د وروستۍ افادې د مساوات قانون
Law of Equi – Marginal Utilities
د وروستۍ افادې د کمښت د قانون په پام کې نیولو سره د يو توکي مسلسل کارولو سره د هرې راتلونکې برخې وروستۍ افاده کميږي او بالاخره يو داسې ځای را رسيږي چې وروستۍ افاده يې صفر کېږي. يو هوښيار انسان يو توکی په دومره مقدار هم نه کاروي چې وروستۍ افاده يې صفر ته ورسېږي، بلکې دې حالت ته له رسېدو وړاندې بل توکي ته مخه کوي، د ده له کارولو وروسته بل توکي ته مخه کوي، هغه په بېلابېلو توکو ځکه لګښتونه ترسره کوي چې له ټولو توکو وروستۍ افاده مساوي ترلاسه کړي چې په اقتصاد کې دې قانون ته د وروستۍ افادې د مساوات قانون وايي. که له يو مصرفوونکي سره يو داسې توکی شتون ولري چې په ډېرو برخو کې کارول کېږي او مصرفوونکی دا توکي داسې وکاروي چې له ټولو برخو يو شان وروستۍ افاده ترلاسه کړي، نو دې ته د وروستۍ افادې د مساوات قانون وايي. ډاکتر الفرد مارشال د وروستۍ افادې د کمښت قانون داسې تعريف کړی دی:
که له يو شخص سره يو داسې توکی شتون ولري چې له يو څخه په ډېرو کارونو کې کارول کېږي او دا توکي يوازې په هغو کارونو داسې وکاروي چې له ټولو مساوي وروستۍ افاده ترلاسه کړي. کولای شو چې په لاندې جدول کې هم روښانه کړو:
په پورتني جدول کې لیدل کیږی چې له يو شخص سره ټولې شپږ افغانۍ شتون لري، هغه غواړي چې غنم،غوړي او بوره پرې واخلي. که دا شخص ټولې افغانۍ په غنمو ورکړي، نو ټوله افاده يې (66) واحده تر لاسه کوي او که غوړي پرې واخلي ټول افاديت يې (54) واحده کېږي او که بوره پرې واخلي، نو (42) واحده کېږي. که مصرفوونکی هوښيار وي، نو ټولې پيسې به هېڅ وخت هم يوازې په غنمو،غوړيو او يا بوره ونه لګوي .که هغه درې افغانۍ په غنمو ورکړي (12) واحده افاده تر لاسه کوي او که څلور نو (10) واحد افاده تر لاسه کوي او که څلورمه افغانۍ په غوړيو مصرف کړي نو (14) واحده وروستۍ افاده ترلاسه کوي، نو ځکه مصرفوونکی څلورمه افغانۍ په غوړيو لګوي او پنځمه افغانۍ هم په غوړيو لګوي، ځکه له غنمو دلته ډېره افاده تر لاسه کوي او شپږمه افغانۍ که په غوړيو ولګوي، نو هغه (10) واحده وروستۍ افاده ترلاسه کوي او که په بورې يې ولګوي، نو (14) واحده وروستۍ افاده تر لاسه کوي. که مصرفوونکی دا ټولې افغانۍ داسې بدلې رابدلې ولګوي، نو له ټولو لګول شويو پيسو څخه لاسته راغلی وروستۍ افادې سره مساوي وي، نو له ټولې افادې څخه ډېره افاده ترلاسه کېږي.
که درې لومړۍ افغانۍ په غنمو ولګول شي، نو ټوله افاده:
16+14+12=42 برخې
څلورمه او پنځمه افغانۍ په غوړيو لګوي، نو ټوله افاده:
14+12=26برخې
شپږمه افغانۍ که په بوره ولګوي، نو ټوله افاده :=12
داسې پيسې چې په بېلا بېلو لارو ولګول شي، نو ټول لاسته راغلې 80 واحدونه افاده ترلاسه کوي که دا مصرفوونکی خپلې افغانۍ په بله طريقه ولګوي، نو له 80 څخه ډېره نه شي ترلاسه کولای.
