یو زدکړیال چې د پوهنتون وروستی کال یې وه د هغې پروژې لپاره چې ترسره کړی یې وه لومړی مقام یی ترلاسه کړ. هغه خپله پروژه کې له 50 کسانو غوښتی وه د (دی هایروجن مونواکساید) کیماوی مادې حذف یا پر دې مادې سخت کنترول غوښتنلیک پر دولت امضا کړی. او دې غوښتني لپاره یې څو دلیلونه وړاندي کړي وه:
1-ددې مادې ډیره اندازه د خولو کولو(تعرق) او قی کولو لامل ګرځي.
2-د اسیدی باران اصلی عنصر دی.
3-کله چې د ګاز په حالت وي ډیر سوځونکی ده.
4-تصادفی استنشاق یې د یو کس د مرګ لامل کیږی.
5- د شیانو د خرابوالی لامل ګرځی.
6- حتا په سرطانی تومورونو کې هم پیدا کیږی.
له 50 کسانو څخه 43 کسانو دا غوښتنلیک لاسلیک کړ, 6 کسانو علاقه نه وه ښودلي, او یوازي یو کس پوهیده چې د (دای هایدروجن مونو اکسید) په حقیقت کې هماغه اوبه دی.!!!
د زدکړیال د پروژې عنوان وه : (موږ څومره ژر باور کوو!!)
وروستي