د((سوني )) شرکت دشکري موادوپه کارولوسره بټرۍ جوړه کړه

دسوني شرکت کارپوهانودلومړي ځل لپاره داسې بټرۍ جوړه کړې ، چې شکري موادپه کې کارول شوي دي .
دسوني شرکت انترنيتي رسنۍ خبرورکړی ، چې دانزايمونوپه مرسته شکري موادتجزيه کيږي اوکيمياوي غبرګون منځته راځي اوروسته ﻻس ته راوړل شوي انرژي کارول کيږي . خبرزياتوي ، چې دبرښنادتوليد په لړکې دکاربن ډای اکسايډګاز،چې هواککړوي نه جوړيږي .
سوني ويلي ، چې دا ډول بټرۍ د50 ملي واټوبرېښنادتوليد توان لري اوداپه نړۍکې لومړۍ ځل دی ، چې په دې ميتودسره دومره لوړه کچه برېښناتوليديږي .