کولای شو چې په ګراف کې هم وښيو:
په پورتني ګراف کې ( ز- ر ) د غنمو وروستۍ افادې خط، (ډ- ذ) د غوړيو وروستۍ افادې خط او ( ف- ق) د بورې د وروستۍ افادې خط راښیي. که درې افغانۍ په غنمو، دوه په غوړيو او يوه افغانۍ په بورې مصرف کړي نو د پيسو د هر واحد وروستۍ افاده سره مساوي ده لکه څرنګه چې په ګراف کې معلوميږي . په دې ترتيب د پيسو کارول مصرفوونکو تر ټولو ډېره افاديت تر لاسه کوي که له دې پرته په هر لار وکاروي نو کم افاديت تر لاسه کوي که په بورې د يوې افغانۍ پر ځای دوه افغانۍ ولګوي نو س، ش او ښ ډېريږي په بورې د يوې افغانۍ د زياتولي په صورت کې د غنمو يوه افغانۍ کميږي په غنمو د يوې افغانۍ کم مصرف سره و، ل، ش، م کميږي. زيات شوی مقدار له کم شوی مقدار څخه لږ دی نو ځکه له پورتنې ترتيب څخه بل هر ترتيب کې مصرفوونکو زيان مومي.
دلته د پيسو د هر واحد وروستۍ افاده مساوي نه ده او په دې شکل کې هم ښکاري چې مصرفوونکو ته هغه وخت ډېر افاديت ترلاسه کېږي چې د هر واحد وروستۍ افاده سره مساوي وي.
د وروستۍ افادې د مساوات د قانون دويم نوم استبدال دی، ځکه مصرفوونکی خپلې پيسې په بېلابېلو لارو لګوي، تر څو له ټولو مساوي افاده ترلاسه کړي .همدرانګه د دې قانون درېيم نوم ناپيلی دی، ناپيلی ځکه ورته وايي چې مصرفوونکی په يو داسې ځای کې وي چې د ټولو توکو وروستۍ افاده مساوي وي نو ځکه توکی يو پر بل د برتري ورکولو څخه ډډه کوي او د دې قانون څلورم نوم سکون دی دې قانون ته د سکون قانون ځکه وايي چې مصرفونکی پيسې په بېلابېلو لارو لګوي تر څو ټوله افاده تر ټولو ډېره شي د ډېرې افادې په تر لاسه کولو سره مصرفوونکی ډېر سکون تر لاسه کوي.
د وروستۍ افادې د مساوات د قانون حدود: د قانون لپاره حدود په دې مانا چې د ټاکلو شویو حدودو په منځ کې د پلي کېدو وړ دی . د دې قانون حدود په لاندې ډول دي:
● دود دستور او فيشن: ځینې مصرفونکي د توکو د وروستۍ افادې پر ځای دود دستور او فيشن په نظر کې نيسي. د ساري په توګه: ښځې قيمتي لباس او زيورات کاروي په دې توکو د پيسو له لګښت څخه مساوي افاده نه ترلاسه کېږي نو ځکه دا قانون دلته صدق نه کوي.
● معلومات: ځينې وخت مصرفوونکو ته د بازار په اړه معلومات نه وي، نو ځکه د پيسو د مقدار د لګولو له کبله مساوي افاده نه شي ترلاسه کولی.
● بې پروايي: مصرفوونکي ځيني وخت د پيسو د لګښت په وخت کې بې پروايي کوي او د توکو افاديت په نظر کې نيسي او د پيسو واحدونه په لګښت رسوي، نو ځکه مساوي افاديت نه ترلاسه کوي او دا قانون هم دلته نه پلی کېږي.
● د وېش وړ نه وي: ځيني داسې توکي وي، که په وړ برخو ووېشل شي، نو کارول يې ستونزمن کېږي، د ساري په توګه: لکه موټر ،قالينه او نور په دې حالت کې هم مصرفوونکي وروستی افاديت نه شي تر لاسه کولای
د وروستۍ افادې د مساوات د قانون اهميت
● د شتمنۍ وېش: هر مصرفوونکی غواړي خپل وسايل داسې وکاروي چې ډېر افاديت تر لاسه کړي، نو دا قانون ورته لارښونه کوي چې په هغو توکو لګښت ونه کړي چې افاديت يې لږ وي، بلکې په هغو توکو يې ولګوي چې ډېر افاديت ولري او دتوکو افاديت سره مساوي تر څو ډېرسکون ترلاسه کړي.
