کوي، مئین انسان زړه سواندی او نازک زړی وي.
کله چې د ځینو ستونزو او مسایلو په هکله چې غواړو مینه ورسرته وکړو نو د مینې په هکله مو د شیلر نظریه سترګو ته دریږي.شیلر د مینې په هکله یوه جامع نظریه وړاندې کړې وه نو له دې امله کله چې موږ له ورته مسایلو سره مینه کول غواړو دې نظریې ته مو پام اوړي. دا نظریه ډېره مهمه او ارزښتمنه وه، ځکه له دې وروسته چې مارکس او فروید په جلا جلا توګه د مینې په هکله څرګندونې وکړې چې ټولې ددې نظریې په محتوا کې نغښتې وې. د مارکس په اند مینه او انسانیت هغه مهال خپل تاثیرات برسیره کوي کله چې دواړه له فساده پاک وي، په پانګوالۍ باندې د مارکس د نقد محور له دې پلوه ده چې که په زړه کې د یو بل زړه اقتصادي جوړښت د پانګې پر بنسټ وشي، نو دا هیڅکله نه خپلېږي، ځکه دلته مینه له زړه سره نه بلکې له پانګې سره ده او هغه مینه چې له پانګې سره ده دوامداره نه شي کېدلی، که چیرې مینه رښیتنې وي نو هیڅ ډول اقتصادي اړیکې پرې منفي تاثیرات نه شي اچولی، شیلر وایي چې ټولنیزې اړیکې زموږ  د ژوند په مختلفو ډولونو باندې مختلف تاثیرات اچوي، ټولنیزې اړیکې چې په مینه کوم عجیب او غریب تاثیرات اچوي اقتصادي اړیکې یې نه شي اچولی، اقتصادي اړیکې عملآ د عمل لپاره زموږ د امکاناتو ساحه محدودوي، د پانګوالۍ شکلونه یوازې دا نه دي چې د شتمنې غیرعادلانه ویش ته میدان پریږدي، بلکې یو شکل یې دادی چې د ټولو هغو کسانو شخصیت ته چې په دې چوکاټ کې ژوند کوي زیان رسوي. دا شکل سربیره پر دې چې د مینې په لار کې ظاهري خنډونه راولاړوي، ترڅنګ یې دروني خنډونه هم زیږوي چې په دواړو زړونو کې د کرکې د راپیداکېدو امکانات لیدل کیږي. که مجبور واوسو چې خپل ټول وخت د پیسو ګټلو یا تنخوا اخیستلو لپاره ولګوو او که په دې کار کې مجبور واوسو چې ډېره سیالۍ، بې رحمه او کلک زړي شو نو بیا مو په وجود کې د مینې کولو لپاره دومره څه نه پاتې کیږي، بیا یوازې کولای شو د بیخونده  ژوند له حاشیې او پاتې مهارتونو سره مینه وکړو. دا ډول حالت هغه وخت ستونزې او ناورین رامنځته کوي کله چې د یو ښه اقتصادي نظام د رامنځته کېدو امکانات له منځه لاړ شي، مینه هغه ستر ارزښت او  شتمنۍ ده چې په کولو سره یې انسان سکون، پرمختګ او ارامتیا ترلاسه کوي، که د نورو بوختیاو او دندو په ترسره کولو سره موږ مادي ګټې ترلاسه کوو، خو د مینې په کولو سره موږ ته ددې زمینه مساعدېږي چې خپل ورځینې کارونه په سمه توګه ترسره کړو، یعنې مینه د انسان زړه ته سکون ورکوي، انسان له زړښت څخه د ځوانۍ په لور بیايي او د ژوند تراخه په خوږو بدلوي.
اوس یوې بلې مسئلې چې د شیلر په فکر کې ده ته اشاره کوو ، د فروید په اند د مینې په لار کې ټوله خنډونه شخصي بڼه لري، او سرچینه یې هم شخصي یا فردي ده.
