د سوني شرکت فوق العاده نازک تلويزيون بازار ته وړاندې کوي

د سامسونګ تر شرکت وروسته د ( ال سي ډي ) تلويزيون جوړولو دويم لوی شرکت ( سوني ) وايي ، چې د روان کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه به د 3 ملي مترو په پنډوالي د نازکې پاڼې په بڼه يو تلويزيون بازار ته وړاندې کړي . د دغه تلويزيون په جوړولو کې د ( اولېډ ) له صفحې او د لومړي ځل لپاره له عضوي نور څخه کار اخېستل کيږي . د دغه تلويزيون له برياليتوب سره به د ( ال سي ډي ) او پلازما د تلويزيونونو يو کلک سيال بازار ته راشي .