وایي یوه ورځ ټولو پوهانو پریکړه وکړه، چې پټ پټانی وکړي.
انشتین لومړنی کس و چې باید سترګې یې پټې کړې وای، او تر سلو 100 یې شمیرلی وای او بیا وروسته یې باید د نورو په پلټلو پیل کړی وای.
ټول پټ شول بی له نیوټنه.
نیوټن یوازی یو مربع د یو متر په مساحت رسم کړه او د مربع په منځ کې دقیقا د انشتین پر وړاندې ودرید.
انشتین شمارله 97،98،99،100....
سترګې یې پرانیستلی چې ګوری نیوټن یې مخې ته ولاړ دی.
انشتین نارې کړې: نیوټن دې ووځي هغه باید له لوبې ووځي..
نیوټن په سړه سینه رد کړ، او ویل یې زه نه یمه وتلی اصلا زه نیوټن نه یمه!!!
ټول پوهان له خپلو پټنځایونو څخه راووتل ترڅو وګوری چې نیوټن څرنګه ثابتوي چې نیوټن ندی.
نیوټن ادامه ورکړه، چې زه په یوه مربع کې د یومتر مربع په مساحت کې ولاړ یمه...
چې ما، نیوټن پر متر مربع بولي.
او له هغه ځایه چې نیوټن پر متر مربع له یو پاسکال سره برابر ده، نو زه پاسکال یمه. او باید پاسکال له لوبي ووځي.
وروستي