مزدور


                   مزدور
په څلورلارې کې ولاړوم هرسهارملګريه
ګوندې څوک راشي اومزدوريې وي په کارملګريه
هسې هم نه ده چې سوادمې نه شته کارمې نه زده
هرڅه مې زده دي خونصيب مې دى ډېرخوارملګريه
تنهادګېډې ددوزخ غم دى چې نه ډکېږي
تنهاهمدغه رانه ورکه کړله لارملګريه
څوکسان راشي څوکسان مزدوران پورته کړي خو
ماته ووايي چې همدامې ووپه کارملګريه
په همدې تمه لس بجې شي دغرمې مهال شي
زه لاهماغسې ولاړومه وزګارملګريه