که وغواړو چې د فروید د کلیاتو مهم برخه په لنډ ډول بیان کړو، باید ووایو چې هغه د رواني روغتیا نښانې، د کار کولو وړتیا او مینه کول د ژوند اهداف ګڼي. په همدې حال کې  په انساني شخصیت کې مختلف عوامل سره لاسونه ورکوي او دې هدف ته رسیدل ستونزومنوي. له دې خنډونو او ستونزو څخه یو هم چېرته چې مینه رامنځته کیږي، د هغې انتقال دی. دلته دا خبره په دې  معنا ده ،  موږ چې له کومو کسانو سره مخامخ کیږو، له دوی سره زموږ متقابل چلند او مینه څرګندوي، په دې ځای کې مهمه داده چې دې افرادو ته موږ خپله مینه څنګه ولیږدوو، څه وکړو چې د دې افرادو په زړونو کې ځانونو ته ځایونه جوړ کړو  ددې لپاره باید لومړی خپل چلند ته پام وکړو، که چلند مو مینه ناک وه، نو هرومرو به چاپیریال کې د خلکو په وړاندې مینه ناک او محبوب انسان معرفي شئ، ددې ټولو کارونو سرچینه خپل شخص او د هغه سلوک دي.
کله چې یو څوک له خپل مئین څخه وپوښتي چې دا دې ولې وکړل؟ نو امکان لري چې ددې پوښتنې مخاطب په خلاصو غوږونو  واوري، او په دې هڅه کې به وي چې خپل معشوق په صاف او ساده ډول ځواب ورکړي، له هغه سره خپلې انګیزې شریکوي او دواړه هڅه کوي چې د تخیلات په نړۍ  کې ځانونه ډوب کړي. خو په دې برخه کې بیا یو شمیر داسې ستړي کوونکي افراد موجود دي چې فکر کوي خلک ورسره د کومې موخې یا هدف لپاره خبرې کوي، کله چې څوک ورته د مینې اظهار یا وړاندیز وکړي نو دوی په ډېر کبر او غرور سره فکر کوي چې د کوم ځانګړي هدف لپاره یې دا کار وکړ.
مینه داسې یو جوهر دی چې په ناخوداګاه ډول د انسان په زړه کې له یو چاسره پیداکیږي، انسان غیرې ارادي حرکاتو ته مجبوري، هغه څه چې زړه یې غواړي ترسره کوي، ځکه په داسې حالاتو کې د انسان د بدن نور غړي د زړه تر واکمنۍ لاندې وي، که له چاسره مینه کوئ نو مهمه ده چې په مستقیم ډول خپل معشوق وپېژنئ او که چیرې دا کار په غیر مستقیم ډول وکړئ او د نورو له لارې د خپلې معشوقې یا معشوق په هکله پوه شئ نو دا به په مینه کې خنډ یا ستونزې رامنځته کړي.
کله چې د انسانانو په زړونو کې یو له بل سرمینه پیداکیږي، نو پیداشوې مینه له ځان سره بې شمیره ارمانونه هم زیږوي او کله چې د انسان زړه له ارمانونو ډک شي، بیا یې ژوند د ستونزو او تخیلاتو ښکار کیږي.ځکه په داسې حالاتو کې انسان هر ډول ستونزو او ګواښونو ته غاړه ورکوي، د خپل وجود د ساتنې خیالات او تفکرات پپه ځان کې نه ویني.یوازې د خپلې مینې او ارمانونو په پوره کولو کې ورک وي، له همدې امله ویلای شو چې مینه هغه تود جوهر دی چې ځینې د ژوند په معنا پوهوي او د ځینو ژوند اخلي، په ژوند کې مینه له مور، پلار، خدای او معشوقې سره کیږي، خو په ټوله کې ویلای شو چې له هرچاسره چې مینه کیږي د معشوق یا معشوقې نوم ورته ورکول کیږي، هغه انسانان چې د مینې تجربه نه لري، نو ډېر ژر مجبوریږي چې د خپلو  ارمانونو لپاره هر ډول سم او ناسم ګامونه واخلي، دوی په لومړیو کې د خپلو احساساتو او جذباتو په کابو کولو کې پاتې راځي، خو نه غواړي چې ځان پاتې وښيي، له همدې امله د بریا لپاره له هرې ناسمې لارې ګټه اخلي. په پای کې ویلای شو چې مینه په انسانانو د انسانیت عاطفه او احساسات راپاروي، هغوی ته د ژوند کولو رښیتنې لارې چارې په ګوته کوي او په ټوله کې یې د رښیتني ژوند په معنا پوهوي.