● د شتمنۍ پيدايښت: متشبث له خپلو محدودو وسايلو څخه د ډېرې ګټې د ترلاسه کولو تمه لري، متشبث ډېره ګټه هغه وخت ترلاسه کوي چې د توليد وسايل ښه سره ګډ کړي، د وسايلو ښه ګډ لپاره متشبث وسايل تبديل راتبديلوي، تر څو يې ښه وکاروي، له تبديلولو سره متشبث ته معلومېږي، د کوم عامل چې وروستی افاديت کم وي، د هغه پر ځای يو بل عامل چې ډېر افاديت ولري کاروي، نو له دې کبله متشبث ته دا قانون ورښايي چې د توليد عوامل داسې وکاروي، ترڅو ډېره ګټه تر لاسه کړي.
● د شتمنۍ تبادله: د توکو تبادله او د ارزښت او قيمت په ټاکلو کې دا قانون ډېر اهميت لري، د توکو د تبادلې په وخت کې مصرفوونکی لږ افاديت لرونکي توکي په ډېر افاديت لرونکي توکي تبادله کړي، ډېر سکون ترلاسه کوي.
● د شتمنۍ وېش: د ملي عوايدو وېش د پيدايښت د هر عامل د وروستي افاديت له مخې وي متشبث د هر عامل په مقابل کې ورکړه د هغه د وروستي افاديت مطابق کوي، ځکه که د توليد د عامل بدله د هغه د وروستي افاديت څخه کم ورکړي، نو د توليد لپاره د هغه ترلاسه کول ستونزمن کېږي. دوروستۍ افادې د مساوات قانون د ملي عايد وېش او د توليد د عواملو د بدلې په ټاکلو کې مرسته کوي.
د مصرفوونکي توازن په ریاضیکي بڼه: د دې لار له مخې یو مصرفوونکی هغه وخت توازن ترلاسه کوي چې ترلاسه شوی عاید په داسې لارو وکاروي چې د بېلا بېلو توکو د اخري برخې څخه د وروستۍ افادې او د توکو د قیمت تناسب سره برابر وي.
X PX+Y PY+ Z PZ=1
MUX/PX=MUY/PY=MUZ/PZ
X=X د توکي برخې ،X=PX د توکي قیمت،X=MUX وروستۍ افاده ،Y=Y د توکي برخې ،Y=PYد توکي قیمت،Y=MUY وروستۍ افاده ،Z=Z توکي قیمت،Z =PZ د توکي قیمت،Z= MUZ وروستۍ افاده ،I د مصرفونکي عاید دی. د مصرفونکي توازن د یو مثال په وسیله کوو:
موږ دا فرضوو چې د مصرفونکي عاید 8 I=افغانۍ دی او PX = 2 او PY= 1 دي د X او Y له کوم برخو چې افادیت ترلاسه کېږي په لاندې جدول کې ګورو:
X |
MUX |
Y |
MUY |
1 |
20 |
1 |
7 |
2 |
16 |
2 |
6 |
3 |
12 |
3 |
5 |
4 |
8 |
4 |
4 |
5 |
4 |
5 |
3 |
XPX+YPY=1» 2(2)+4(1) = 8 » 4+4 = 8
له پورتنیو څرګندونو څخه ښکاري چې د مصرفونکي ټول عاید x او y مصرف شوی دی د x له ددو مقدار څخه وروستی افادیت 16 ترلاسه شوی او د y له څلورو څخه 4 ترلاسه شوی دی او د مصرفونکي مساوات په لاندې ډول دی :
MUX/PX=MUY/PY» 16/2≠4/1»8 ≠ 4
له پورتنۍ معادلې څخه څرګنديږي چې په پورتني پیر مصرفونکی تعادل کې نه دی. خو که چیرته د x مقدار 3 شي اود y مقدار 2 شي نو لاندې مساوت باید حل کړو
YPX+YPY=1 »3(2)+2(1) = 8 » 6+2=8
له پورتنیو مقدارنو څخه ترلاسه شوی افادیت په لاندې ډول دی :
MUX/PX=MUY/PY» 12/2 =6/1 »6=6
نو پورتني فورمول کې د عددونو له وضعه کولو څخه دا څرګنديږي چې اوس مصرفونکی په تعادل کې دی او د مصرفونکي تعادل ځکه اړین دی چې که ترلاسه شوی افادیت له قیمت سره برابر نه وي نو مصرفونکی متبادل توکو ته مراجعه کوي تر څو تعادل ترلاسه کړي.
