اغزنه لار

چـې دې پـه غـشو دبـڼـو بانـدې ویـشـتلي دي څـوک
وایه چې روغ زړونه دې کورته ورلیږلي دي څوک ټـولـو لـیـمی کـړلـې هـوارې چـې پـرې کـیـدې قـد م دټـنډې شـنه خال په بریښنا چې دې نیـولي دي څوک ستا دښکلا حسن پـیالې چې یو ځل پـورته کـړې چـا د بـیـرته تګ فکـر یی نـه وي چې راغـلي دي څوک هـنـداره وګـوره او وپـوښـتـه د ځـان پــــه باب تـرې چـې دې د څــڼـو تـورو شـپـوکې شوکیدلي دي څوک بری به مـومـي چـې ریـښـتـین وي پـښـتـنې مـیـني ته پـښتـنې مـور چـې اورونـي کې ټینګ تړلي دي څوک رویـبـاره پـوه مـې کـړه جانان چـې په ټـبـر پښتون یم پـه خـپـله مـیـنه چـې تـر مـرګه ودریـدلــي دی څـوک د خـــدمـتـــګـار لاره اوږده او لـه اغــــزو ډکـــه ده تـللـی پـرې نه شي چې دشپې اغیار روزلي دي څوک