2- بې توپيرې کرښې تګلاره Indefference curve utility Apporach: د بې توپیره کرښې تګلاره یا د نیوکلاسیکو ښوونځي له نظره د مصرفوونکو چلند د افادې غیرې عددي اندازه کول یا دهر کس د مصرفوونکو د چلند تیوری او یا هم د مصرفوونکو مفروضات لرونکې نظريه.
د دې تیوري ارتقا: برطانیوي اقتصاد پوه فرانس ایجور په لومړي ځل په (1881) میلادي کال کې په بې توپيره کرښې معرفي کړه او له هغه څخه وروسته په (1906)م کال کې ايتالوي اقتصاد پوه پريټو دا نظریه د ځینو تغيراتو سره رامخ ته کړه. او په اخر کې هسک او ار جي ډي ایلن په کال (1930) کې دا نظریه بشپړه کړه.
د افادې بې توپیره کرښې تشریح هم د مصرفونکي تعادل مسله بیانوي او د دې تشریح بنسټيزه موخه دا ده چې افاده نه اندازه کېږي ځکه چې سکون له ذهن سره تړاو لري. د بې توپیره کرښې مرکزي ټکی دا دی چې یو لګښت مصرفوونکی له ځانه سره د دوو توکو ډېره پیمانه ساتي چې یو شان سکون یا ډېر سکون او یا کم سکون ورکوي.
بې توپيره کرښه (Indifference Curve) د مصرفونکي لپاره بې توپیره کرښه عبارت له هغې کرښې څخه ده چې د دوو توکو د بېلا بېل جوړښت څخه یو شان تسکین د کرښې له هر ټکي څخه ترلاسه کړي. کولای شو په لاندې جدول کې ښه روښانه کړو:
X توکی |
Y توکی |
ټوله یيزه افاده |
1 |
25 |
یو شان افاده |
2 |
20 |
یو شان افاده |
3 |
16 |
یو شان افاده |
4 |
13 |
یو شان افاده |
کولای شوو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو.
په پورتني ګراف کې د IC1 کرښه بې توپیره کرښه ده چې په دې کرښه کې د دوو توکو هر ترکیب یانې AB, او Cمصرفونکي ته یو شان سکون ورکوي.
د بې توپيره کرښې د نظریې یا تګلارې مفروضات:
۱- منطقي مصرفونکی: د نظریې اساسي فرضیه هم دا دی چې مصرفونکی باید منطقي وي، مانا دا چې مصرفونکی باید د بازار او خپل عاید په اړه پوره معلومات ولري، ترڅو ډېر سکون یا تسکین ترلاسه کړي.
۲- د افادې ترتیب او درجه بندي: لکه څرنګه مو چې وړاندې ذکر کړ چې په افاده کې د برخو پر ځای ترتیب بیانیږي، لکه: د مصرفونکي په ذهن کې د دوو توکو مجموعه وي، په ترتیب یې څرګنده کړي.
۳- د دوه توکو ماډل: په دې نظریه کې دوه توکي په نظر کې نیول کېږي چې مصرفونکی ترې سکون ترلاسه کوي.
۴- د سکون تړاو د توکو په برخو پورې وي: په دې نظریه کې دا هم فرض شوي چې مصرفونکی هغه وخت سکون ترلاسه کوي چې توکي وکاروي، لکه؛ څرنګه چې دا نظریه د دوو توکو ماډل مخ ته وړي، نو تابع په دې ډول ده:
د بې توپیره کرښې ځانګړتیاوې :
ü هره بې توپیره کرښه مبدا یا پیل ته محدبه وي.
ü د بې توپيره کرښې جهت له پورته څخه د لاندې په ډول وي.
ü د بې توپیره کرښو په ګروپ کې چې څومره لوړ وي په هماغه اندازه ډېر سکون ورکوي .
ü بې توپیره کرښې یو بل نه پرې کوي.